تاند- ملا منصور داد الله، چې د طالبانو د تحریک د مشر په توګه له ملا اختر محمد منصور سره مخالف دی، اعلان وکړ چې د «امارت» چوکۍ د پاکستان له لوري وېشل کېږي.
دی وايي چې د پاکستان استخباراتي ادارې یا آی ایس آی له ده څخه غوښتي و چې د دوی لپاره کار وکړي خو ده یې غوښتنه رد کړه.
د ملاداد الله په وینا، پاکستان ده ته د خپلو ملي ګټو خلاف د کار کولو په بدل کې د طالبانو په تحریک کې د ستر رول وړاندیز کړی دی.
ملا داد الله دا څرګندونې په یوه ۱۷ دقیقه يي ویدیو کې کړي چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې ده.
په ویدیو کې داد الله، چې توره لونګۍ یې پر سر ده، د نورو طالبانو په منځ کې لیدل کېږي، ځیني وسله وال هم لیدل کېږي چې د طالبانو بیرغ یې په لاس کې دی.
په ویدیو کې د نورو طالبانو ویناوې هم ښودل کېږي.
دی وايي، کله چې یې د طالبانو له پخواني مشر ملا محمد عمر سره لاره جلا کړه، ځیني ټیټ کسان د امیرالمومنین په نوم راپورته شول او ځیني غیرصادق کسان وګومارل شول.
دی همداراز وايي چې دغو کسانو په نامشروع ډول معلومات له ملاعمره پټ ساتل.
ملاداد الله زیاتوي:«اوس موږ اختر محمد منصور نه منو.»
ده له ملا منصوره وغوښتل چې د ملا عمر د مړینې، ښخولو او قبر په اړه جزییات ښکاره کړي.
ملا داد الله وايي چې د اختر محمد منصور کسانو دوې اوونۍ مخکې په زابل کې پر ده حمله وکړه خو ده خپلو جنګیالیو ته وویل چې له هغوی سره جګړه ونه کړي.
تردی هم بتر شی الله لوی زات دی ددی مظلوم ملت ازار به مو ووهی او هم به انشاءالله به قیامت کی مختورن یاست الله مو خه او بد دواړه تبا کړه چی دا ملت درنه بیغمه شی
داسی معلومیږی چی الله پاک نور دافغانانو دعا قبوله کړی اوس ددی امید پیداشوی چی په قرار قرار به طالبان دباکستان په رزالت پوه او اګا ه شی او دحقیف په درک کولو به دپاکستان دلاس وهنو په مقابل کی لکه دغر ودریږی د ملامنصور دادالله په شان نور طالبان به هم راپیدا شی او باالاخره به خبره دی ته ورسیږی چی افغانان به پخپله خپل مسایل سره حل کړی او په نتیجه کی به پاکستان په خپلو شومو اهدافو کی مخ تورن شی ځکه همدا پاکستان دی چی مونږ ته زمونږ بچیان زمونږ دوژلو لپاره رالیږی ترڅو خپل هدف ته پری ځان ورسوی
دا را فور خو دتاند له لاری دوه اونی مخکی خفور شو بیا څه ضروت وه
كه چيري پاكستان يو قانوني دولت اوسي .
-كه چيري نواز شريف يو قانوني وزير اعلي اوسي
اوس دي وأوري دملا منصور داد الله خبري .
اوهم دي قضاوت وكړي دخپل وزير داخلي ،په بي أساسه او بي پا ءي خبرو ته چه افغان دولت ته ءي سپكا وي كړي دي .