ملا آغا جان معتصم

تاند- د طالبانو یو پخوانی مشر وايي، د افغان طالبانو اکثریت د سولې د خبرواترو غوښتونکی دی خو دوی د خپل نظر څرګندولو ته د سخت دریځو له لوري، چې د دغه تحریک تبلیغاتي ماشین یې په کنټرول کې دی، نه پرېښودل کېږي.

د ګارډین ورځپاڼې د راپور له مخې ملا اغا جان معتصم، چې د طالبانو د واکمنۍ په موده کې د مالیې وزیر و، وویل: په وروستیو کلونو کې د ملامحمد عمر په نوم په خپرو شویو اعلامیو کې د نوموړي حقیقي نظرونه نه دي منعکس شوي.

ده ګارډین ورځپاڼې ته وویل:«له بده مرغه د طالبانو په تحریک کې سخت دریځي او افراطیان شته چې د ملاعمر نوم کاروي. که د ده پیغامونه تصویري (ویدیويي) یا صوتي وای، موږ به پېژندلي وای چې دا ملا محمد عمر دی. خو جګړه غوښتونکو د ده له نومه د کار اخیستلو کنټرول په لاس کې اخیستی دی او خپل پیغامونه د ملا عمر په نوم خپروي.»

ملا اغا جان معتصم دوه کاله پخوا په کراچۍ کې له ویشتل کېدو او ټپي کېدو وروسته د ترکیې په انقره کې اوسي.

ده تر دې مخکې تاند ته په رالېږلو لیکنو کې د سولې او پخلاینې پر امکاناتو او د جګړې د پای ته رسېدو پر لارو چارو خپل نظرونه او وړاندیزونه څرګند کړي دي.

ګارډین ورځپاڼه وايي، له ۲۰۰۱ څخه، چې د طالبانو رژیم پرزول شوی دی، د ملا محمد عمر داسي کره ویدیو یا ادیو نه ده خپره شوې چې ثابته کړي د طالبانو د مشر ده. دې مسلې بېلابېلو ډلو ته موقع په لاس ورکړې چې د ملاعمر په نوم د اقداماتو ادعا وکړي. داسي شکونه او اوازې هم شته چې ممکن د طالبانو مشر پخوا لا وژل شوی یا مړ شوی وي.

خو ښاغلی معتصم وايي چې ملا عمر ژوندی دی خو د طالبانو پر اعلامیو او له بهر سره د تماسونو کنټرول یې له لاسه ورکړی دی ځکه چې د بې پېلوټه الوتکو حملو د ملاعمر ژوند له خطر سره مخامخ کړی او له خپلو پلویانو سره یې د ده د اړیکو مخه نیولې ده.

ملا معتصم وايي، ملا عمر په سختو شرایطو کې، کله یو ځای او کله بل ځای اوسي، خپل، نظر، پیغام او ږغ نه شي خپرولی. د ده نوم په تور لیست کې دی او پرې لویه جایزه اېښودل شوې ده.

ملا اغا جان معتصم وویل:« د طالبانو د متوسطې طبقې او په جګړه کې د شاملو کسانو اکثریت باور لري چې په جګړې مشکل نه حل کېږي. دوی دا مني چې له دې حالته د وتلو او سولې ته د رسېدو لار خبرې دي. طالبان په دې پوهېږي چې که په جګړه کې بریالي هم شي دا به کامیابي نه وي.»

ده زیاته کړه: «که موږ کابل ونیسو حکومت نه شو اداره کولی، لومړنی شی چې موږ به ورته اړتیا لرو ډاکتران او نور په کار پوه کسان دي چې موږ یې نه لرو. له ټولې وینې بهېدنې وروسته بالاخره باید له هغه چا سره ګډ کار وکړو چې راسره جنګېږي.»

معتصم تر ټپي کېدو مخکې د کوټې د شورا د سیاسي کمېټې ريیس و. پر ده په ۲۰۰۹ کال د خیانت تور ولګول شو خو لوېدیځ دیپلوماتان وايي چې معتصم د دې لپاره تورن شو چې د سولې غوښتونکی و.

پر ده د ۲۰۱۱ کال په اګست کې ګڼې ډزې وشوې خو ونه وژل شو او له کراچۍ څخه ترکیې ته وتښتېد.

تراوسه پوري څرګنده نه ده چې پر معتصم چا ډزې کړې وې. لوېدیځوال ګومان کوي چې یا به القاعده او یا هم سخت دریځو طالبانو کړي وي خو دا هم ویل کېږي چې ممکن آی ایس آی کړي وي.

ملا معتصم وايي چې لا هم ځان د طالبانو یو مشر ګڼي او ادعا لري چې د طالبانو په تحریک کې د پام وړ نفوذ لري.

ده وویل:«زه په خپلو طالبانو کې، که هغه جنګیالي دي او که په رسنیز ډګر کې فعالیت کوي، ملاتړي لرم. زه دوی ته سپارښتنې کوم او دوی له ما مشورې غواړي. نه یوازې زه د طالبانو یو مشر یم بلکې یو ډېر فعال طالب مشر یم. زه تر هر چا زیات د ملا محمد عمر نظرونه ښه اجرا کوم. زه به نرم دریځي طالبان سوله ییزې حل لارې ته هدایت کړم.»

ده په انقره کې خپل موجودیت تر پاکستان ښه وباله، ویې ویل:«دلته زه له ښه امنیته برخمن یم او لا په اسانه له تحریک سره تماسونه نیولی شم. په جنوب، ختیځ او لوېدیځ کې له قومندانانو سره په مستقیم ارتباط کې یم.»

د ګارډین په وینا ځینو لوېدیځو سرچینو هم له طالب قومندانانو سره د ملا معتصم اغا جان تماسونه تایید کړي دي.

د ښاغلي معتصم بشپړه مرکه د تاند په انګلیسي ویبپاڼه کې لوستلی شئ.

http://www.english.taand.com

34 thoughts on “ملا معتصم اغا جان: طالبان د خبرو له لارې سوله غواړي”
  1. معتصم اغاجان په طالبانو کی هم په سیاسی اوهم نظامی لارکی وخپلوملګروته ښه افادار اوښه مخکښ معلوم شوی څکه په طالبانو کی بل داسی مشهور کس میداته تراوسه ندی راوتلی طالبان

  2. رشیاهم که موږ لږفکر وکړو دسرو لښکرو دخطمی دو وروسته موږڅه لاسته راوړنی لاسته راغلی هغه مجاهد ولس افغان مواخیر پڅه فساد باندی اخته شواخیر ترکوم حالات پوری ورسیدل ولی هغوکسانو په افغانستان کی جهاد نووکړی هغوکسانو په افغانستان قربانی نوی ورکړی دهغوکسانو یتیمان تراوسه موږاوتاسو پخپلو ستر ګو نه وینو اخیرهغه په زرهاوو جنګی قوماندانان موڅه سول ایا ټول په شهادت ورسیدل :که زما اوستا لخواه په یونه یو نامه باندی بدنام سول :هی افغان ولسه اخیر ترکومه وخته به پرموږ بهرنیان لوبی کوی :موږ اوس هم پدی ښه پوهیږو که طالبان هم په ډیر مشکیل افغانستان کښی قدرت لاته راوړی بیا به هم هغه زوړحالات موږاوتا ستاسو په سترګو ولیدل شی موږاوس ونو چی طالب مشر ان یودبل خبره نه منی اونی په خبره باورکوی څکه چی زموږ اوس داحال دی بیا پرمخ څونه مظل پاتدی :هی افغان ولسه ستاسوسره یوازی اویوازی دپخل ځا ن قدرت غم درسره دی که دټولوافغانانو :که په رشیا ستاسو سره د ټولو افغانانو غم درسره وی هم دانن یی باید وخرو

  3. د ملا عمر د ۲۰۱۲ کال د اډيو خبرو رکاډ را سره سته چې خپلو ملګرو ته نصيحت کوي او ورته وايې چې اعمال مو سم کۍ،ګني دنيا او اخرت به مو خراب وي ۰

  4. اسلام عليكم ورونو او خويندو
    زه به نو سه ووايم چي سوك مي تروريست او سوك مي طالب بولي
    خو پاك افغان يم بياهم ديو چانه ديو چا غلام يم.
    ورونو افغانانو دا سياست مداران او دا وطن پروشان چي زيني په تركيه او زيني په پاكستان كي او زيني هم دلته په لوي افغانستان كي روزانه د خپل وطن بچي وژني او د كوندو يتيمانو حقونه خوري
    نو دي ته بيا كله افغان او دوطن ساتونكي ويلاي سو دا دير د افسوس زاي دي چي دولت إسلامي جمهوري افغانستان لا تر اوسه ورته گوري چي اغاجان معتصيم وايي چي زه لا تر اوسه جنگيالي په تول افغانستان كي لرم او طالب قومندانان دي او زما په أمر دي نو دا خو معلوم داره خبره ده چي د افغان ولس وينه تا توي كريده او هم د نورو پشان د وطن ده ورانه ولو او د وطن د پرمختگ كولو د راگرزولو لاملين ياست ته نه افغان مشر وي نه به يي نه دي منو او زه خپله هم،نو
    نور تا سو قضاوت وكري

  5. السلام علیکم ورحمت الله وبر کاته / محترمو لکه دا ونی چی دصلحی فه هکله خبری دیری ګرمی روانی دی خدای ج وکړی زموږ وطن کی ارامی راشی دا یو شه اقدام دی او فه احسا ساتو چا ته جواب ورنکړو فه شو اخلاقو سره خبری وکړو او جواب مو قنا عت بخشه وی ۰او دا به شه اخلاقی ثابت کړی چی خلق رنګا رنګ زو ریدلی کړیدلی له مختلفو جهتو سخه ۰ بعضی خلق طالبانو زورولی او بعضی نور ددولت چار واکو خو شه خبر به دا وی چی له هر انسان او مسلمان سره اخلاقی او انسانی خبری وشی که تبصره وی که مقاله وی او که له میدیاسره مرکه وی او داسی نور۰۰۰خو کومی لاری دصلحی فه هکله چی شاغلی مولوی معتصم صاحب او دقطر شوری فر مخ وړی کیدایشی فدی کی داسی اسرار وی چی دمسلمانو او خصو صا دافغا نانو فه خیر وی ۰ او هره لاسته راوړنه فه اجتهاد او کوشش سره لاس ته رازی نه فه خوشی نا ستی کیدایشی دا کوششونه خیر را فیدا کړی او بدی غمیزی لری کړی۰ خو شه خبر به دا وی چی تول افغا نان دا احساس زان کی فیدا کړی چی تر سو به زموږ ګران هیواد کی داسی حال وی او ددی دحل لاره به سه وی که موږ فشتانه مسلمان ورونه دیوبل سفکا وی وکړو او سخط تبلیغات فسی ولیکو هیس فه لاس نه را زی او بیا فیشمانی هم را ته رازی خ دابه شه وی چی خلقو ته شی مشوری ورکړو تر سو دمسلمانانو فه خیر وی۰ رازی چی شا غلی مولوی معتصم او دقطر شورای ته شی مشوری ورکړو تر سو زموږ مثبت رایه دنیا ته ورسوی او زموږ دمظلوم ولس دامن او امان لفاره دنیا وال سمه لار غوره کړی والسلام ۰۰۰ نوربیا

  6. السلام علیکم ورحمت الله وبر کا ته۰/ دا میا شت دافغانستا دولت او ددنیا رسنی فه افغا نستان کی دصلحی او ثبات را وستو سخطی تو دی خبری کوی که داسی وشی دیر شه به وی ۰۰۰ او کله کله شا غلی مولوی معتصم اغا جان دتر کی له انقری هم یو اواز او یا یو خبر خفور کړی چی دا هم شه خبره دی۰۰۰ او کله دقطر خبرفیدا شی او کله بیا ورک شی چی فه اسرا رو یی زموږ سر نه خلا صیږی چی تو له دنیا یی حیرانه کړی او دا فته هم نشته چی دهغی صلحی خلق چی فه قطر کی وه سه شوه ایا هلته دی او که سعودی کی دی او که اما راتو کی دی فه هر حال ۰۰۰شه به دا وی چی هغوی یو اواز خفور کړی چی دکابل دولت ددوی فه هکله سه دریز لری او تر کومه یی دوی سره تما س شته ۰۰۰بل لوری ته فه افغا نستان کی سخطه جګړه روانه دی چی هره ورز بی شمیره افغان فشتانه وږل کیږی۰موږ وایو جنګ امر یکا شروع کړی او ددی جنګ مسوله امریکا دی امر یکا که وغواړی جنګ به خطم شی خو امر یکا داسی لو به کوی چی تول جنګ یی دفشتنو فه سیمه کی شروع کړی او دصلحی لفاره یی له فارسی ږبی یو کس ورته اختیار کړی ۰۰۰ دابه شه وی که فارسی بان وی او که فشتون چی صلحه وکړی خو چی صادق وی فه کار فوه وی او مخلص وی تر سو تو لو خواوته فه یوه سترګه وګوری او کار وکړی ۰۰۰ افغا نان به دشا غلی مولوی معتصم کوششونه قبول کړی خو فه سو متعددو شر طو چی دتو لو افغانانو فه کی خیر دی ۰ اول ایا امریکا به ووزی اوکنه ۲دشما ل قووتونه به فه دولت کی تر کومی اندازی واک او اختیار ولری۳دوستم او هغه جنایت کاران به امریکا یان محکمه کړی چی اسیران طالبان یی ورک کړل ۴دطالبانو واک به سومره وی فه دولت کی ۵امر بالمعروف او نهی عن المنکر چی یو فاک کلیمات دی دولت به ورته سومره دقدر فه سترګه وګوری۶دافغانستان علماوته به ددولت له خوا کوم امتیازات ورکړل شی ۷دمجا هدینو او طالبانو تر منز به کوم شرایط وی والسلام نوره تبصیره به بیاولیکم

  7. ترهرڅه لمخی ټولولوستونکواولیدونکوته اوپه تیره بیا محترم مولوی اغاجان معتصم صاحب ته
    اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    محترمه تاسو په هره مرکه کی ویلی دی چی ملامحمدعمرمجاهد هم دصلحی غوښتونکی دی اوصلحه غواړی
    موږپه ټول عمرکښی دملامحمدعمرمجاهددصلحی خبره نده اوری دلی چی ملاصاحب هم صلحه غواړی یایی دصلحی غږ
    کړی وی بل موږته ۲۰۱۰څخه ډیر ی وسوسی راپیداکیږی چی ملامحمدعمرمجاهد لاپه دی دنیا کښی شته اوکنه تاسو محترم
    له کومه درکه داخبره کوی چی ملاعمرمجاهد ژوندی دی ایاستاسو یاستاسودنوروملګروسره یی په دی ۳دری کاله کښی رابطه
    کړی یادملاعمرمجاهد پخپل لاس لیکل شوی پیغام ستاسودټولوملګروسره موجود شته
    البطه که ستاسودملګروسره دملاعمرمجاهد پیغام موجود وی نوتاسو اوستاسی ملګری ولی دملاعمرمجاهد په بیغام عمل
    نکوی ملاعمرخو انجنر اوډاکټر اوقومی مشران اومخورملا ایمامان اومکتبونه نه سوځول هغه په واروار ددی شیانو څخه
    انکارکړی دی زموږسره یی لیحه پرته ده که غواړی چی ستا محترم حوضور ته یی وړادی کو
    ولسلام

  8. رښتیا هم چي خبري اتري او م‍ذاکرات تل شخړو ته دپای ټکی ږدي ، خو پدې شرط چي اړوند لوري خودخواهي او خپلي ګټي شاته کړي دالله تعالی رضا مد نظر ونیسي او پخپل وېجاړ هېواد او ځورېدلي ولس ترحم او زړسوی وښیي، او هر لوری خپل مسلمان هېواد وال ډلي او افراد له حزبي، لساني، نژادي او طبقاتي توپېر ځخه پرته خپل مسلمان وروڼه وګڼي.
    نور باید په بشپړه زېرکتیا او وېښتابه سره د مذاکراتو له لاری دې اوږدې غمېزی ته چی زمونږ دګران هېواد او مسلمان ولس هرڅه يې تالا ترغه کړل داسی یوه پتمنه حل لاره وموندل شی چی دځلوېښت کلن جهاد موخو، دزرهاوو شهیدانو ارمانونو او دهېواد او هېوادوالو غوښتنو او لوړو ګټو ته تحقق ورکړی، خبری اتری باید پداسی بڼه رامنځته شي چي دشته قربانیو ګټي په ښکاره توګه پکي جوته او ترلاسه شي، ټګي برګي او تېر اېستنه پکی نه وي او دتل لپاره دنورو تلفاتو او بشری ناورېن مخه ونېوله شی

  9. د معتصم اغاجان نظریات د تقدیر وړ دی ، واقعا هم نن سوله غوښتونکی طالبان د څو سخت دریزه مشران په ولکه کی دی او نشی کولای چه فیصله وکړی ، باید ووایم چه دا سخت دریزی او جګړه غوښتونکی تر ډیره حده بریالی دی ځکه حتی ملا محمد عمر چه د طالبانو د تحریک مشر دی ددوی تر کنترول لاندی دی او علت یی همدا دی چه هغه خپل غږ نشی پورته کولای ، او فقط څو محدودی څیری لدی فرصت نه ګټه پورته کوی او د جګړی دوام ته لمن وهی .
    که چیری هغه طالبان چه د افغانستان د اوسنی ناورین ختم د سولیزو خبرواترو له لاری غواړی سره یو شی او باید خپل موقف معلوم کړی او د معتصم اغا جان حمایت وکړی ترهغو چه د هغو فرصت غوښتونکو مخه ونیسی او هیواد کی داسی یو نظام قایم کړی چه به هغه کی ټول افغانان ونډه ولری .

  10. ډیرو محترمو ورونو نظر ورکول د هر چا حق دی خو باید با مسولیته او په شواهدو ولاړ نظر ورکړو نه د احساساتو او تعصب په انعکاس کی. اغا صیب یو واقعی او په وطن مین مشر دی او د واقعی جهاد او د وطن د خپلواکی لپاره یی ډیره قربانی ورکړی ده. هر څوک چه اعتراض کوی اول دی ما ته دا ووایی چه په دی وطن کی بی طرفه پاتی شوی وی که خپله بی طرفه وی نو د مشرانو څخه به ځوک هم په طرف کی پاتی شوی وی. مونږ د هر رشتینی افغان او واقعی مجاهد قدر کوو او د هغه غلامانو څخه یی په لک ها مراتب ښه کڼو چی د پردیو په اشاره خپل وطن ورانوی او خلک وژنی . اغا سیب که چیرته داشیان منلی وای نو دا تکلیفونه چه ورته رسیدلی دی نن نه وو لیدلی او په ارام به یی نن هم مزی کولی. تاسی باید خپل نظرونه مثبت کړی او لکه د پخوا پشان هر څه ته د شک په سترکه ونه ګوری. داد وطن دشمنان دی چی نن درشتینی او واقعی مشرانو په هکله کوشش کوی چی ناوړه او پارونکی نظریات ورکړی او خلک په شک کی واجوی. د یو ورور په ځواب کی چی ویلی یی وو چه دی اوس هم په داخل کی طالبان رهبری کوی او هغوی بیا افغانان وژنی نو باید ووایم چه اغا سیب هغه طالبان نه یادوی چه خپل خلک وژنی بلکه هغه طالبان یادوی چه صلحه او یووالی غواړی او جهاد یی یواځی د یرغلګرو کفارو په له منڅه وړلو کی منحصر وی.د اغا سیب مرکه ډیر جامع او به حقایقو ولاړه مرکه وه او دا یی ثابته کړه چی د طالبانو په اسلامی تحریک کی ټول یو شان نه بلکه ډیر رشتنیی مسلمان مبارزاو په هیواد مین مشران او ځوانان شته . الله دی زمونږ داسی مشران تل کامباب لری او الله دی وکړی جه دی هیواد ته دایمی سوله ملی یووالی او اسلامی حکومت راشی. امین

  11. د معتصم اغا په هکله به مو ډير څه اوريدلي او يا لوستلی وی خو دد شخصيت په هکله به مونږ داسي ووايو چي دطالبانو داسلامي امارت په واکمني کی دښاغلي معتصم اغا د کار کولو طريقه او لاسته راوړنی دتعريف وړ دی ښاغلي د يوی څرګندی مفکوری خاوند دی لکه څرنګه چي تاسی په شمشاد او طلوع تلويزون کید ښاغلی سولی پيام ټولو نړيوالو او خصوصآ دافغانستان بيوزله او کړيدلی اولس ته په واضع ډول بيان کړ چي طالبان جنګ نه بلکه سوله غواړي خو په مقابل کی هغه کسان چي نه غواړی په افغانستان کی سوله راشی او دا بيوزله اولس نور هم د اور په لمبو کی وکړوی د طالب او د ملا محمد عمر دنامه څخه ناوړه استفاده واخلی نو ځما په فکر دداسی منفی حالاتو د منځه وړولو لپاره دملا معتصم اغا په شان شخصيت ته ضرورت دی نو راځي چي دښاغلي معتصم اغا سره لاس يو او لاره يي تعقيب كرو دا به مؤ د سولي لپاره يو كامياب قدم وي په درناوي انجنير منصور ايوب

  12. رشیاهم باید ټول افغانان پدی خبره غوروکړی چی موږافغانان به څوترڅو په بهرنیو دښتو اوجنګلونو کښی شپی اوورزی تیروو
    اودمړوسترګوډوډی خوروکمو پخپل ګران افغانستان کښی وچ اولاند ه نه س وځول کیدای اوس به ولی په ایران کښی لس زره
    بیګونا افغانان په دام زړیدای تاسو لږفکر وکړی ددی لس زرو افغانانو غم نه افغان حکمومت وخوړی اونه دافغنستان اسلامی امارت
    چی موږ افغانان پخپل مینځ کښی سره جوړنسو والله که موپه ټول وخت کښی څوک سره جوړکړی

  13. جناب محترم اغا صاحب / واقعا نظریات شما قابل تقدیر است ویگانه ادمی کی طرفدار صلح ارامی در افغانستان هستید من با شما همنظرم

  14. د ښاغلي مولوي آغاجان صاحب نظريات ډيراعلي اوديو کارپوه افغان اوملي شخصيت په حيث يي خپل صميمانه نظريات اولس او نړيوالو ته وراندي کړيدي چي ښاغلي ډير دتقدير او قيمتي نظريات يي دتاييدوړدي

  15. ښاغلی آغاصاحب ډیره ښه خبره کړې ده. دا د طالبانو د ډیرۍ غړو خبره ده. .طالبان افغانان دی او ددی هیواد بچیان دی هیڅکله نه غواړی دا هیواد خوار او زار سی. د طالبانو د نوم څخه په استفاده ځینی بهرنۍ کړۍ په افغانستان کی مشکلات ایجادوی. افغان حکومت او نړیواله ټولنه باید د ملا معتصم آغا جان خبری جدی ونیسی که نه ډیر به نا وخته شی. په تیرو دولسو کلو کی موږ ته هرڅه تجربه شول ، چی د طالبانو پرته د افغانستان امنیت ناشونۍ دی. موږ باید دا هیر نه کړو چی طالبان په افغان ټولنه کی رښتنۍ او مخلص حمایت لری. دا هغه څه دی چی په افغانستان کی یی بل هیڅوک نه لری.

  16. جناب آغا صيب ته سلامونه او نيکي هيلي اوپس دسلامه بايد ووايم چه دصلحي داژغ که ديوي خوا دافغاني دود ونو او عنعنوسره اوتاريخ سره موافق خبره ده نودبلي خوا داد داسلامي هداياتو سره هم سمون خوري او دصلحي دلاري دمسئلي حل که ووايم چه دټولو اختلافتو دحل اوختميدلو يو مظبوط تضمين هم دي نو غلطه خبره به نوي او يقيني ده چه په دي طرقي سره به که ديوي خوا ګران هيواد کي جنګ ودريږي نو دبلي خوا به هيواد او افغانان هم په هرقسم اقتصادي او تعليمي او سياسي دګرونو کي پخپلو خپو ودريګي او دنړيوالو سره دسيالي کولو جوګه به شي او دا يو منلي شوي حقيقت دي چه افغانانو ته الله تعالي ډير قوي او اوچت استعداد ور کړيدي که ددي تحميل شوو جنګو نو څخه خلاص شي او خپل تعليم او بيا رغوني ته اوزګا شي او پوره او مناسب پاملرنه ورته وکړي نو په ډير لژ وخت کي نبه ډير پر مختګ کوليشي خو متاسپانه چه دڅو لسيزوراپدي خوا په جنګو نو کي ښکيل کړاي شوي دي چه نن صفا په نړي کي دساينسي پر مختګ او سيالي دوردي نوضروري بولم چه نورنو افغانان داافغاني قضيه ددائمي صلحي او روغي جوړي له لاري حل او فصل کړي

  17. مابحیثت یک افغان ازجناب ملااغان صاحب متشکر ھستیم ویقین میداریم کہ دروضعیت موجوہ کشور عزیز وملت بیچارہ افغان ووضعیت کہ درایندہ نیزپیش بینی میشود درتمام ودرتمام حالات درصلح مصنونیت وخیر تمام ملت ما ھستند ونھایت ضروری است کہ تمام جھت ھای دخیل قضیہ افغانی ازنظریات جناب اغا صاحب استفادہ گرفتہ درما بین خود بغرض صلح یک جای جمع شود و ارمان ملت مظلوم افغان را مکمل بسازد

  18. فرمودات جناب اغاصاحب دربارہ صلح یک نظریه خیل مناسب است وقابل تقدیر وتایید زیادہ میباشد وچنان که ھوشیاران گفته اند که ازمودہ را ازمود ن خطا است بفکرمن کوشش حل مشکل موجودہ درمابین ملت ماازطریق جنگ تحمیل شدہ بر علیه افغانھا یک تکرار تجربھای ناکام شدہ میباشد باہد من تمام اقوام ملت افغان یک بار کوشش حل مشکل خویش را از طریق صلح واشتی بکمنیم یقین میداریم که این مرتبه به یک نتیجه خیلی خوب ومثمرمی رسیم

  19. افرین به به کسانیکه دراین اوقات بسیار اضطراری صدای صلح رابلند میکند ودر این مورد مولوی اغاجان صاحب مستحق تقدیر میباشد کہ اھمیت وضرورت صلح را اشکارنمودہ ما مردم افغانستان از پروگرامهای صلح وصلح امیز دروطن خویش پشتبانی میکنیم ومعتقد ھستیم که دراین حالات ازبسیار چیزھا مردم افغنستان به صلح ضرورت اشد میدارد

  20. معتصم اغا ساب ریښتیا وایې :
    دملاصاحب پیغامونه چې اوس په څومره نظم او له تبلیغاتو ډک انداز خپریږي دا په خپله هم ددې ګواهي ورکوي چې په پیغامونه کې تقلب دی او څه چې نشریږي خودساخته دي ځکه ملاصاحب ، کله هم مبالغه امیزې خبرې نه کولې اونه یې چاته ددرغو وعدې ورکولې ، یو خوا په پیغام کې راځې چې موږ دحکومت نیولو لپاره جهاد نه کوو ، بل خوا په پردي هیواد کې دخپل امارت په نوم اوبیرغ دسولې ټول بهیر ماتوي ، یوخوا مسلکي کسانو ته دعوت ورکوي خوبل خوایې دقطر په دفتر کې له ورایه معلومیږي چې هیڅ کوم دیپلومات وجود نه لري بلکه هماغه پخواني طالبان دي صرف دومره یې کړي چې داځل یې غیر پښتنو ته که مشرتوب نه دی ورکړی نو برخه په کې ورکړي . دمعتصم اغا خبره زما سل په سلو کې زړه ته لویږي چې دملا صاحب په نوم پیغامونه دیو څو کسانو له خوا تیاریږي ددې وړ نه دي چې څوک دامارت دپالیسې په نظر ورته وګورې بلکه دملاصاحب له دوزره لسم را په دیخوا هیڅ غږ ، تصویر ویدو یا په مخابرو کوم خبر نه دی اورېدل شوی .

  21. دطالب محتم مشرمولوي معتصم صاحب څخه مي چه دادصلحي ژغ واوريدي نو ډير خوشحاله شوم الله تعالي دي ډير کيرونه ور کړي او پردي خبره مي پوره يقين راغلي چه پرطالبانو کښي ډيردلوي فکر او تدبراووقعي اشخاص وجود لري نو ځکه خو يي يوه داسي طرحه افغانانو او دنيا والو ته وړاندي کړه چه که اړووند درګيري خواوي پر دي په اخلاص او صداقت سره کار وکړي نو افغانان پري يو موټي او متحد کيدلاشي او پدي سره به يقينا پخپل هيواد کي ديوي دائمي سولي او خوشحالي څشتنان شي

  22. دطالب محترم مشرمولوي معتصم صاحب څخه مي چه دادصلحي ژغ واوريدي نو ډير خوشحاله شوم الله تعالي دي ډير کيرونه ور کړي او پردي خبره مي پوره يقين راغلي چه پرطالبانو کښي ډيردلوي فکر او تدبراووقعي اشخاص وجود لري نو ځکه خو يي يوه داسي طرحه افغانانو او دنيا والو ته وړاندي کړه چه که اړووند درګيري خواوي پر دي په اخلاص او صداقت سره کار وکړي نو افغانان پري يو موټي او متحد کيدلاشي او پدي سره به يقينا پخپل هيواد کي ديوي دائمي سولي او خوشحالي څشتنان شي

  23. ښاغلي معتصم صيب دصلحي ژغ پورته کړيدي ډير ښه خبره ده ځکه چه په صلحه که ديو خوا دافغان اولس دغه اوسني بدبختي او پکي را ښکيل مصيبتونه ختميدلايشي نودبلي خوا [هغه دتبليغيانو په اصطلاح ]داويلي شم چه صلحه دالله تعالي حکم او درسول الله طريقه هم ده (الله تعالي فرمايي : والصلح خير) او رسول الله صلي الله عليه وسلم پخپل مبارک ژوند کي ډيرځلي ددشمنانو سرۀ صلحي کړي دروغي جو ړي معاهدي يي کړي دي په حديبيه کي يي د مکي مشرکانو سره صلحه کړيده بيا چه کله يي مديني منوري ته هجرت وکړ نو په مدينه منوره کي يي د ميشت ديهودو قومونو سره دصلحي معاهده وکړه همدا رنګي دجنګ په حالاتو يو حکم او صورت دجزي دي چه جزي ته ورکولو ته دعوت کول هم زما په فکرددشمنانو سره دصلحي کولو يو صورت ده نوددي حقايقو په نظرکي نيولو سره داويلي شو : چه په ځينو حالاتوصلحه کول هم داسلام يوحکم او يو قانون دي نوولي به صلحي دکولو څخه څوک ډډه کوي نو شايد چه همدا وجه وي چه طالبان اوس دهري خوا داکوشش کوي چه په ګران هيواد کي دروغي جوړي اود صلحي دلاري مسئله حل شي چه په هم دي منظور يي يو خوپه قطرکي خپل دفتر خلاص کړي او دبلي خوا يي دداي دا يو ښاغلي مشر هم دصلحي په مسئله دمطبوعاتو دلاري زور ورکوي او مونږه افغانان يي هم ملاتړ او تاييدکو البته خو ددي منل شوي حقيقت څکه بايد هيڅوک هم سترګي پټي نکړي لکه چه پښتانه چه وايي : چه ديولاسه ټس نه خيژي نو دصلحي درامينځته کيدلو لپاره ضروري ده چه دمسئلي اصلي دواړه لوري په اخلاص او صادقانه اندازرامخ ته شي دادي يو لوري طالبان صلحي کولو ته راوړاندي شويدي نو ضروري چه بل لوري که امريکا وي او که دافغانستان دولت بايد چه پدي هکله يو قاطع دريزولري اوديوواقعي پلان دلاري دريښتين ولي مظاهره وکړي په اوسني اوضاعوکي خو ددي لوري کوم په زړي پوري او داعتماد وړدريز ندي وړاندي کړي معلوميګي چه د دصلحي په هکله امريکا رشتيني نده بلکه دهغه چا په خبره :په وړوکي يي شګه شته دي نو پدي کارنه کيګي بايد چه دمعتصم اغا صاحب ددي دريز څخه استفاده وکړل شي تر څو زمونږه مظلوم اولس نوره دسکون ساه واٰي او دپه ګوران هيواد که ديوي دواقعي او دائمي صلحي او امن دسيوري دلاندي ژوند وکړي

  24. محترم مولوی آغا جان معتصم صاحب چی د صلحی کمہ خبرہ کوی نو دغہ خبرہ زموژ او ستاسو افغانانو ٹولو پہ گٹہ کی کوی موژ او تاسو تہ پہ کار دی چی د محترم آغاجان صاحب سرہ پرہ پرہ ہمکاری دا دہ خیر پہ کار کی وکڑو نو بیابہ زموژ او ستاسو ہیواد انشاء اللہ دہ دی مسائلو سخہ خلاص سی او د پر مختگ آغاز بہ مووسی اللہ تعالٰی دی محترم آغا جان صاحب پہ دواڑو جہانو شاد او اباد لری چی دی زموژ دپارہ دومرہ خدمت کوی او اللہ تعالٰی دی موژ ٹولو تہ توفیق راکی چی موژ د دہ سرہ پہ دا کار کی کومک وکڑو۔

  25. دګران اومحترم مولوي آغاجان صاحب ډيره شه مهرباني کړيده چه وايي دافغانانو مسئله دي دخبرو دلاري حل شي پخوا خوبه خلکوويلي چه طالبان خبروته نه کشيني دادي اوس خو په قطرکي هم ورته کشيناستل او اغا صاحب يي هم ژغ پورته کے نو بايد چه دکرزي حکومت يي استقبال او هرکلي وکړي او خبروته ورسره په کشينا ستلو کي جدي توګه او پرعاجل ډول اقدام وکړي اوداچانس ضائع نکړي اوکه داپروسه ناکامه شي نو مسئوليت به يي ددوي پرغاړه وي

  26. دقدرمن مولوي اغاجان څخه په مننه بايد چه ووايم چه دصلحي دا اواز په تولو زوريدلو افغنانو ډيرښه او په زره پوري لګي خو متاسپانه اوکاشکي چه افغانان چا خپلي خوښي ته پريښودلي نو باوري يم چه ډير پخوا به لا پخپلو مينځو نو کي روغ جوړ شوي وي خيراوس لا هم پخپلو مينځونو کي روغي جوړي ته تر هرڅه اشد ضرورت لړي چه دايي وخت دي

  27. خلک وايي چه کوم سړي چا په کلي کي نه پريښود هغه چه هغه کلي ته ورغلي نو وه يي ويل : چه زما اس دملک کره وتړي مقصد مي ددي متل يا هم قصي څخه دادي چه ښاغلي اغا صاحب ډير بهترين او مناسب وخت کي دړوغي او جوړي په خبري ټينګار کړيدي او که سړي فکر وکړي نو نن صبا ددمسئلي دحل لپاره روغه او جوړه ډيره ښه لاره اويو مؤثرچانس دي ضروري دي چه کارپري وکړاي شي او فائده ورځني واخستل شي خو دي ته هم کتل پکار دي چه ايا امريکا به هم دافغانو تر مينځ روغه او جوړه غوړي او که نه دامريکا دا پالسي وي چه افغانان دي پخپل مينځ کي جنګيږي او مو به يي سيال کوونو بيا خو دي دافغانانو الله تعالي مل شي او جناب آغا صاحب پشان زړه سواندو او مخلصو او په کا رپوه دافغانانو واقعي مشرانو ته دي الله تعالي لوي اجر او پخپل پلان کي کاميابي ور کړي

  28. زه دخپلي مخکيني تبصري په تعقيب داوضا حت کول غواړم : چه جناب آغا صاحب چه دروغي جوړي کوم غږ پورته کړيدي داد ټولو افغانانو غږا وآرزو ده او پدي خبره کي يقينا چه ټول افغانان دجناب آغا صاحب سره ملاتړلري او ملګري دي ورسره الله تعالي دي آغا صاحب ته خير ور کړي ، خو ددي حقيقت څخه هيڅوک هم سترګي نشي پټولي چه اوس زمونږه ددي ګران کلي وطن او ټاتوبي افغانستان اصلي ملک امريکا ده ايا دغه ملک هم افغانان روغي او جوړي ته پرږدي ؟ او ايا مونږه به وکړيشو چه داد سولي اس پخپل کلي کي وتړو؟

  29. محترم ملا اغاجا ن معتصم صاحب دیوه سپی ډیره غفاه درپسی ده زما په خیال بیایی په بدن کښی کایکه ایله سوی ده اوکڅه قرآن ولی دی سړی هم هغه سړی دی چی ستاسولخواه د وحبیت په تور دافغانستان څخه شړل سوی ووتراوسه غیب وو اوس یی بیا سرراپور تکی ډیرغول یی خوړلی دی اوس یی ځان دعبدرشید په نوم ښودلی دی

  30. دشاغلي ملااغاجان معتصم صيب دسولي غوشتنه ډير دقدروړ اقدام دي مونګه افغان اولس يي په دي هکله کاملا تاييد کوواو په اړوندوښکيلوډلواو ګوندو نو با اثه اشخاصو اودولتونوهم غږ کوو چه خامخا په دي هکله جدي اومثبت اقدام وکړي تر څونور نو دافغانستان دا زوريدلي او کړيدلي ملت دارام او سوکالي ساه واخلي او په نړي کي دنورواولسونو پشان په رام دژوندتيرولو اودخپل وطن دبيا رغوني او ابادي جوګه شي اوپخپلوخپو ولاړيو مترقي قوم شي او نورنو دنورو نړيوالو اولسونو او خيريه ټو لنو داو ږوبارنشي

  31. ډيرقدرمن اغاصاحب او دتاند محترمو کارکوونکو اوټولوګرانو افغانانوته سلامونه اونيکي هيلي وړاندي کوم اوبيا داغا صاحب دروغي اوجوړي دغږکولو په باره کي داسي وايم : چه په وطن مينو اواسلام اوافغانانو ته دوفادارواو دهرقسم سمتي ژبني اوقومي توپيرونواوتعصبونو څخه دپاکودوطن اصلي بچيومسلمانو افغانانوته سولي دلاري دمتحد اومتفق کيدلو ډير مناسب اوضروري وخت رارسيدلي دي اودايو بهترين طلايي چانس دي چه دتيرپه تير اوهير په هيرطريقه خپل ټول اختلافات شاته وغورزوي اودوطن اودين اوملت په خاطر سره يوه ميزته کيني که اوس هم سره متحد نشي نو دادي ګورو او آوروچه ددي ملت پخواني قاتلان سره دا ځل په ائتلافونو کولو بوخت دي پخوايي دچوکي په سرخپل مينځي جنګونو کي دملت قتل کړي اوزورولي ملي شتمني يي سره چورکړي اوهيواد او په خاصه توګه کابل يي په کنډواله بدل کړي دي دادي داځل دغه مجرمين په نووائتلافونوکولو سره به ملت يو ځل بيا زپ زپ کړي ملي شتمني سره چورکړي نو بايد چه دوي ته بيا په هيڅ شکل موقع ورنکړشي اوددوي ددي شومواونا مقدسوائتلافونو مخه يي ونيول شي

  32. دشاغلي مولوي صاحب آغاجان دصلحي او روغي جوړي پيغام اوصلحه اوروغه جوړه دهرافغان دزړه آواز او دګران هيواد اصلي اواهم ضرورت ده که افغانان سره پخپل ميځونو کي په رشتيا صلحه اوروغه جوړه وکړي نو نه خوبه په وطن کي جنګونه وي او نه خوبه دا ماشه پلاس سړي خواره يرغلګروي اوداراته يقيني ښکاري چه بيابه نه دا تربګني وي او نه به داسيالي وي بلکه ورورګلوي به وي او زه خولا داهم وايم چه بيابه هريو مشر اوافغان داکوشش کوي چه واک او دولت بل ته پريږدي چه په دي به خوشحاليږي ځکه اخلاص به وي او محبت به وي دادډيرو افغانانو تمنا او آرزوده الله تعالي دي ورته پوره کړي

  33. ګرانومسلمانانومخلصوافغانانو اود افغنانو رشتينو دوستانو نړيولو ! دښاغلي معتصم صيب ښه په يو مناسب وخت کي دافغان مسئلي دحل لپاره سره يوه ښه طرحه ښودلي ده نو ددي په اساس دروغي جوړي ميزته سره کشيني او داتفاق اواتحاد عملي مظاهره وکړي که نه نو دادي په ګران هيواد کي پخوانيو قاتلينوددي ملت پرخلاف سره په ائتلافونو کولواوددي ملت دزوره ولو لپاره په چړو تيرکولوبوخت دي که داځل بيا داخونخواران په دي مظلوم اولس مسلط شوه نو پخوايي پري رقص مردګان کړي وه او په سر يي ورته مپخونه وهلي وه داځل پري نوري نادودي وکړه

ځواب ورکول مولوی آغا ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *