تاند- د نجونو د تعلیم مخکښې ملالې یوسفزۍ په ملګروملتو کې یوې غونډې ته وویل، چې افغانستان د وسلو پر ځای کتاب و قلم ته اړتیا لري.

ملالې یوسفزۍ دا خبره پرون په نیویارک کې د نړیوال تعلیم په نوم یوې غونډې ته وکړه چې د نوبل د جایزې یو شمېر ګټونکو او د نړۍ د مختلفو هیوادونو مشرانو پکې ګډون کړی و.

دا دوهم ځل دی چې ملاله یوسفزۍ ملګروملتو ته وربلل کېږي چې نړیوالو ته څرګندونې وکړي.

ملالې یوسفزۍ، چې په سوات کې د وسله والو طالبانو له لوري له ویشتل کېدو وروسته یې نړیوال شهرت ترلاسه کړ، ملګروملتو ته په وینا کې وویل: «افغانستان او هغو هیوادونو ته چې له تروریزمه کړېږي، د وسلو او ټانکونو د لېږلو پرځای کتابونه ولېږئ.»

«کتاب او قلم داسي وسلې دي چې تروریزم ته ماتې ورکولی شي، یوازینۍ لار چې په وسیله یې موږ نړیواله سوله رامنځته کولی شو، موږ ته امن او سوکالي راپه برخه کولی شي، لوست، پوهه او تعلیم دی. د کتاب د اهمیت د توضیح کولو لپاره به تر دې ښه لار نه وي چې ووایو حتي خدای تعالی هم د خپل پیغام د رالېږلو لپاره کتاب غوره کړ او له دې لارې یې خپل پیغام راواستاوه.»

دې د نړۍ مشرانو ته په وینا کې غوښتنه وکړه چې افغانستان ته د توپکونو په ځای کتابونه ولېږئ.

ملاله یوسفزۍ د تېر کال په اکتوبر میاشت کې د وسله والو طالبانو له لوري په داسي حال کې وویشتل شوه چې ښوونځي ته روانه وه.

دا له درملنې وروسته د مارچ له میاشتې په بریتانیا کېښوونځي ته ځي.

اوس ملاله یوسفزۍ په نړۍ کې د ماشومانو په تېره بیا نجونو د زده کړې یوه مخکښه دفاع کوونکې پېژندل کېږي.

دې په ملګروملتو کې یوې غونډې ته چې د نوبل د نړیوالې جایزې ګټونکو پکې برخه اخیستې وه، وویل:« د دې پرځای چې عسکر لېږئ، ښوونکي ولېږئ.»

دې وویل:«زما له هیلې سره سم د ټولې نړۍ، که هغه د نایجریا، سوریې، پاکستان یا افغانستان وي، باید هر ماشوم زده کړه وکړای شي.»

ملاله یوسفزۍ تر دې مخکې هم ملګروملتو ته تللې وه. د سږکال په جولای کې دې ته بلنه ورکړای شوې وه چې عمومي اسمبلۍ ته وینا وکړي. دې هلته وویل چې هیڅکله به خوله پټه نه کړي.

د ملګروملتو له احصاییو سره سم په نړۍ کې شاوخوا ۵۷ ملیونه ماشومان، چې د لومړني ښوونځي په عمر دي، له تعلیمه بې برخې دي. د دغو ماشومانو په سلو کې ۵۲ نجونې دي.

12 thoughts on “ملاله یوسفزۍ: افغانستان ته د وسلو پر ځای کتابونه ولېږئ”
  1. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    د د رنې خور ملالې يوسفزۍ د وينا دغه کرښې: «کتاب او قلم داسي وسلې دي چې تروریزم ته ماتې ورکولی شي، یوازینۍ لار چې په وسیله یې موږ نړیواله سوله رامنځته کولی شو، موږ ته امن او سوکالي راپه برخه کولی شي، لوست، پوهه او تعلیم دی. د کتاب د اهمیت د توضیح کولو لپاره به تر دې ښه لار نه وي چې ووایو حتي خدای تعالی هم د خپل پیغام د رالېږلو لپاره کتاب غوره کړ او له دې لارې یې خپل پیغام راواستاوه.»، د کاڼو کرښې دي، چې بايد عاميان او خاص فکر پرې وکړي او له علمه د خلکو په خير کې کار واخيستل شي.
    په دې هيله، چې ملاله د «نوبل د جايزې» لوريآته يا ګټونکې شي!

    معه سلاموکم الاهلول علوم
    ملا ميوند آخوند

  2. دا نجلۍ مې له هغې ورځې راهیسې بده راځي چې په یوه ویډیو کې د پاکستان قاتل پوځ ستایي او وایي چې په سوات کې یې سوله راوستې ده او دا او هغه په داسې حال کې چې دا پخپله هم د ډېرو په عقیده د پاکستان پوځ او آی ایس آی وویشته. او کله یې چې د ملګرو ملتونو په جرګه کې وویل چې د بې نظیر بوټو پړونی یې په سر کړی دی نوره مې هم بده راغله او اوس ترې پوره کرکه لرم ځکه چې ما فکر کاوه چې دا به پښتو او لوی افغانیت ته وفاداره لویه شوې وي. که نور هېڅ نه وي د بېګم نسیمه ولي نوم یې باید یاد کړی وای. او بدبختي خو دا ده چې د ملګرو ملتونو وینا یې هم د آی ایس آی کوکري سلیم ساپي لیکلې وه.

  3. اسلام اعليکم و رحمت الله و برکاته و اما بعد!
    ښاغلي خېټور صيب، په دې هيله، چې زما په دغه تبصره کرجن نه شې، خو دومره بايد موږ هم پوه شو، چې ملاله يوسفزۍ صرف ۱۶ کلنه ده او ليا ۱۵ کلنه نه وه، چې د بې انصافي ګولۍ يې په تندي ولګېدله او د معيوبت نړۍ کې ژوندۍ ده، چې په درد يې صرف دا پخپله او کېدی شي د ملالې مور پوه شي، ځکه وايي، چې مات لاس تل درغاړې دی، نو دغه نجلۍ هم اوس له ډېر ستونزمن رواني حالت سره مخامخ ده او په ېه ډېره مېړانه د لوست او زده کړې ناره پورته کوي!
    را به شم نسيمه ولي، دا د ولي خان د کورنۍ يوه مشره مېرمن ده، مګر نور نو کوم سياسي او ټولنيز اړخ نه لري، ځکه له نامه سره يې هم څوک نه دي معرفي، مګر بې نظېر بوټو د پاکستان د سند وه، خو د پنجابي په واکمني کې دوه ځله صدر اعظمه تېره شوې او بيا د خپل ملک د حکمراويي په مبارزه کې شهېده شوې هم ده، نو که ملالې د بې نظېرې نوم اخيستی دی، نو بې نظېره د پاکستان تر څنګ په نړيواله کچه هم پېژندل شوې ده!
    زموږ د ميوندملاله به حتی پېژني هم نه، ځکه چې ما او تا څو لسيزې په دې جنګ کړی، چې ته ملا يې او بل بلوا دی، او يا ته خېل يې او زه خټک او پوټک يم! ګرانه او محترمه! که يوه ګوته بل ته نغوته کوي، نو پاتې ځان ته اشاره کوي! نور نو د ملالې لپاره څوک په ټوله سيمه کې مثال وی! په افغانستان کې د پښتنو تر څنګ پښتو هم وژل کېږي، مګر ملاله د خپلې سيمې ماشومانو ته د علم غوښتنه ونه کړي! او يا هغه هم ځان په ذهني انارشي کې ډوبه کړي!
    معه سلاموکم الاخوتالافغانيون
    ملا مي،ند آخوند

  4. ملاله یوسفزی د علم د خوراوي یو سمبول ماته نه ښکاري، بلکه اصلي سمبولیکو سازمانونو په خولو کي اخیستي ده، ددی وړتیا د دغسی لیچرونو نه ده چې په بین المللی کانفرانسونو کې یې ورکوي، ددي لیچر سازي د علم دوستو سازمانونو له لوری ترسره کیږی، چې یو ښه زیری دی، خو ددی اصلي دنده له دغه موقف نه د پنجابي په ژبه د افغان او افغانستان پر ضد تبلغات کول او محکوم پښتانه دپنجاب وفاداره ګڼل دي چې ښه بیلګه یې د پرون ورځي وینا ده چې افغانستان ته دی غرب وسله نه بلکه قلم واستوي، غرب وسله د افغانستان ملي پوځ ته استوي، دافغانستان ملي پوځ په هغه وسلي په زرګونه ښوونځي او په لکونو استادان ژغوري.
    البته که دی آغلي پنجاب مخاطب کړی وای چې ولي وسله تروریست ته استوي نو خبره به په رشتیا مناسبه او دعلم دوستي او بشري احساس وه،

  5. ملاله یوسفزۍ یوه قهرمانه وه او ده. افرین دې پرې وي . د دې ویاړ د ټولو افغانانو(له اټک تر کندهاره) دی. ځیني تنګ نظره یا ناپوهه کسان غواړي داسي وښيي چې ملاله له میوندي ملاۍ سره پرتله کړي. دا خورا بې ځایه پرتلنه ده. هیڅوک له چا سره نه شي پرتله کېدای په تېره بیا چې څو پېړۍ یې په منځ کې واټن وي. د میوندي ملالې په وخت توره او جګړه ویاړ و خو د نن تقاضا بېله ده. توره ویاړ نه بلکه جهالت ګڼل کېږي . نن پوهه او علم ویاړ دی.
    ځیني کسان له کمکۍ ملالې توقع لري چې د پنجاب او پاکستاني پوځ سره وجنګېږي. دا ډېره ماشومانانه هیله ده. دا ناممکنه او غیر ریالیستیکه توقع ده. خو که هوښیارۍ نه کار اخلو باید د دې په همدومره خبرو قناعت وکړو.

  6. ملاله یوسفزۍ د ویاړ وړ ده. څوک چې دې ماشومې او مظلومې ته بد رد وايي، د غندنې وړ دي. خدای دې عمر ورکړي. دا به د پښتون ملت د بېدارۍ او سرلوړۍ دپاره لوی کارونه وکړي. ګومان مه کوئ چې ملالۍ د پنجاب دپاره کار کوي. دا زړه وره پښتنه خور د افغان او پښتون د سرلوړۍ نښه ده

  7. رحمت الله عمرزی ته
    تالب ، تروریست، نان سټیټ اکټرز او هغه نان فروفیشنل پوځ چې موخه یې پراختیا غوښتنه ده ټول په یوه صلاح او مصلحت د علم، افغانستان، بشردوستي، دیموکراسي او انسانیت پروري دښمنان دی، ملاله که مبارزه د جهالت پر وړاندي کوي نو دجهالت د خورولو ټولي وسیلي باید وغندي.
    ملاله که داخلي فکري او عملي استقلال لري نړیوالو ته دی دا هم جوته کړي چې د پاکستان اولس اټوم بم ته نه بلکه له جهالت نه خلاصون ته اړتیا لری، البته زموږ دغه نیوکي او د ملالي هغه بیانونه چې دتالب پر ضد او پنجابی تالب پروره پوځ په اړه یې لري سیاسي بڼه لري،
    موږ د ملالي او بل هر علم دوسته انسان د هر مثبت کار تایید او حمایت کوو

  8. شملزی صیب.
    دا په خپله ناپوهي ده چې له یوې ۱۴ کلنې ماشومې دومره لوې غوښتنئې کوې. که دا نن ورځ د کوزې پښتنوخوا پښتتانه د پنجاب پر ضد راپاڅي. ایا مرسته یي کولی شئ؟ ښکاره ده چې نه. څوک چې خپل کور ونه ساتلی شي د نورو به څه دفاع وکړي.
    د ملالۍ دفاع نه یوازې د ملالې دفاع ده بلکئ ذد کوزې پښتونخوا خلکو ته دا پیغام لري چې د افغانستان د ولسمشر نه رانیولې تر عامو خلکو پوري د هغې یعني د کوزې پښتونخوا د هر وګړي دفاع کوي ځکګه چې هغوی د خپل ملت جز ګڼي او خاوره یې د افغانستان برخه ګڼي. دا دفاع ستا تر مخالفت پر پنجابیانو زیاته بده لګېږي خو کاش چېژز ستاسو عقل کار کولی.

  9. دا د امريکايانو او آی ایس آی دسيسه ده . په افغانستان کي هر ورځ سل سل ملالي په مکتب کي ويشتل کيږي خو څوک يي پوښتنه نه کوي ځکه هغوي امريکايانو ته کار نه کوي او دا دوي چي وايي چي د طاليبانو بې انصافي ګولۍ يې په تندي ولګېدله دا خبر سل په سلو کي غلطه ده ځکه طاليبان چي يو واري د چا مرګ په سي راشي نو بيا د هغه مړشوي سړي د پيژندو پته هم نه لږيږي. او دا چي ځان ته ملاله وايي نو ولي خپل نوم نه استعمالوي ؟ او ملالي خوپه خپله ډيره مشهور وه نو ولي دايوسفزي خپل نوم نه مشهور يي؟ بس خبره داسي ده چي اوس امريکايان او آی ایس آی د افغانستان قهرماني ملالي باندي ملنډي وهي. لږ ويښ شي

  10. عمرزیه دا ستا عجوبه منطق دی

    دا په خپله ناپوهي ده چې له یوې ۱۴ کلنې ماشومې دومره لوې غوښتنئې کوې. که دا نن ورځ د کوزې پښتنوخوا پښتتانه د پنجاب پر ضد راپاڅي. ایا مرسته یي کولی شئ؟ ښکاره ده چې نه. څوک چې خپل کور ونه ساتلی شي د نورو به څه دفاع وکړي.
    د ملالۍ دفاع نه یوازې د ملالې دفاع ده بلکئ ذد کوزې پښتونخوا خلکو ته دا پیغام لري چې د افغانستان د ولسمشر نه رانیولې تر عامو خلکو پوري د هغې یعني د کوزې پښتونخوا د هر وګړي دفاع کوي ځکګه چې هغوی د خپل ملت جز ګڼي او خاوره یې د افغانستان برخه ګڼي. دا دفاع ستا تر مخالفت پر پنجابیانو زیاته بده لګېږي خو کاش چېژز ستاسو عقل کار کولی،

    هلته وایې چې ۱۴ کلنه جني څه نشی کولای د پنجاب پر وړاندی او هلته بیا بیرته وایې چې هغه له افغانستان سره سره د کوزی پښتونخوا دفاع هم کوی

    ماته په کمپیوزي بیماري اخته ښکاری

  11. Salam to all of you,
    Why do we have to fight over her status. She was an innocent girl who got shot and the Taliban take responsibility for it.
    She is a symbol for some people, and let her be in that position. If someone can use her status for their benefits, it shows their smartness. There are many Pashtuns who are well positioned, but Pashtuns ignore them, so obviously then they work for themselves. Malala has a positive attitude towards others, so it should be appreciated.

    Regards,

    Mullah Habib

ځواب ورکول ملا ميوند آخوند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *