تاند، شنبه، د جدي ۲۸مه: د طالبانو د مشر سیاسي مرستیال ملاعبدالغني برادر وایي، امریکا افغانستان ته په راتګ کې ستره اشتباه کړې او دوی مجبور دي چې پر وړاندې یې جګړه وکړي.

ملا برادر له امریکایي پي بي ایس تلویزیون سره په مرکه کې ویلي، که امریکا د افغانانو پر وړاندې نظامي مداخله نه وای کړې، روانې بدبختۍ، وژنې او د کډوالۍ بحران به نه وای پېښ شوی.

ملا برادر د خپلې مرکې پر دوام ویلي، د امریکا تر وتلو وروسته به افغانان په دې وتوانېږي چې شته ستونزې په خپله حل کړي.

نوموړي دښځو د حقونو په اړه ویلي، په اسلام کې ښځي خپل حقوق لري او دوی د شرعیت په چوکاټ کې هغه حقونه مني چې ښځو ته یې اړتیا ده.

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د حکومت په وخت کې ښځو د تعلیم او کار حق نه درلود خو دا ډله اوس وایي، د ښځو یو شمیر حقونه یې اوس منلي دي.

6 thoughts on “ملا برادر: امریکا دې ووځي، افغانان خپلې ستونزې حلولی شي”
  1. ښاغلی ملا برادره!
    که امريکايانو تاسي نه وای ښړلي اوس به ٰپه افغانستان څه هال وای
    په هر دوتر کي به آسي آ ناست وای
    د څارندويو دريشي د پنجابيانو شانته وای
    دملي اردو دريشي به هم د پنجابيانو شانته واي
    .
    .
    .
    .
    افغانان به په کشمير کي جنګيدای
    ملي سرود به مو زنده باد پاکستان واي
    ترافيک به کيڼ لاسي وای
    په غازي لوبځای کي به مو ښځي ډانګو ډبولی
    موزيک به منع واي
    خوښحالي اوښادي به منع وای
    نو د خدای فضل وشو چه امريکايان راغلل او تاسي وشړلاست
    اوس افغانان په د پوه د چه خپله راتلونکي په خپله ټاکي

  2. ملا برادره غوږ شه / یو سری نوم مغل وو نوچا ورته وویل چه میم تری حذف کړی نو غل شی
    بنجاب به ملیشو مه نازیږی
    دا حوب د سر نه وباسی چه بیا به دبنجابی ملیشو بواسطهه کا
    کابل ونیسو۰
    مرګ د بنجاب به غلامانو

  3. ښه ملا برادر آخند ! اوس څه مشکل دی چه د افغانستان د اسلامی جمهوریت د رهبری سره یا په بل عبارت د داکتر اشرف غنی سره
    خبرو ته کښنی ، لکه څنګه چه د امریکا د نماینده سره په پټه او ښکاره لګیا یاست خبری کوی آیا تاسو ته د امریکا دولت او ملت د افغانستان د ددولت او ملت نه ډیر ارزش لری ؟

  4. IF GREAT USA NOT COME INTO AFGHANISTAN.
    AFGHANISTAN WILL BECOME THE FIFTH STATE OF FUCKISTAN.
    i hope not.

    always be us afghan relation.
    death on punjab

ځواب ورکول Ajmal Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *