تاند- د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې د افغان طالبانو مشر ملا محمد عمر په یوه پیغام کې ویلي چې د پاکستاني طالبانو د ډلو ترمنځ خپل منځي اختلافات ډېر دي او دی د سیمې له خلکو غواړي چې د تحریک طالبان پاکستان د سره ښکېلو خواوو ترمنځ ستونزې حل کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپور پر اساس د ملا عمر پیغام پر پوسترونو چاپ شوی او په خلکو وېشل شوی دی.
ملا عمر ویلي د پاکستاني طالبانو په تحریک کې د شاملو ډلو په تېره بیا د حکیم الله مسود او خالد سجنا د ډلو ترمنځ ژور اختلاف شته. ملا عمر ویلي چې دواړه ډلې د طالبانو د تحریک د مشرتابه پر سر جنګېږي.
د پاکستاني رسنیو په وینا، ملا عمر چې په پراخه پیمانه یې درناوی کېږي، د پاکستان له قبایلو غوښتي چې رامخکې شي او د طالبانو د تحریک په منځ کې دا ډول اختلافونه حل کړي.
د پاکستاني طالبانو ویندوی شاهد الله شاهد پرون /یکشنبه/ په پاکستان کې د طالبانو ترمنځ د خپل منځي نښتو خبرونه رد کړل او ادعا یې وکړه چې د طالبانو ترمنځ د خپل منځي نښتو په اړه رسنۍ له مبالغې کار اخلي.
اووه میاشتې مخکې ډیلي بیسټ ورځپأاڼې په یوه راپور کې د افغان طالبانو د کوټې د شورا د غړیو له قوله د ملا عمر د ژوند په اړه یو لړ پوښتنې راپورته کړې وې او ویلي یې و چې که ملا عمر ژوندی وای نو په تېرو دوو کلونوکې به یې لږ ترلږه یو صوتي یا تصویري پیغام خپور شوی و. ډیلي بیسټ لیکلي و چې د کوټې د شورا ځیني غړي او یو شمېر طالب قومندانان فکر کوي چې د ملا عمر په نوم خپرېدونکي اعلامیې نه ثابتوي چې دا دې خامخا د طالبانو د مشر وي.
ملا عمر څو کاله پخوا هم په وزیرستان کې له پاکستاني طالبانو غوښتي و چې د پاکستان د حکومت پرضد له جګړې لاس واخلي او خپل کسان د جګړې لپاره افغانستان ته ولېږي.
زما په آن چې د ملاعمر دی په افغانستان کی د حکومت پرضد له جګړې لاس واخلي او خپل کسان د جګړې لپاره پاکستان ته ولېږي څو د پاکستان د لاری امریکایانو او ناټو ته د لوجیستیکی لاریو مخه د کراچی څخه د ترخم بنده کړی نو امریکایانو سره به د خوړلو او مصرفولو لپاره هیڅ پاتې نشی او پخپله به د افغانستان څخه وتښتی. او په ورته وخت کې دی د پاکستان مرتد حکومت سره هم جنګ وکړی ځکه افغانستان ته د امریکایانو په راوستلو کی پاکستان ۱۰۰٪ لاس لری او ددی حقیقت څخه چې څوک سترګي پټوی نو ښځه به پری طلاقه وی. په افغانستان کي د امریکایانو په لاس د اسلامی حکومت په راپرځولو کی هم پاکستان ۱۰۰٪ لاس لری که څوک یې نه منی نو الله پاک دی په ښځه وشرموی او غټ جاهل به تری بل په دی جهان نه وی