تاند، چهارشنبه، د حمل ۶مه: رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو د طالبانو له سیاسي مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر  سره په قطر کې د امریکایانو په یوه پوځي اډه کې کتلي دي.

رویټرز اژانس د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، په دغه ۷۵ دقیقې لیدنه کې د مایک پامپیو لپاره جدي تدابیر نیول شوي و چې د کورونا ناروغي ور ونه رسېږي.

دا کتنه، چې د بندو دروازو تر شا شوې ده او مایک پامپیو ترې وروسته د افغان حکومت پر ضد اعلامیه هم ورکړې، ښيي چې طالب مشران پوځي اډو ته په ورتلو له امریکایانو سره هر ډول جوړجاړي ته اماده شوي دي.

د دې لیدنې جزییات چې طالبانو ظاهرا د موافقې د عملي کېدو په اړه په کې ټینګار کړی، امریکایانو لا نه دي خپاره کړي او پټ ساتل شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم خبر ورکړی و چې په نږدې راتلونکي کې د امریکا ولسمشر ټرمپ هم غواړي چې له طالبانو سره په خپله یوه نظامي اډه کې لیدنه وکړي.

طالبانو ویلي، مایک پامپیو ورسره په خبرو کې ټینګار کړی چې د سولې د هوکړې جدي تطبیق به راتلونکي اسلامي او سیاسي نظام، افغاني مذاکراتو، دایمي سولې او اوربند ته لاره خوشې کړي.

خو طالبانو ویلي چې دامریکا د باندنیو چارو وزیر ورته ویلي چې د سولې د موافقې له مهالوېش سره سم به امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي.

One thought on “ملا برادر له پامپیو سره د امریکا په پوځي اډه کې کتلي”
  1. راشی که یی ګوری ! د طالبانو مشران چه خپله ډله یی د اسلام او شریعت پتنګان بلل او د اشغال په ضد یی د جهاد ډنډوره غږوله ، اوس د همغه اشغالګرو په نظامی اډو کی ښکته پورته کیږی او په همدغه نظامی آډو کی طالب مشران د اشغالګرو میلمانه وی ، او د امریکائیانو سره یی ددوستی لاس ورکړی ، او د بندو دروازو شاته ګډی منسوبی جوړوی ، خو برعکس د خپل مسلمان ملت هره روځ وژنه بیا خپل شرعی او جهادی مسؤلیت بولی ، او د افغانانو په خونریزی ځانته جایزه کړی ، د مثال په توګه دوی روځی مخکی په زابل کی د ملی اردو سرتیری په ډیر بی رحمانه توګه شهیدان کړل او بیایی څو مړیو ته اور هم واچاوه ، اوس نو د افغانستان ملت باید ښه قضاوت وکړی چه طالبان څوک دی ؟ نو آیا د افغان امنیتی او دفاعی قوتونو او افغان ملت د پاره د طالب خونخواری ډلی په ضد جهاد او قیام فرض نه دی ؟

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *