تاند- په داسي حال کې چې په افغانستان کې د ولسمشرۍ او ولایتي شوراګانو د انتخاباتو وخت په رانژدې کېدو دی، د طالبانو مشر ملا محمد عمر انتخابات مردود او د وخت ضایع کول وبلل.

د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې ملا عمر، چې د اوسېدو ځای یې څرګند نه دی، نن /سې شنبه/ په یوه پیغام کې ویلي:«د ۲۰۱۴ کال د انتخاباتو په نوم په ډرامې به زموږ خلک ونه غولېږي او نه به پکې ګډون وکړي.»

ده همداراز ویلي چې په دې انتخاباتو کې ګډون د وخت له ضایع کولو پرته بل څه نه دي.

«د ۲۰۱۴ ميلادي کال د انتخاباتو په نامه د غولوونکې  ډرامې  په  لړ  کې به ځانونه ستړي اوشریک نه کړي ځکه زموږ متدین او مجاهد ولس پوهيږي چي  اصلي ټاکنې په واشنګټن کې کيږي او دغه تش په نامه  واکمن دولس په رايو نه، بلکې د واشنګټن په خوښه  ټاکل کيږي، په دا ډول انتخاباتو کې ګډون دوخت له ضياع  پرته  بله  نتېجه  نلري

ملا عمر دا پیغام یوازې څو ورځې وروسته له دې وکړ چې د ولسمشر کرزي له خوا د انتخاباتو د خپلواک کمیسون نوي غړي وټاکل شول او د انتخاباتي کمیشنرانو ترمنځ د ټاکنو په نتیجه کې یوسف نورستاني د ټولټاکنو د خپلواک کمیسون ريیس غوره شو.

طالبان د ۱۳۹۳ لمریز کال د حمل د شپاړسمې (د ۱۳۱۴ م کال مې میاشت) د انتخاباتو تر ټولو لوی خنډ بلل کېږي. د ډېرو په باور دا ځل به هم طالبان په ځانګړي ډول په پښتني سیمو کې خلک پرې نږدي چې رایې استعمال کړي.

د ځینو راپورونو له مخې د افغانستان د شمال په پښتون مېشتو سیمو کې هم سر له اوسه ناامني په زیاتېدو ده.

د تېر ځل د ولسي جرګې او ولسمشرۍ په انتخاباتو کې هم ورته کار شوی و.

سره له دې چې د طالبانو د ګواښونو له کبله د سراسري انتخاباتو تمه نه کېږي خو د انتخاباتو مسوولان او نړیواله ټولنه وايي، تر دې چې واک له غیرقانوني لارو انتقالېږي بهتره ده چې حتي د کم شمېر خلکو په رایو خو په قانوني لارو له حامد کرزي څخه نوي ولسمشر ته واک ولېږدي.

5 thoughts on “ملا عمر انتخابات مردود او د وخت ضایع کول وبلل”
  1. پنجاپ غواړی چی له دی لاری د شمالی ټلوالی وګړی په راتلونکو ټولټاکنوکی بریالی کړی.دا خبره د ټلوالی سره مرسته ده

  2. سلامونه گرانو هيوادوالو! د خانزاده ملاء عمر اخوند له خبرو داسي معلوميژي چه د پشتنو واك اختيار قدرت او شتمني په خپل لاس د شمالي تلوالي جنگسالارانو ته تحفه وركي او دي په غاروكي لكه انجينر صاحب حكمتيار سرگردان وي. عيشونه او مزي د ده شمال قاتلين كوي او پشتانه د در پدر او خاوري په سر گرزي. لكه دا ١٢ كاله چه تير شول نور به هم داسي په خوشبختي كي تيرسي. وسلام …..

  3. ټولو ته سلام: د ملا عمر پیغام نورو رسنیو هم لږ لږ راخستی. ما په نیټ کی ولیدو بعضی ډیری ښی او نوی خبری پکښی شاملی وی خو ټول می پیدا نه کړی شو. له تاند څخه هیله کوم چی دا پیغام که ټکی په ټکی نشر کړی نو ډیره به ښه وی او زموږ د استفادی وړ به وګرځی. مننه

  4. ګلبدین هم د اختر په مناسبت د مبارکی پیغام را کوي او ملامحمد عمر یه هم راکوي. نه پوهیږو د چا مبارکي لومړی قبوله کو. ویني مو دواړه ښاغلې په ښه اخلاص سره را تویوي. د قدر په شپه یه ښځې کونډې او ماشومان یه یتیمان کړل راته اوس د نهو ماشومانو هغه کورنیو ته د مبارکي پیغام ورکوي چي ددې اختر په سهار د خوشالیو او زیریو پرځای د سترګو نه ویني تویوي.

  5. ټولو دوستانو ته احترامات!
    په دې کې خو هیڅ شک نه شته چې ملا…. په خپله یو مردود انسان دی بلکې زه خو یې په انسانیت کې هم شک ګڼم هغه دا چې د ډېرو بې ګناه مجاهدو افغانانو ژوند یې د پنجابي د دفاع په خاطر واخیست. په هر حال ملا ړوند زمونږ خدای نه دی چې ده ته به سجده کوو. افغان ولس یو خپلواک ولس دی د دې حق لري چې خپل ولسمشر په خپله وټآکي او دا حق هم خدای ورکړی او هم قران ورکړی او هم پیغمبر. ملاړوند یو مطلق بې سواده او بې زبانه شی دی په خبرو یې باید و نه غولېږو او نه دا خبرې ده ده. دی لکه د کارټون بل څوک یې ښورېږي هم او اواز هم ورسره بل څوک کوي.

ځواب ورکول تور جان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *