تاند- د افغانستان د دولت د وسله والو مخالفانو مشر ملا محمد عمر خبرداری ورکړ چې د امریکا له متحدو ایالتونو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیک به، چې د روان میلادي کال له پای ته رسېدو وروسته په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو پاتې کېدو ته لار پرانیزي، د نورو جګړو په معنا وي.

ملا عمر د کمکي اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي چې طالبان به جګړه تر هغو بس نه کړي چې وروستنی بهرنی پوځي له افغانستانه وتلی نه وي.

ولسمشر حامد کرزي له امریکا سره د امنیتي موافقې له لاسلیکېدو سره مخالفت کړی خو طالبانو داسي هیڅ نښه نه ده ښودلې چې هغه د کرزي د دې دریځ ملاتړ وي. ښايي همدا علت وي چې د ولسمشرۍ دواړو کاندیدانو ویلي چې که واک ته ورسېدل نو له امریکا سره به دوه اړخیزه امنیتي موافقه لاسلیک کړي.

د ملا عمر په پیغام کې نه دي ویل شوي چې که بهرني پوځیان ووځي، طالبان به جګړه بس کړي. ملا عمر، چې د افغانستان اوسنی حکومت غیر اسلامي بولي، له بهرنیانو غوښتي چې دوی پرېږدي چې په خپل ډول اسلامي حکومت جوړ کړي:«موږ امریکایي  او هغو اروپایي حکومتونو ته چې په افغانستان کې پوځیان لري  یا په راتلونکي کې دلته  دخپل سیاسي نفوذ یا نظامي اډو د ساتلو فکر لري وایو، چې افغانان پریږدئ ترڅو له خپلو دیني او ملي غوښتنو سره سم  یو خپلواک اسلامي حکومت جوړکړي، که تاسو له دوی څخه دحکومت جوړولو دغه  حق سلبوئ، دا نه یوازې ظلم  او دانساني نورمونو پایمالول دي بلکې ستاسو لپاره به یې پایلې هم یوازې هغه  وي چې په تیرو دیارلسو کلونو کې مو ولیدلې، تاسو به اوس دا حقیقت درک کړی وي چې افغان ولس چې تاریخ یي داسلام او خپلواکۍ لپاره له مبارزو  ډک دی، هېڅکله به د پردیو په لاس جوړ شوي حکومتونه ونه مني. »

د امنیتي موافقې د لاسلیکېدو په صورت کې به شاوخوا لس زره امریکايي او شپږ زره نور بهرني پوځیان او روزنکي په افغانستان کې پاتې شي چې افغان امنیتي ځواکونه وروزي او په سختو حالاتو کې د دوی ملاتړ وکړي.

 ځیني افغان شناندي وايي، دې ته په پام چې طالبان سولې ته هیڅ راز لېواتیا نه ښيي او حتي دا خبره هم نه کوي چې که بهرني پوځیان ووځي د افغانستان د حکومت د پرزولو هڅه به نه کوي، د بهرنیو پوځیانو د حضور دوام ګټور دی او مرسته کوي چې د افغانستان حالات د عراق په شان کړکېچن نه شي.

ملا عمر د جګړې له پای ته رسېدا سره د اسلامي نظام جوړېدا هم مشروطه کړې ده:« زموږ په باور دافغانستان جګړه هغه وخت پای ته رسیدلی شي چې ټول بهرني اشغالګر له افغانستان څخه ووزي اودلته یوسپیڅلی اسلامي او خپلواک نظام حاکم شي ، ددوی دمحدودو عسکرو پاتې کېدل تر هر عنوان لاندې  چې وي، د اشغال  او جګړې ددوام په معنی دي؛ ځکه هېڅوک په خپله خاوره کې یرغلګر ځواکونه نشي زغملی .»

د طالبانو د تحریک مشر ملا عمر ویلي، که په هر نوم وي د لږ شمېر پوځیانو حضور به د افغانستان د نیوک (اشغال) او د جګړې د دوام په معنا وي.

ده له خپلو جنګیالیو غوښتي چې د ملکي وکړو له مرګ ژوبلو ځان وساتي:«د جهادي عملیاتو په مهال باید دولس د سراو مال پوره خیال وساتئ ترڅو خدای مکړه متضرر نه شي، دملکي تلفاتو دمخنیوي لپاره ټاکل شوې اداره هم باید خپلې مهمې وظیفې ته په ټول جدیت سره متوجه اوسي، ترڅو د ملکي تلفاتو مخه  ونیول شي .»

ملا عمر دا غوښتنه وروسته له دې کړې چې د پکتیکا په اورګون کې په یوې ځانوژونکې حملې کې تر سلو زیات بېګناه ملکیان ووژل شول. او په غور کې پنځلس مسافر په بې رحمۍ ووژل شول. که څه هم طالبانو په لومړۍ پېښه کې لاس لرل رد کړي خو هم چارواکي او هم خلک د تور ګوته طالبانو ته نیسي.

0 thoughts on “ملا عمر: د امنیتي موافقې لاسلیک به د جګړې د دوام په معنا وي”
  1. او که لاسلیک نه شوه، نو د خدای به مخلقوق ق به رحم وکړې؟ ملا عمره ته پوهېږې چې په تاریخ کې او قیامت په میدان به په کوم نوم یادېږې؟ د زرګونو ماشومانو، ښځو، ،ځوانانو او بې ګناه انسانانو قاتل، د ترقي، تمدن او سړیتوب دښمن ، د خپل وطن ورانوونکی ډ، د ګاوڼدیو نوکر، خیرن مخی، خیرن ږیری او خیرن فکری جاسوس.

  2. ملا عمر اخوند او نورو طالبانو،
    له وژلو، له ورانولو، له بم کېښودلو، دګاونډیو له جاسوسۍ، د افغانتسان له ویجاړولو، د علم او مکتب له تباه کولو او لنډه دا چې له وحشته او بربریته پرته نور څه لرئ او څه مو کړي دي؟ تاسې خو هغه کسان یاستئ چې ټول عالم اسلام او انسانیت درباندې شرمېږي.

  3. دپكتيكا او غور پيشي دهغه جنايتكارانو كار دئ چي دادريالس كاله يي په هيچ بي ناموسئ صرفه ونكڑه

  4. د چا نه ګيله کوئ،ددوی خو خپلو بادارانو ته سترګې ټيټې دي په کراتو یې ترې ښځې او لورګانې بندیانې کړي، ځکه خو دومره وفادار دي. څوک چې ناموس نه لري ګيله ترې مه کوئ

  5. له څلورو کلونو راهیسي کله چې د ملاصاحب اختریز پېغام راځي .
    زما زړه ټکان پېدا کوي، او پېغام یې بې څه نه وي
    اوس ملاصاحب بیاڅه پېغام را لېږلی، د څومره بېګناه انسانانو قرباني یې پکښيلېکلي ده او یایې له زړه ایستلي ده
    ملاصاحب! په ورځ د محشر یقین لرې؟
    که یې لرې. کله دا فکر کوې .چې څنګه به د دې بېګناه خلکو د وژني ځواب ورکوې؟
    هغه سخته ورځ کله دریادیږي؟ چې د ملیونونو خلکو لاس ستا په ګریوان کي وي؟
    هو ته په هر څه شه خبر یې، بله لار هم نلرې اخیرت دي په قتل عام خراب کو ، په دنیا کې خو باید لږ د هوسا ژوند کوشش وکړې
    له تانه ګیله نه لرم، له تانه هغه وخت ګیله کېده چې کله افغانی وې او افغانئ وېنه در پکې وه
    زه خبر یم چې افغانئ وېنه یې درنه اېستلي ده
    اوس دي په رګونو کې پنجابي وېنه ده،
    اوس به دغه وېني ته خدمت کوې چې په رګونو کې دي ګرځي
    هغه وېنه چې پخوا دي په وجود کې وه غواړې نوره هم تويې کړې
    بیا هم ګیله نه درنه کوو ځکه تاته به نوي وېنه ډیره خوږه وي
    خو د خدای لپاره افغان سپېڅلی اولس نور په ځان پوري مه تړه
    او ځان د دې اولس نمائنده مه ګڼه
    د اختر په وذځ ورانئ ته زور ورکړه
    همدغه هیله درنه لرو

  6. له څلورو کلونو راهیسي کله چې د ملاصاحب اختریز پېغام راځي .
    زما زړه ټکان پېدا کوي، او پېغام یې بې څه نه وي
    اوس ملاصاحب بیاڅه پېغام را لېږلی، د څومره بېګناه انسانانو قرباني یې پکښي لېکلي ده او یایې له زړه ایستلي ده

  7. له څلورو کلونو راهیسي کله چې د ملاصاحب اختریز پېغام راځي .

ځواب ورکول سروش احمد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *