د پخواني ولسمشر کرزي وياند بي بي سي ته ويلي چې ملامحمدعمر اخند په کراچۍ کې دی.

څه موده وړاندي د افغانستان حکومت ويلي ؤ چې ملامحمد عمر اخند مړ دی، ژوندی نه دی.

له دې وړاندي ځينو ژورنالسټانو او نړيوالو پښتو رسنيو ویلي و که د ملامحمد عمر مجاهد مرکه ورته پيداشي په يو ميليون ډالر يې اخلي.

له دي نه دمخه بیا هما سلطاني د ولسې جرګې غړې ويلي ؤ چې ملامحمد عمر آخند د دې سره په کور کې دی.

او له دي ټولو مخکې د کرزي د حکومت په لومړيو وختونو کې ويل کيدل چې ملامحمد عمر آخند يواځي نوم او سمبول دی، تر دغه نامه لاندي واک او کارونه د آی ايس آی مشران کوي.

که رښتا ملامحمد عمر آخند په کراچۍ کې وي، د کرزي وياند ته معلوم وي، او يا چا کرزي يا ده ته ښودلي وي، نو بيا امريکا ته په کار ده چې د کرزي له وياند څخه پوښتنې ګرويژني وکړي، او ملامحمد عمر آخند ورته پيداکړي، ولي دا دومره خلک په ناحقه زجر او شکنجه کوي؟

که رښتيا ملامحمد عمر آخند په کراچۍ کې وي بيا خو افغان حکومت ته په کار ده چې له پاکستان څخه يې تسليم کړي داسي لکه دوی چې لطيف الله محسود ورته تسليم کړ، او يا له دي وروسته چې د ملافضل الله پاکستان ته د سپارلو خبره کيږي.

که رښتيا ملامحمد عمر آخند په کراچۍ کې وي، بيا خو سوله بيخي اسانه ده، پاکستان دي له افغان حکومت سره معامله وکړي، ملامحمد عمر آخند دي ورته تسليم کړي، او هغه نيټه دي د طالبانو د تحريک د ختم نيټه هم اعلان کړي.

که رښتيا ملامحمد عمر آخند کراچۍ کې وي، بايد چې کرزی او دهغه ټيم محاکمه شي، ولي يې دا دومره وخت دهغه ځای خپلو او د امريکا استخباراتو ته نه ښود.

او که رښتيا ملامحمد عمر آخند کراچۍ کې وي، افغان حکومت ته يې ځای معلوم وي، بيا نو ولي په پټه دوی او امريکا هلته عمليات نه کول او ولي يې ژوندی نه نيوي؟

که رښتيا ملامحمد عمر آخند کراچۍ کې وي، بيا ولي کرزي په خپل وخت کې د طالبانو د ادرس پوښتنه کوله چې ادرس يې معلوم نه دي، مشران يې پټ دي، او خلک دي موږ ته دوی راوښيې چې ورشو او خبرې ورسره وکړو.

دا ټول هغه څه دي چې د يو سالم مغز څخه ددغسي خبرو تمه نه شي کيدلای. او نه دي دوی تمه کوي چې دغه ډول خبرې سالم مغز منلای شي.

13 thoughts on “ملامحمد عمرمجاهد په کراچۍ کې دی/ نظرمحمد مطمئن”
  1. تاندوالو تاسو ته دې هم خدای انصاف درکړي
    دا خرکوس په دې نه ارزي چې بحث پرې وشي.
    که واقعاً د پاکستان سیاست تغییر شوی و د خاکجارو په شان به یې ایسته وغورځوي او که تغییر نه و کړی یوه شی به وی په کراچۍ کې به اب و دانه ورسیږي

  2. نظرمحمد صیب دا چې سپی کوچانی دی او که وطنی دی او که وحشي ځنګلی دی زمونږ یې پرې کار نشته، نوې خبره خو دا راووته چې امریکایان هم پرې خبر ول چې دا څاروی په کراچۍ کې وو او د پاکستاني پوځیانو تر څارنې لاندې وو خو ستونزه د هغو میندو او خویندو ده چې اولادونه او ورونه یې وژل کیږي او دوی یې د وینو له لیدلو نه خوند اخلي. ورځ په ورځ د دغو لعنتي سپو له لاسه د افغانستان د وګړو څومره ماشومان یتیمان کیږي او دوی د آی ایس آی د سپيتوب له پاره هم دین ته شا ور اړولې ده او هم افغانیت ته او بیا په ړنده سترګه د امارت/حمارت د رامنځته کولو له پاره د پاکستاني پوځیانو په امر د افغانانو وینې تویوي. توف او لعنت شه او په داسې قدرت شه چې دوی ترلاسه کولو ته کوشش کوي.

  3. Mr, Motmaen i think you purposely hide the truth, Faizi was quoting John kerry’s saying,
    All these dogs are living in Karachi and you are one of these ISI dogs who lives in Afghanistan
    and bark on behalf of them here, shame on you

  4. ګیدړه.. او کیسه يې ..!

    مهمه خبر دا ده سي دا شغال په پاکستان کي ده، نو دا کومه ګرانه خبره ده سي هغه دي یو ورځ په کراچي کي وي بله په کوټه کي او دریمه پیښور کي. د آی اس آی لپاره سي دا درسته لوبه یې پرمخ روانه کړې ده، دا کومه ګرانه خبر ده سي هغه پټ وساتي، د مرګ آوازه يې ګډه کړي او یا ووايې سي هغه په پاکستان کي نه بلکه په افغانستان یا هلته د هما سلطاني!! په کور کي. د افغانستان استخبارات او یا نوري کړۍ د هغو اطلاعاتو پر بنسټ خبره کوي سي دوی ته د بیلابیلو منابعو له خوا ور رسیږي.

    پاته سوه د نظر محمد مطمئن د دا ډول لیکنو په اړه: هغه یو طالب دی، د طالبانو د نظام تر پایه د طالبانو په نظام کي د عامه کتابتون او په اطلاعات او کلتور وزارت کي سي د ملا متقي وزارت وو او دی د متقي د کاکا زوی دی یې کار کاوه. بیا د اوسني نظام له مزایاوو نه يې هم بشپړه ګټه پورته کړه؛ دوه یا درې بیلابیلي کنسټرکشن او انجینري شرکتونه يې درلوول سي د امریکایانو او نورو بهرنیانو زیات شمیر قراردادونه يې تر لاسه کول. اوس سي د امریکا په مشرۍ نړیوال ایتلاف په وتو دی او طالبانو هر ځای خپلو تخریبي فعالیتونو او پرمختګ ته زور ور کړی نو نظرمحمد مطمئن د زان د امنیت او هغوی ته بیرته د خپلي وفادارۍ د سپیناوي په خاطر دا ډول لیکني کوي.

    نور د تاندوالو خوښه سي دا ډول بې بنسټه لیکني نوري هم خپروي که …!

  5. ملا نظر محمد مطمینه ! ما فکر کاوه تاسی به کوم تعلیم یافته شخص یاست او اوس به مو سر به سیمه ایزو پالیسیو او په ځانګړی ډول د پاکستان پر سیاسی لوبو خلاص شوی وی اما فکر کوم دالو اثر لاهم شته . د داسی لیکنی نه مو مطلب څه دی ؟ له پاکستانه داسی تمه چی ملاعمر دی راوسپاری ډیره احمقانه دی . بیا خو به ملاعمر په شمشتو کی ستا آکا په کور کی وی !؟! تاند ویبپاڼه دداسی بی ارزښته لیکنو ( ببولالو ) په خپرولو سره خپل ا عتبار ته زیان رسوی . ر

  6. نظر محمد ګله یوځل موضوع باید شه تحلیل شی وروسته له هغی نه پری تبصره ولیکل شی که چیرته ته د ا موضوع دقیقه وګوری(فيضي داسې ليكي: له نوموړي سفر څخه مخکې، د امریکا د بهرنیو چارو اوسنی وزیر، جان کیري، کله چې د سنا د بهرنیو اړیکو د کمیټې مشر و، ولسمشر کرزي ته یې یوه ورځ په کابل کې د څو تنو محدودو افغان چارواکو په حضور کې وویل چې ‪ملا عمر د پاکستان په کراچۍ ښار کې، د پاکستان د نظامیانو تر ساتنې لاندې دی . کرزي فوراً ورته وویل نو بیا امریکا ولی د هغه د نیولو اقدام نه کوي؟ امریکا د هغه پر سرپه میلیونونه ډالر نقدي انعام ایښی دی، په افغانستان کې د هغه په نامه بې ګناه خلک هره ورځ وژل کیږي او د طالب په نامه دلته جګره روانه ده خو ملا عمر ستاسو او د پاکستان د نظامیانو تر نظر لاندې په کراچۍ کې دی؟!‪
    جان کيري جمهور رییس کرزي ته قانع کوونکی ځواب نه درلود، خو دا یې وویل چې جنرال کیاني وایي چې ملا عمر زموږ ترنظارت لاندې دی) الله دی تاسو ټولو ته انصاف درکړی هم دتاند ومسولینو ته چه داسی لیکنی خپروی اوهم تاته چه داسی بیځایه لیکنی کوی.

  7. ايمل فيضي خو د امريکايانو په استناد ويلي، چې په کراچۍ کې دی. دا چې امريکا ولې نه نه نيوه، هغه خو له لومړۍ نېټې د هغه د نيولو هڅه نه ده کړې او نه هم په امريکا څوک څه کولی شي. د امريکا چې څه خوښه وي، هغه کېږي، چې وغواړي، نو په کلونو کلونو به نه دلته او نه پاکستان کې يو ډز وشي.

    1. نظرمحمد جانه خدای دې پوه کړه !!! بله ښه جمله ستا په باره کښې داستعمال وړ او مناسب نه بولم.اوکه پوه او خبر یې په دغه خبره خدای دی دښوهدایت در ته وکړې.چې دنا مطمین والې څخه ومطمیین حالت ته واوړې.اووطنفروشې دې خدای په وطنپا لنه درته بدله کړه چې نوبه سوچه مسلمان او سوچه افغان شې

  8. زه بیا دی ته نه یم حیران چی دا د انځر ګل ملا صاحب چیری دی، پدی خو موږ هسی هم پوهیدلو چرته دی
    زه دي ته حیران یم چی یوه بی ژبی او بی وزرو مرغی موږ ته امریکا او آی اس آی دومره لوی شخص جوړ کړی دی چی د نظر محمد مطمین په شان زوخوګی یی په لیدلو پسی ړانده شوی دی.
    ای د خدای بندګانو پر مل فکر مه کوی پر په پوهه او ګټه باندی یی فکر وکړی.

  9. افسوس چی دغر ب دمادیاتو دومره متآثر یاست چه الله ج ته دهیس کار نسبت نه کوی اوداوا یاست چی که آمریکا وغواڑ ی نو ملا محمد عمر به ونیسی اودا به وکری د آمریکا سخه ورخ أبو وڑی دی چی دالله اراده نه وی هیس نه سی کولای دالله سخه به داغوشتنه کوو چی دتولی کفری نڑی دمنگلو سخه مو خلاص کری او دداسی بیغیرته اسلامی ملک سخه مو هم خلاص کری لکه پاکستان خو افسوس چی زانونه ددنیا قهرمانان بولو أو دیوه پنجابی دجواب نه یو

  10. تاند والو ته سلامونه
    د تاند پاڼی د ټولو چلونکو څخه په احترمنه ډول هیله کوم چی د داسی بی ادبو نظرونه نشر نکړی چی په هغه کی ښکنځل او یا دی ته ورته الفاظ کارول شوی وی د ا د ټولو ژورنالیستیکو اصولو خلاف کار دی
    په احترم

  11. ملا نظرممد مطمین صیب الله دی پوهه کړه. څوک چي ځان ته لیکوال وایی هغه داسی پوښتني نه مطرح کوي! مګر هغه چي په زړه کي ناروغ وی- ستاسی ناروغی ما ته د طالب ملاتړی ښکاري. له خلکو دا جرات مه اخلی چی څوک د طالبانو هغه ځایونه په ګوته کړي چی ای اس او آی او امریکا ورته برابر کړي. ایمل فیضی افغانی وجدان نوره ونه شو زغملی چی د امریکا او ای اس آی پټي دسیسی نوری هم پټي کړي. تاسی متاسفانه یا ډیر عقده من یاست او یا هم ډیر ناپوهه. زه په قسم خورم چي تا ته هم ملا عمر ښه معلوم دی او په دی هم پوهیږی چی د ای اس ای په غیږ کی دی خو الله پاک د ضمیر مړ کړی او د طالب مینه یی په زړه کې درته اچولی او اوس چي څوک د ملا خای وښيي ته پری را ببو کړی. الله مو افغانستان او دا غریب ولس له شره خلاص کړه. امین

  12. یو وخت یوې ښځي غلا کړې وه بیا یو يي یو ماشوم نښي وښودې، چې غلا داسې یوې ښځې وکړه. خلکو ماشوم د همدې ښځې په مخکې را حاضر کړ چی شاهدي ووایي: ماشوم بی چاره به چې وویل: ګوره پټه پټه ورغلې او په ماپسې دې دروازه بنده کړه. ښځې به پري ببو کړل چې په کومه دروازه کې؟ نور څوک وو؟ کله او داسې نور… ماشوم بی چاره وارخطا شو او لاره تري ورکه شوه. اوس تا نامطمین ما ته همغه غلا ښځه ښکاري. الله پاک دی افغانستان له ټولو جاوسوسانو خلاص کړي. الله پاکه تاسی خو آخر د یو یتیم دعا قبوله کړئ!!!! په دې وطن کي څه روان دي!!!

ځواب ورکول farhad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *