اسلام‌اباد کې د طالبانو د رژيم سفير ملا عبدالسلام ضعيف

تاند- په اسلام اباد کې د طالبانو پخوانی سفیر وايي، که له طالبانو سره د سولې خبرې ونه شي، د افغانستان جګړه به پای ته ونه رسېږي.

ملا عبدالسلام ضعیف له الجزیرې تلویزیون سره په مرکه کې وویل، پر طالبانو د فشار او جګړې په اړه د امریکا پرېکړه به یوازې جنګ نور هم پراخ او اوږد کړي؛ نو ښه دا ده چې دا مسله د خبرو له لارې حل شي.

ښاغلي ضعیف دا څرګندونې وروسته له دې وکړې چې د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ وویل، نور له طالبانو سره خبرې نه کوي.

په اسلام اباد کې د طالبانو پخواني سفیر الجزیرې ته وویل«هماغسې چې پخوا هم لیدل شوي، طالبان به جګړې ته دوام ورکړي، تر دې ښه دا ده چې د یو بل خبرې سره واوري او خبرې سره وکړي.»

ده وویل«که امریکا پتېلې وي چې په افغانستان کې پاتې شي او جګړې ته دوام ورکړي له ماتې سره مخامخ شي. باید افغانان پرېښودل شي چې د خپل کلتور او دیني عقایدو پر اساس د خپل هیواد د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي.»

طالبانو په ځلونو د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت وړاندیزونه رد کړي دي.

پاکستاني رسنیو په وروستیو کې وویل چې د طالبانو د قطر د دفتر پلاوي په مري کې له پاکستاني چارواکو سره په خبرو کې وویل چې د افغانستان له حکومت سره خبرې نه کوي.

ښاغلي ضعیف په دې باب څه نه دي ویلي چې طالبانو په ځلونو د سولې خبرې رد کړي دي.

له بلې خوا په واشنګټن کې د پاکستان سفیر عزیز چودري وویل، د افغانستان حکومت باید ټولې ډلې د سولې په بهیر کې شریکې کړي او طالبان په دې خبرو کې ګډون وکړي.

8 thoughts on “ملا ضعیف وايي، باید له طالبانو سره د جنګ پر ځای خبرې وشي”
  1. dear zaeef sahib salamoalikum;i hope to be healthy;
    dear zaeef sahib in past 16 years talibs could not get power,before that mybe
    they get power by help of isi malicia,
    right now afghan army police become more stronger then ever,
    my question;is this possible talibs become in power of afghanistan
    THEY CAN KEEP THE GOVERNMENT?,
    what is benefit for talibs to keep this long war ,
    they have sensation about this nation/special poor,children/womens,
    if us force stay in afghanistan.this is good for afghans,
    with out us force every day one gun man/war loard will stand up and treat the government,
    TALIBS MUST STOP ANY MORE KILLING AFGHANS,THANK S

  2. طالب کله خبری کوی. تعجب خبره ده تول طالب فکره خلک همدا وایی له طالب سره باید خبری وشی. طالب ته نه وایی چی خبری وکری

  3. د بشریت دشمنانو!! د کومې سولې خبرې کوئ؟ دهغه سولې چې صلاحيت يې د پنچابيانو په لاس کې دي. تاسو د سولې صلاحيت نه لرئ. تاسو لکه جنګي سپیان ميدان ته راوړل کېږي، په غاړو مو د پاکستاني ای اس ای رسۍ ګانې تړلي دي او په هر چا يې چې وړاندې کړي همغه داړي. تاسو ته انسانيت، بشريت، اسلاميت، او افغانيت هيڅ مطرح نه دی. لږ وشرمېږي که د شرم په نوم کوم څه پېژنئ. د پاکستان له اجازې برته بولې هم نشې کولای

  4. جنګ د حل لاره نده که دا نیم افغانان سره یو بل ووژني بیا به هم خبرو ته کیني او مشکل به د خبرو د لارې حلوي. سوله د اسلامیت اوافغانیت لاره او کلتور دی. خو دلته مشکل پدې کې دی چې دواړه طرفه واک د اصلي خلکو سره ندی، یو خوا ناتوانه دولت او عام خلک دي او بله خوا وحشي طالب دی. طالب یو خوا ځان مسلمان او حق په جانب ګڼي مګر کارونه د لیوني سپي کوي. د لیوني سپي هم علاج او واکسین شته خو ددوی هیڅ علاج نشته. پداسې حال بیا څنګه سوله شونې ده. د انسان او حیوان په منځ کې خو دخبرو لاره هم نشته، ددوی دې کارونو ته چې وګورې بیا خو حیوان هم په دوی شرف لري.

  5. خو طالبان خبرې نه کوي
    طالبان داسې دي لکه دغه شی، څو چي لاس پری وهی دومره پورته کیږي

  6. اسلام اعلیکم ملاصاحب۩ هغه طالبان چې د افغانستان او افغان ولس په ضدجنګیږي، هغوي په پښتونه پوهیږي اوزمونږحکومت په پنجاپۍ، ایرانۍ اوروسۍ ژبه۰ دوی ته د ټرمپ ژبه پکار ده۰ د طالبانوجنګ له یوه ستړي ولس سره دی نه له کفاروسره، کني لاهورخوله[چټلو]ډک دی۰

  7. ملا صیب خو ښه ویلي دي او دا فرمایش چې وایي:
    « . باید افغانان پرېښودل شي چې د خپل کلتور او دیني عقایدو پر اساس د خپل هیواد د برخلیک په اړه پرېکړه وکړي. » د تآمل وړ ده .
    خو زما پوښتنه داده چې افغانان خپلې ستونزې د خبرو ، جرګو او مرکو له لارې حل کوي اما طالبان بیا نه جرګه پېژني ، نه مرکه او نه کلتور. دوي له افغانانو سره خبرې نه کوي . دوی یواځې دالر او زور پېژني .
    ایکاش طالبانو دا افغاني خصوصیات درلودلي ، نن به هرڅه حل و.
    طالبان یواځې د خپل افغان ورور خصوصا د پښتنو د وژلو لپاره تربیه او روزل شویدی.

ځواب ورکول سلبمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *