ملا برادر ته دا منسوب عکس پاکستاني رسنیو په ځلونو خپور کړی او ویلي یې دي چې دا عکس د نوموړي دی

  عبدالغنې  په ١۹٦٨ لمريز کال د سويلي ولايت اروزګان په دهراوود ولسوالۍ کې زېږېدلى، په ديني مدرسو کي يې زده کړې کړې، خو سياسي فعاليت دې ته نه دى پرېښې چې خپلې زده کړې بشپړې کړي. دى په سياسي فعاليتونو کې له ورګډېدو وروسته په ملا بردار مشهور شو او له اره په پوپلزي  پښتنه قبيله پورې اړه لري. ياني هغه قبيله چې په کندهار کې استوګنه لري او ولسمشر کرزى هم له همدې قبيلې سره تړاوو لري.

  د شوروي يرغل پر وړاندې د افغان جهاد پرمهال ملا بردار د مولوي يونس خالص په مشرۍ د اسلامي حزب پرليکو کې د کابل واکمن رژيم او روسي لښکرو پر وړاندې جنګېده، کله چې په ١٩٩٤کې د طالبانو تحريک رامنځته شو، نو ملا بردار يې د هېواد په لوديځ او کابل په جګړو کې د لومړيو ليکو مخکښ قوماندان و.

  هغه مهال چې امريکا او نړيوالې پوځي ټلوالې په افغانستان کې دالقاعدې ډلې په مشر اسامه بن لادن او طالب واکمنۍ هوايي بريدونه پيل کړل، دى د دفاع وزارت مرستيال و، خو د امريکا له خوا د طالبانو تر پرځېدو وروسته د ملا محمدعمر اخند د مرستيال په توګه وټاکل شو.

ملاعبدالغني بردار چې اوس يې عمر ٣٥ کاله کېږي يو له هغو څلورو کسانو څخه دى، چې په ١٩٩٤ کال يې د ملا محمد عمد اخند په مشرۍ د طالبان رامنځته کړل.د طالبانو پيروان ده په خپله ډله کې ديوه متفکر مغزپه سترګه ګوري، چې په پاکستاني ديني مدرسو کې يې ديني زده کړه کړې او د طالبانو په ډله کې دجګړې مهم قوماندان هم و.

کله چې په ٢٠٠١ زېږديز کال امريکا په افغانستان بريدونه پيل کړل او د طالبانو رژيم رانسکور شو، نو ملا برادر د کوېټې شورا ته ولاړ، هغه شورا چې د طالب واکمنۍ له نسکورېدو وروسته د طالبانو تر ټولو لوى تشکيل بلل کېږي.

 پخوا داسې راپورونه هم خپرېدل، چې ملا برادر د ولسمشر کرزي له کشر ورور احمد ولي کرزي سره اړيکه درلوده، احمد ولي کرزى له ٢٠٠٥ کال څخه تر ٢٠١١زېږديز کال پورې د کندهار  ولايتي شورا رييس و، چې وروسته بيا په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو.

ويل کېدل، چې دى د طالبانو مشر ملامحمدعمر ته تر ټولو نږدې او باروي کس دى. نوموړى په ٢٠١٠ کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې دامريکايي ځانګړو ځواکونو او پاکستاني څارګرې ادارې په ګډو عملياتو کې له خپل کوره تر نيول کېدو وروسته زنداني شو.

  نوموړى څه موده وړاندې د افغان او پاکستاني چارواکو تر خبرو وروسته د پاکستان پر وينا ازاد شو. ملا بردار ته ځينو نږدې سرچينو او له پاکستاني زندانونو خوشي شوو طالبانو ويلي، چې نوموړي په زندان کې له عصبي نا راحتۍ او غوسې سره مخ شوى دى، پخوانى حوصله او زغم نه لري او ددې ترڅنګ له لوړ شکر سره هم مخ شوى دى.

◄ دا ليکنه په باور ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

5 thoughts on “ملا برادر څوک دى؟ – خليل تسل”
  1. محترم تسل صاحب! برادر په ۱۳۶۸ لمریز کال کښی زیږدلی دی او روسان په ۱۳۶۷ لمریز کال کښی دافغانستان څخه وتلی دی ، نو ده څنګه جهاد کړی دی؟ لطفآ جواب راکړه.

  2. Looks like there is a mistake in his date of birth. if born in 1368, how could he fight in Mala Khalis groups while Soviet Union forces withdrew in 1369? Even if he is born in 1968, he cannot be 35 years old now. instead, he would be 45 years now as 2013 – 1968 = 45.

  3. د ليکنې لوستونکو ته سلامونه! په ليکنه کې د کال له اړخه يو څه تېروتنه شوې، ما ددې ليکنې له خپرېدو سره سم د تاند ادارې ته لاندې اېمل ليکلى، هغه ده چې دا تېروتنه مو له بښنې سره اصلاح کړئ.
    __
    د ملا بردار څوک دى ليکنه کې د هغه د زېږېدنې کال ١٩٦٨ ميلادي دى، خو په تېروتنه١٣٦٨ لمريز ليکل شوى که سمون په کې راشي نو ښه به وي ، پله دا چې په دې حساب يې اوسنى عمر ٤٥کاله دى، نو که ليکنه کې دا سمون راشي او يا هم دا بڼه له سره خپره شي، نو زياته مهرباني په مو وي.
    تسل

  4. تسل صاب دا عکس چې تا د ملا برادر په نوم د لیکنې سره نښلولی، د ملا برادر ندی، دا د سوات د سیمې یو مولوي دی، چې پاکستانیو ځواکونو ونیو، هیله ده چې دقیق و اوسۍ په بښنې سره …

    1. دا عکس ممکن د بل چا وي خو پاکستاني رسنۍ یې د ملابرادر په نوم خپوري. که عکس کلیک کړئ پرې لیکل شوي چې ملا برادر ته منسوب عکس

ځواب ورکول khalil tasal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *