اسلام‌اباد کې د طالبانو د رژيم سفير ملا عبدالسلام ضعيف

تاند- د طالبانو د واکمنۍ په مهال په اسلام اباد کې د افغانستان پخوانی سفیر ملا عبدالسلام ضعیف وايي، پاکستان د دې لپاره چې افغان طالبان د سولې په پروسه کې ګډون ته وهڅوي د دې ډلې څو مشران نیولي دي.

ښاغلي ضعیف د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي«پاکستان پر طالبانو فشار زیات کړی دی خو طالبان به هغه څه ونه مني چې پاکستان یې ورڅخه غواړي.»

ملا ضعیف همداراز ویلي«طالبان د پاکستان او ایران په شمول د بل هیواد په وسیله هیڅ راز جوړجاړی نه مني، دوی غواړي چې مسله د نورو له دخالته پرته له امریکا سره د خبرو له لارې حل کړي.»

ده دا څرګندونې په داسې وخت کې پاکستانۍ ورځپاڼې ته کړي چې پاکستان د امریکا تر سخت سیاسي او مالي فشار لاندې دی او له راز راز حربو کار اخلي څو دا فشارونه کم کړي.

د چارو ځینې کتونکي په کابل کې له افغان چارواکو سره د پاکستان د صدراعظم وروستۍ موافقې هم د فشارونو د کمولو لپاره یو تاکتیک بولي.

ضعیف سره له دې چې په دې اقرار کوي چې د طالبانو مشران په پاکستان کې دي او پاکستان څو تنه نیولي هم دي خو په دې اړه یې څه نه دي ویلي چې طالبان په کوم جرات د پاکستان د اوامرو سرغړونه کوي.

پاکستاني چارواکو له امریکايي چارواکو سره په کتنو کې تل په دې اصرار کړی چې امریکا دې له طالبانو سره د افغانستان د راتلونکي نظام او حکومت پر سر خبرې وکړي.

د افغانستان د سولې د عالي شورا د دارلانشا ريیس او د ولسمشر غني سلاکار اکرم خپلواک په وروستیو کې په زغرده وویل چې طالبان دې له هیواده د بهرنیو پوځیانو د وتلو د مهالوېش په اړه له افغان حکومت یا د سولې شورا سره خبرې وکړي.

9 thoughts on “ملا ضعیف: پاکستان څو طالب مشران نیولي”
  1. یره له دغو ملایانو نه احمق خلک نشته، دا بدبختان فکر کوي چې د افغانستان واکمني د دوی د مور او نیا میراث ورته پاتې و او باید بېرته ور وسپارل شي.‌ د دله زامنو خو جنګي حالات ول یو وخت رباني واکمن و بل وخت او بل ځای بل و پسې بل و او ټول جنګي ګروپونه ول پسې تاسو بدمعاشي وکړه او واک مو ترلاسه کړ خو د څو عربانو لپاره مو ټول افغان وطن د پردیو د جنګ میدان وګرځاوه. اوس چې د نظم او نظام یو نیم نیمچه سټرکچر جوړ شوی د دې پرځای چې دا بدبختان په سیستم کې ورداخل شي جوړ سیستم خرابوي او ځانونو ته بیا بل داسې کثافت جوړوي چې د مخکې په څیر به په مهمو دفترونو کې د پاکستان د کوډ ټیلیفونونه لګوي او بیا به افغانستان د پاکستان پنځم ایالت جوړوي

  2. بد کوی چه طالبان نه غواړی دپاکستان یا ایران خبره ونه منی

    طالبان د پاکستان او ایران داجازی نه بغیر یوقدم نشی اخستلی. دوی پخواه هم غلامان وه او اوس هم

    ضعیف چه نوم یی ضعیف دی، دی خپله هم ضعیف دی، دلته ناست په کابل کښی یی، دحکومت او خلکو خیرات خوری، او بیا دطالبانو استازی توب هم کوی

    دومره بی زایه خبری یی کړی، چه ته به وایی طالبان کوم ازاد او خودمختاره خلک دی،

    که ځانونو ته مجاهدین یی ویل، که اوسنی طالبان دی او که داعش دا ټول مزدور خلک دی
    اوس خو ټوله دنیا درباندی خبره ده چه جوړ کړی پاکستان یی، او اوس هم دهغوی دامر نه بغیر تشناب ته هم نشی تللی

    وطن مو تباه اوبرباد کړو

    دعربو لپاره
    دایران لپاره
    او پاکستان لپاره

    دنیا مو هم خرابه کړه
    او اخرت هم

  3. ملا ضعیفه!ه
    ته خو په رشتیا ضعیف یي!
    باکستان دغه مزدوران ددی د پاره نیولی چی بیا یی په مغزو کی خپل سیاست ور پو کړی!ا مونږ ته خو ستاسی غلامی پوره معلومه ده!ا دپاکستان له امره پرته تشی متیازی هم نه شی کولی!ا اوته زمونږ په سترګو کی خاوری را بادوی!ا ارام چیرته کشینه!ا مه ځان شرموه او مه وطن!ا

  4. دا یې ملاضعیف د اخندانو د دورې لوي سفیر او دملاعمر فوق العاده استازي په چټلستان کې.
    دغه ا… ملا تر اوسه خپلې اوپردۍ ګټې نه پېژني ، په هغه وخت کې چې دی سفیر و ، څه ګلان به یې کرلي وي؟
    د افغانستان عظیم اکثریت له جنګ نه ستړي دی ، دوي نه غواړي چې اولادونه یې د اور د لمبو خوراک شي، په جنګ کې زمونږ ملي سرمایه ، لارې ، سرکونه ، دفترونه ، ځنګلونه ، کروندي ، حیوانات ، دولتي اوشخصي ماڼۍ ، د اوبو بندونه او هرڅه له منځه ځي، زمونږ د هېواد طبعیت تغییر کوي او کال په کال د اوبو سطحه را ټیټیږي، وچکالي دوام پیدا کوي ، فابریکې تړل کيږي. ملي سرمایه او د ټولنې ځوان او روڼ آندي قشر له هېواده فرار کوي.
    آخند د دې پرځای چې هېوادوال سولې ته دعوت کړي او قرآني هدایت عملي کړي ، د آی ، اس، آي ډول ته څڼې اچوي ، هغه ډول ته چې کالې یې ترې وکښل او لوڅ لپړ یې په امریکایانو خرڅ کړ. وایې له بېدینه سره بد مذهبه پوهيږي. ستاسو د حجر د دورې کورمغزو سره همدا ظالم او بې رحمه ملا آی اس آی ښه جوړيږي.
    له دغو بې مسلکه آخندي ، چړي سفیرانو او استازو نه لکه ملا ضعیف آخند ، ملا شیر محمد عباس ستانیکزی آخند ، ملا شهاب الدین آخند او …. نه هېڅ نه جوړیږي. رښتیا یې ویلي: دغه دیګ ، دغه یې آش.

  5. talibs brain is full of garbage/the don,t have any human sensation about the
    children/womens and poor of our peoples/
    every day we lost youngs generation from country/
    only afghans can bring peace to this country.
    IF TALIBS THINK THEY WILL GET POWER IN AFGHANISTAN,NEVER.
    TALIBS MUST SPEAK WITH AFGHAN ELDERS/RELIGISTELDERS,
    AND AGREE TOGETHER WITH ONE WIDE AGENDA/
    POWER IS WITH OUR PEOPLES/NOT WITH AMERICA/RUSSIA.
    OUR PEOPLES NEED TO SECURE AND SAFE LIFE.THANK YOU

  6. ملا ضعیف وایي:
    طالبان د پاکستان او ایران په شمول د بل هیواد په وسیله هیڅ راز جوړجاړی نه مني، دوی غواړي چې مسله د نورو له دخالته پرته له امریکا سره د خبرو له لارې حل کړي.»
    ایا هغه طالبان چې اوسي په ایران او پاکستان کې، د ایران او پاکستان نه مني؟
    ملا صاحب ولې سپینه خبره نه کوې چې طالب صرف د جنګ اوږدېدل، د افغانستان ړنګېدل او د وحشت د دوران غزول غواړي. له امریکا سره هم دی ځکه خبرو ته ځان تیار ښیي چې امریکا ورسره خبرې نه کوي. اصلا د ملا ضعیف په شمول طالبان کله په یوه انساني او اسلامي بحث کې د خبرو منطق لري. دوی خو هماغه خلک دي چې د سر غوڅولو د ویدیوګانو له لارې خلک ویروي او مفتې ډودۍ خوري.

  7. د پردی ملک د اجنټانو آخر پای همدا وی چی خپل خلک پری مړه کړی، خپل غښتلی او باتوران پری خاوری کړی، ګل غوندی ملک پری وران کړی، خپل ځوان نسلونه پری بیسواده کړی بیا یی سپک ورک، او په خره سواره کړی او د تورو تنبو شاته یی ټیل وهی. نو هر سړی باید د خپل وطن د سپی سره مینه ولری سړی خو یی پر ځای پریږده

  8. سلام
    عجيب فرهنك دي سليمان لائق له يوي حول د بأنور ملت أوغني خان بالي هو له بلي خوا تَر اوسه د بلشويك انكلاب آه زمن ذي
    دا شو جلي
    ملا ضعيف أو سياست دا خه دول فتوا ده به كرم تولكي كي بي د هيواد به كجه دبلوماسي كري سفا رتونو كي خو د حكومت شُشِنْق كأنه وبجه كأنه لا دليسي فارغان كاركوي
    دا شو راستي
    راغلو د حامد خان شوق ته أوس بوتين نه مرسته غواري بي غيرته بخواني ولس مشر ولس دي تباه كَر أوس د روبلو به لته كي شوي شرم أو حيّا خو دبشتنو فرهنك جوروي

  9. دا زموږ ګران وطنوال ولی پدې تریخ حقیقت اعتراف نکوی چه زموږ د ټولو غمیزو شاته د انګرېز خبیث لاس ښوری

ځواب ورکول تراب خان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *