ښاغلی قرار یو روڼ اندی ځوان لیکوال دی، قلم او ژبه دواړه یې ښه تېز چلیږي، پرون مې د هغه یوه لیکنه ولوسته، د ملا او عالم د توپیر په هکله وه ،زه یې په ټوله لیکنه تبصره نه کوم خو یو څو ټکي روښانه کول غواړم د دې خبرې هېڅ اړتیا نشته چې د ملا او عالم تر منځ دې د توپیر ثابتولو لپاره کرښې تورې کړی شي، ملا او عالم د اوسني وخت پیداوار نه دي چې بحث پرې وشي، عالم او ملا له پېړیو پېړیو راهېسې زمونږ په دې ټولنه کې شتون لري ، د مسلمو اصطلاحاتو او لغتونو بدلون سم کار نه دی، د نمونې په ډول دا لاندې ذکر شوي لغتونه وګورئ دغو د ملا څه تعریف کړی دی:

سیند پښتو لغت عبدالقیوم زاهد مشواڼی : ملا:۱دجومات امام ،۲عالم،فاضل،ناصح،۳ډک. دریاب پښتو لغت، قلندر مومند:ملا: ۱ښه لیکونکی۲ عالم ،فاضل۳ د جماعت امام، واعظ، زاهد،ناصح. فارسي لغت فرهنګ عمید:ملا:اخوند،درس خوانده، باسواد.

د ملا په نوم یاد شویو د ځینو کسانو غلطې کړنې د دې لامل کېدای شي چې دغه نوم دې اوس یو څوک یوه ښکنځله ونوموي؟ ، په دې هېواد کې وزیر ، رییس، آمر او مامور قاضي او څارنوال او داسې نورو غلطې او ناروا کړنې ترسره کړې او لا لګیا دي، ایا دغه توري به هم اوس د کنځاوو په معنی کې اخلو، د دې حقیقت نه هم سترګې نه دي پټول پکار چې د ازادۍ یو اتل ملا مشک عالم هم و، د دې خاورې یو بل بچی ستر محدث ملا علي قاري اوس هم په همدغه نامه مشهور دی او ملا جامي خو قرار صیب ښه پېژني.

ښاغلی قرار لیکي: (دوهمه دا چې که فرضاً او تصوراً ملا عالم هم فرض کړو، منحیث فرد، په اسلام کې دیني علم د واکمنۍ لپاره یواځېنی شرط نه دی. که شرط وای، نو پیغمبر صلی الله علیه وسلم به حضرت ابوذر الغفاري رضی الله عنه ته، چې د ولایت غوښتنه یې کوله، د رد ځواب نه ورکاوو. تر ابوذر رضی الله عنه به عالم او تقوا دار څوک وای؟)

زه وایم یواځینی شرط نه دی خو اساسي شرط دی، بله دا چې ابوذر ته د ولایت نه ورکولو علت د هغه عالم یا ملا کېدل نه وو بلکې په حدیث کې یې خپله وضاحت شوی دی: يا أَبَا ذَرٍّ ، إنِّي أرَاكَ ضَعِيفاً ، وَإنِّي أُحِبُّ لَكَ مَا أُحِبُّ لِنَفْسِي . لا تَأمَّرَنَّ عَلَى اثْنَيْنِ ، وَلا تَوَلَّيَنَّ مَالَ يَتِيمٍ » . رواه مسلم . يَا رسول الله ، ألا تَسْتَعْمِلُني ؟ فَضَرَبَ بِيَدِهِ عَلَى مَنْكِبي ، ثُمَّ قَالَ : « يَا أَبَا ذَرٍّ ، إنَّكَ ضَعِيفٌ ، وإنّها أمانةٌ ، وَإنَّهَا يَوْمَ الْقِيَامَةِ خِزْيٌ وَنَدَامَةٌ ، إلا مَنْ أخَذَهَا بِحَقِّهَا ، وَأدَّى الَّذِي عَلَيْهِ فِيهَا » . رواه مسلم .

یعنې په حدیث کې یې وجه د هغه ضعیفه کېدل ښوولي دي، مفسر قرطبي وایي: ووجه ضعفه عنها : أن الغالب على أبي ذر ، الزهادة في الدنيا ، والإِعراض عنها ، ومن كان كذلك لم يعتن بمصالح الدنيا ولا بأموالها. یعنې ابوذر رضی الله عنه ډېر زاهد او له دنیا نه مخ اړوونکی و. هو د ابوذر نه ځینې نور اصحابان زیات عالمان او تقوا داره ول ، د ابو بکر رضی الله عنه په هکله راځي: و کان اعلمنا.

قرارصیب لیکي: (د امیرعبدالرحمان خان برعکس، غازي امان الله خان او سردار محمد داودخان شهید دا بخت نه درلود. د شهید داودخان پر مهال چې کله همدا ملایان د انګرېز ځای ناستي ذوالفقار علي بهټو ته د اسلام د ننګې له غوښتنې سره ورغلل، نو بهټو یې په خلاص مټ د ټریننګ او نظامي روزنې لپاره نصیرالله بابر او کرنل امام وټاکل او هغه فساد تر ننه روان و) سړی به اوس په دې کې څه ووایي ؟ هغه کسان چې بهټو ته ورغلي ول په هغو کې هغه کس هم و چې تا ورته په همدې لیکنه کې عالم ویلي دي ، مراد مې ګلبدین دی ، جناب لیکي: (موږ وایو ملامحمد عمر اخوند ملا دی، عالم نه دی، ډاکټر اشرف غني احمدزی عالم دی، ملا نه دی. حکمتیار عالم دی، ملا نه دی. ذاکر نایک، علامه اقبال، سید قطب ټول علماء دي، یو یې هم ملا نه دی. د پېښور د دعوت او جهاد پوهنتون ټولو فارغو انجنیرانو او ډاکټرانو دیني علم درلود، خو یو یې هم ملا نه و.) وا جنابه ! برهان الدین پروفیسر، کلبدین انجینر،مسعود انجینر او دغه شان نور سټې ملایان نه ول .

ښاغلی قرار علامه اقبال ته هم عالم وایي ،نو زه به د همدغه عالم په شعر دا لیکنه راټوله کړم :

افغانیو کي غیرت دین کا هی یهي علاج       ملا کو اس کی کوه و دامن سی نکال دو .

قرارصیب یو ایت لیکي: (“وما كان المؤمنون لينفروا كافة فلولا نفر من كل فرقة منهم طائفة ليتفقهوا في الدين ولينذروا قومهم إذا رجعوا إليهم لعلهم يحذرون“.

په آیت شریف کې ویل شوي چې یوه طائفه په دین کې ځانګړې پوهه ترلاسه کړي، او بیا چې کله خلک له عمل څخه فارع شي، نو دغه ډله خلک به بیا د بدو کارونو له عواقبو څخه د نورو خلکو د وېرولو دنده لري. په نوموړي آیت شریف کې داسې نه دي ویل شوي چې دغه خلک به بیا وزیران کېږي، یا به قوماندانان کېږي، یا به ملکي کوي. بلکې په صراحت ویل شوي چې دنده به یې دین بیانول او د نورو خلکو پوهول وي.)

ښاغلی قرار په دې قاعده ښه پوهېږي چې تنصیص بالشیء د ما عدا نفي نه کوي یوه خبره شوه ، بله دا چې په دغه ایت کې دا هم نه دي ویل شوي چې دوی به وزیران وغیره نه کېږي ، په صحابه و کې تر ټولو لوی دیني عالم ابوبکر و همدارنګه عمر، عثمان ، علي ، معاذ ،ابو موسی، ابو عبیده ، ابن مسعود ، ابن عباس وغیره رضی الله عنهم ستر دیني عالمان او معلمان ول او خلیفه ، والي ،وزیر ، مشاور ، او قومندانان هم .

0 thoughts on “ملا او عالم/ مفتي عبدالولي”
  1. ښاغلی مفتی صاحب
    په یوه ګل نه پسرلی کیږی. که ملا مشک عالم یو ښه مجاهد او قوماندان تیر شویدی. نو ملا غمر خپل هیواد په پاکستان خرڅ کړ او د ده مبارک مخ هیچا ونه لید، دی له خلکو شرمیده او په رادیو کی یی هم خبری نه کولی . ځکه چی د ده دغاړی قیضه د پنجاب په لاس کی وه. برهان الدین ،کلبدین او مسعود هم د علم لاره خوشی کړی وه او د ملا بی نظیری او ملا کرنیل امام او ملا قاضی حسین احمد او … شاګردان شول. که دوی خپلی اصلی دندی او مسلک کی کار کړی وی نودوی به هم سر په دنیا دوزخیان نه ول. په اوسنی عصر کی د علم د پراختیا له امله د مسلکونو اورشتوتعداد دومره زیات اوتخصصی شویدی چی فکر کوم مونږ به د خپلو دینی علومو د زدکړی لپاره څو ډوله ملایان او د دینی زده کړو ښوونکی ولرو. ښه به دا وی چی :
    1 دینی عالمان او د جوماتونو ملا امامانو ته بیرته خپل حیثیت اعاده شی او د جهالت لاره پریږدی،
    2 ملا امامان د دهیواد په داخل کی په ملی او افغانی روحیه په رسمی او منظمو دولتی مدرسو کی تربیه شی دوی باید نور عصری علوم هم زده کړی او د وطندوستی په روحیه وروزل شی او هغوی چی په پاکستان یا ایران کی په دی رشته کی درس ویلی دی د انتحاریانو په لست کی شامل او که چا ضرورت ورته درلود د دالرو او کلدارو په بدل کی د واخلی چی مخامخ د دوزخ ټیټی کندی ته لاړ او افغانستان تر بیغمه شی.
    3 د قضا او مفتی مقدسی دندی دی له ملایانو جدا او هرڅوک به د خپل مسلک او صلاحیت په چوکات کی کار کوی.
    4 نور عصری او دنیوی علوم هم په مختلفو رشتو تقسیم شوی دی او ددی برخی زده کوونکی هم د ضرورت وړ اسلامی او دینی زده کړی لکه څنګه چی اوس یی هم زده کوی ، په راتلونکی کی هم زده کړی.

  2. غاښ ماتوونکی ځواب، پر قلم دې برکت شه. قرار او د هغه ملګري اوس ځانونو ته هم د عالم په سترګو ګوري او د مساجدو امامانو ته د ملايانو!

  3. مفتي صیب بحث مو ښه بحث دی ډیر څه مو ترې زده کړل خو یوه خبره کوم دا تاسو چې ټولو صحابه کرامو او یا هم نورو کسانو ته د عالم خطاب کړی که ته په دې نظر يې چې ملا او عالم یو دی نو ولې دې صحابه کرامو ته د ملایانو خطاب نه دی کړی؟
    نو له قرار صیب سره دا ومنه چې عالم عالم وي او ملا بل شی دی
    مننه

ځواب ورکول ناپيژاند ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *