ملالۍ

تاند- د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملاله یوسفزۍ د ملګروملتو د سرمنشي له لوري په نړۍ کې د سولې استازې غوره شوه.

د ملګروملتو سرمنشي انتونیو ګوتیرس وویل، نولس کلنه ملاله یوسفزۍ به د دوشنبې له ورځې کار پیل کړي.

سرمنشي دغه راز وویل چې نولس کلنه ملاله یوسفزۍ به په درسته نړۍ کې د ماشومانو د تعلیم د ترویجولو په برخه کې هلې ځلې په غاړه واخلي.

ملاله یوسفزۍ به د ملګروملتو د سولې تر ټولو کم عمره سفیره وي.

ملالې یوسفزۍ ته به د دوشنبې په ورځ په نیویارک کې د ملګروملتو په مرکز کې په یو لړ مراسمو کې د سولې د استازیتوب مسوولیت وسپارل شي.

د ملګروملتو سرمنشی د ملالې یوسفزۍ د غوره کولو د علت په اړه وویل چې دې د سختو خطرونو د منلو په ترڅ کې د ښځو، نجونو او نورو انسانانو د حقونو لپاره په کلکه اراده هلې ځلې کړي او هیڅ شي د دې اراده بدله نه کړه.

One thought on “ملاله یوسفزۍ د ملګروملتو د سولې سفیره ونومول شوه”
  1. داسی بریښی چی نړیواله ټولنه پدی کار کوی چی د پاکستان د تجزیی وروسته به څوک د نوی رامنځته شوی پښتونخوا دولت او هیواد مشری کوی. انګیرنه داده چی ملاله یوسفزۍ به نوی رامنځته شوی پښتونخوا هیواد مشره وی چی ممکن لمړۍ وزیره شی، ترڅو په سیمه کی دا نوی رامنځته شوی دولت د سختدریځو لاس ته پری نه وزی

ځواب ورکول خوشال ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *