تاند، سه شنبه، د میزان ۳۰مه: پاکستان ته د ملا برادر په مشرۍ د قطر د سیاسي دفتر طالب مشرانو  تللي پلاوي په دغه هېواد کې شل ورځې تېرې کړې دي.

د افغان حکومت یوې لوړپوړې امنیتي او استخباراتي سرچینې تاند ته په ورکړیو معلوماتو کې ویلي، د ملا برادر په مشرۍ طالب مشرانو اووه شپې د کویټې په کچلاغ سیمه کې تېرې کړې دي.

دغه سرچینه وايي، ملا برادر د ملاعمر د زوی ملا یعقوب په کور کې د ۲۳ ولایتونو له طالب مسوولانو سره غونډه کړې، د طالب مشرانو تر منځ د اختلافاتو هوارولو او د نوي مشر د ټاکلو هڅې یې هم کړې دي خو په دغه موده کې ملا برادر پخپله د یو شمېر طالبانو له مخالفتونو سره مخ شوی دی.

د افغان حکومت دغه لوړپوړې استخباراتي سرچینه وايي، د ملا برادر په کور د برید خبر هم رښتیا دی او طالبانو یې د پټولو ناکامه هڅه کړې ده.

د حکومت دغه کس زیاتوي، ملا برادر د ملا هیبت الله د ورور او څو نورو وژل شویو طالب مشرانو فاتحو کې هم برخه اخیستې او لیدل شوی دی.

همدا راز د طالبانو تر منځ تر ټولو مالادره مشر قاري امیرخان متقي په اړه ویل شوي چې نوموړي له پاکستاني مشرانو سره تر کتنو او هغوی ته له ډالیو ورکولو وروسته په خپله کورنۍ، جایدادونو او خپلوانو کې نږدې ۱۵ ورځې رخصتي تېره کړې ده.

د ملا عباس ستانکزي په اړه ویل شوي، چې نوموړی قصدا په پاکستان کې د مېشتو طالب مشرانو په غوښتنه د پاکستان سفر کې ملا برادر له ځان سره نه و بیولی، ځکه د هغه په اړه د طالبانو په صفونو کې اختلافات زیات شوي دي او دغه ډله فکر کوي چې ملا عباس چې په یوه اندازه انګلیسي پوهېږي، له امریکا سره د طالبانو پر سر معامله کوي او غواړي چې له خلیلزاد سره د پخوانۍ اړیکې له مخې ځان د طالبانو تر رهبرۍ ورسوي.

په هغه او ځینو نورو طالب مشرانو د طالب نظامي څانګې له لوري تور دی چې په دې وروستیو کې یې د معاملې له مخې ګڼ طالب قومندانان، والیان، نظامیان، د استخباراتو مسوولان پر امریکایانو او افغان نظامیانو وژلي دي.

په پاکستان کې د شل ورځو لپاره پاتې شویو  طالب مشرانو په اړه ویل شوي چې د جنرال حمیدګل د مېرمنې په مړینه یې هم د هغه له کورنۍ سره خواشیني ښودلې او فاتحې ته یې ورغلي وو.

د سرچینې په حواله طالب مشرانو په پاکستان کې له هغو افغان طالب قلموال سره هم کتلي دي چې د نن ټکي اسیا او امت ورځپاڼو په څېر رسنۍ د طالبانو په ګټه رهبري کوي.

هغه طالبان چې په پاکستان کې له ملا برادر او قاري امیرخان متقي سره یو ځای شپې کړې دي په دوی کې ملا حنفي، ملا محمد نبي او نور طالب مشران هم شامل دي.

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو بیا د افغان حکومت او په پاکستان کې د طالب مشرانو د پاتې کېدو په تړاو ټول راپورونه رد کړي دي او وايي، د دوی طالب پلاوی لا وخته بېرته قطر ته رسېدلی دی.

4 thoughts on “ملا برادر او ورسره طالبانو ۲۰ ورځې په پاکستان کې څه کول؟”
  1. د انګریز ولد زنا اسلام برباد سره مینه اوس د جاهل وحشي عرب سري بې وطنه پهټاني د فطرت برخه ګرځېدلې. خبره د فطرت ده، دوی ملامت نه دي

  2. طالبانو د اسلامی امارت دپاره له هیرا دارالعلوم څخه مشوره اخیستله او له بل خوا خپلو کورنیو سره د لیدنی او تفریح دپاره شل ورخې په په کونو کی وو!

  3. طالبانو د اسلامی امارت دپاره له هیرا دارالعلوم څخه مشوره اخیستله او له بل خوا خپلو کورنیو سره د لیدنی او تفریح دپاره شل ورخې په په کورونو کی وو!

  4. په پاکستان کې د شل ورځو لپاره پاتې شویو طالب مشرانو په اړه ویل شوي چې د جنرال حمیدګل د مېرمنې په مړینه یې هم د هغه له کورنۍ سره خواشیني ښودلې او فاتحې ته یې ورغلي وو.

    د سرچینې په حواله طالب مشرانو په پاکستان کې له هغو افغان طالب قلموال سره هم کتلي دي چې د نن ټکي اسیا او امت ورځپاڼو په څېر رسنۍ د طالبانو په ګټه رهبري کوي.

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *