ملا معتصم اغا جان

تاند- د طالبانو یوه مشر ملا اغا جان معتصم د افغانستان د شخړې د سوله ییز حل لپاره د خبرواترو غوښتنه وکړه.

ملا اغا جان معتصم، چې د طالبانو د واکمنۍ په مهال د مالیې وزیر او د دې ډلې د رژیم له پرزېدو وروسته د کوټې د شورا په چوکاټ کې د طالبانو د سیاسي کمېټې مشر و، د روسیې او چین له لوري د افغانستان د مسلې د حل لپاره د سیاسي هلوځلو ملاتړ وکړ، ویې ویل چې د افغانستان حکومت باید د خبرو له لارې دا چانس له لاسه ورنه کړي.

اغا جان معتصم، چې په ۲۰۱۰ م کال د پاکستان په کراچۍ ښار کې د مرموزې حملې په نتیجه کې تر ټپي کېدو پورې د طالبانو د موسس ملا محمد عمر اخوند نژدې سلاکار و، د پاکستان ډیلي ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې اوس د افغانستان د بې هدفه جنګ دواړه خواوې افغانان دي او هره ورځ له نژدې ۱۰۰ افغانانو ژوند اخلي.

«افغانان اوس خپل افغانان وژني. هره میاشت زموږ شاوخوا ۳ زره تنه وژل کېږي. اوس د بهرنیانو تلفات غالباً له صفر سره برابر دي. نو زه له طالبانو او د افغانستان له حکومته غواړم چې جګړه ودروي او د خبرواترو لار غوره کړي.»

د ډیلي ټایمز ورځپاڼې پر اساس، اغا جان معتصم د ولسمشر غني دا خبره وغندله چې په وروستیو کې یې وویل چې که طالبان د سولې د خبرو وړاندیز ونه مني وروستی چانس به له لاسه ورکړي.

ده وویل«غني باید له خبرداریو ډډه وکړي. دا یوازې د طالبانو لپاره نه بلکې د افغان ولسمشر لپاره هم چانس دی. دواړه خواوې باید دا چانس مخکې تر دې چې د ناټو او امریکا د نورو ځواکونو له رالېږلو سره وضعیت لا خراب شي، ضایع نه کړي.»

طالبانو تل د سولې د خبرو لپاره د افغانستان د حکومت وړاندیزونه رد کړي دي او د جګړې پر دوام یې پر خپل نه بدلېدونکي دریځ ټینګار کړی دی.

خو ملا اغا جان معتصم له دې نظر سره موافق نه دی. دی وايي چې د افغانستان حکومت د طالبانو له سیاسي دفتر سره تماس نه دی نیولی.

«فکر کوم طالبان سیاسي حللار غواړي ځکه چې دوی په جګړه کې لا ډېر زیان ویني. د دوی مهم مشران لکه د کندوز والي مولوی عبدالسلام، د بغلان والي مولوي محمد لال ووژل شول….»

د چارو کتونکي وايي چې د طالبانو په منځ کې ډېر کسان شته چې په سوله باور لري خو که سولې ته تیاري وښيي د ملا اغا جان معتصم په شان منزوي کېږي ځکه چې د افغانستان د جګړې او سولې واک د پاکستان د آی ایس آی په لاس کې دی. سولې ته د طالبانو د حاضرولو لپاره د آی ایس آی په شرطونو کې د ډیورند په رسمیت پېژندل او له هند سره د افغانستان د سیاسي اړیکو محدودول شامل دي.

ځینې کتونکي وايي چې که افغانستان دا دوه کاره وهم کړي څوک نه شي تضمینولی چې پاکستان به نورې غوښتنې ونه کړي.

64 thoughts on “ملا معتصم وايي طالبان د سولې خبرې کوي”
  1. اغا محترم موږ کله ناکله ستاسو لیکنې چي په سوله اوثبات راچورلیځې وي لولو اوخوښي ترسره کو چي که زموږ مذهبي قشردنورو هیوادونوپه ډول خپل راتلونکي حس کړي نو دتل لپاره ستونزه حل شي ،نوموړې داټکي مې ديرخوش شوچي :ده وویل«غني باید له خبرداریو ډډه وکړي. دا یوازې د طالبانو لپاره نه بلکې د افغان ولسمشر لپاره هم چانس دی. دواړه خواوې باید دا چانس مخکې تر دې چې د ناټو او امریکا د نورو ځواکونو له رالېږلو سره وضعیت لا خراب شي، ضایع نه کړي.»

  2. ملا معتصم اخند د سولي شه بابولاله وايي، خو كه يي جهاني جامه، افغان حكومت او طالبان مجاهدين واوري نو دير به شه سي . تشكر

  3. د اغاجان معتصم هڅي به هغه وخت نتیجه ورکړي چې افغان حکومت او طالبان هم سولي ته مصمیم سي . مننه

  4. كه امريكا په پاکستان فشار رانه وړي ترهغې سوله امکان نلري ،ځکه طالبانو کې دقوماندانۍ مینه اودقدرت هسکې ماڼې نه شي ماتیدلای

  5. اغاصيب محترم زماپه فکر په ډیرساړه ځای کې ناست یې ځکه چي په سړه سینه خبرې دې کړې ،په دې خبرو دګرم سنګردګرمۍ په مهال پوی کولی دومره ګران دی لکه غرچي په شا وړي ،البته کومې خبرې دي \چي دواړو غاړوته کړې هغه بس دی

  6. اغاصاحب پر سولييزو هڅو دي برکت شه مونږ دعاګاني درته کوو، د خیر سړی یې او د خیر غږ دی اوچت کړی دی . درناوی

  7. زه مولوی نصرالدین دیوې دیني مدارسي له استازانوڅخه یم ،زماپه فکرچي ديروخت مې له له طالبانوسره تیرشوی طالبانوکې یوه ډیره کمزورې ماده شته چي هغه بې وفايي ده ….نوریې هرڅه دستاېلو وړ دی دوی نه دخپلومشرانو احترام وساتلو اونه یې دهغو ی په راتلونکي تمرکز وکړاونه یې دهغوی ستړیاوې زندانونه ،مسافری ټپونه مرهم کړل بلکي هغوی هغه وخت دخپلو مشرانو ډیراطاعت اومننه کوي چي دوی ته مادي ګتې اوقدرت په لاس ورکړی وی،خوله هغه وروسته چي هغه مشربې قدرته شي اویایې مادې جنبه شتمني له لاس ووځي بیا یې دوی نه یواخې دمشرپه حیثت پيژني بلکي دهغه توهین د طالبانو یواځنۍ دنده وي….محترمه موږ پوهیږي چي ته به دوی ته څومره خواخوږی یې ،ته دیوه طالب په غم نه بلکي دټولې ټولنې په درد غمجن یې اودهغوی راتلونکي لټوي خودوی نه پوهیږي ترڅو داشرف غنی ورکړی اختاریې په سرخوړلی نه وي خودوی هروخت حالت یوډول بولي،مګرداسي نه ده

  8. اغاصيب چي تاسو دومره قربانۍ ورکړي او اوس هم هڅه کوي ،نوولې دطالبانو مشرانوکې نوې رنګ اوفکرهڅه نه کوي دوی ته ولې تاسو داسي فکر نه پیداکوي چي تاسو اوس له خپل ځان سره جګړه اعلان کړې اوس بهرنیان نشته هغوی نه وژل کیږي لکه چي تاسو فرمايلي.«افغانان اوس خپل افغانان وژني. هره میاشت زموږ شاوخوا ۳ زره تنه وژل کېږي. اوس د بهرنیانو تلفات غالباً له صفر سره برابر دي. نو زه له طالبانو او د افغانستان له حکومته غواړم چې جګړه ودروي او د خبرواترو لار غوره کړي.»صیب زماپه فکر ترټولو داښه به وی چي تاسو د دوی فکرنړۍ رنګین کړی اوله حالاتویې خبرکړی

  9. واکندهاره په ماسته شوروا

    دا په زرګونو شهیدان ټول اوس همداسي ایله کو،موږ هم لکه ګلبدین په پټوسترګو سوله وکړو ته اوانصاف دوی ولې روغ نه کوي دولت دي ټول واک طالبانوته پریږدي خوتاسو منځلاري یاست باید تاسوته دي پرېږدي.
    مګرټوله شورا په خپل طبعت هم جوړو چي دومره دې اسانه کړي اوپه خپل خیال دي دا دومره افغانستان جوړی محترمه راسه له نزدې حالات وګوره بیاپرېکړه وکړه طالبان اوس په دولت غښتلی شوي دوی ځکه سوله غواړي هو سوله کو خو دامتیازاتوپه بدل کی.

  10. تاسو ښه تجویز اومهرباني کړې خو زماپه فکرکه داکاروسي نو رښتیاچي دپښتنو اسلامي اوهیواد به دواړه پوره شي،دحکمتیارپه راتګ کابل کې اوس ایله دپښتنوپه سینه کې ساه وچلیده ګنې ټول سره پاړسیان و،دهغوی ترجبر،ظلم اووحشت لاندې پښتنو واکمني کوله،خوکه طالبان سولې ته غاړه کږه کړي اوکابل ته د دوی لښکرې داخلې شي بخ بخ داکله کیدای شي

  11. سوله یوه ډیره حیاتی خبره ده او دا د ټولو افغانانو دنده خصوصا ستاسو درنو مشرانو هیله کیګی
    ( ده هیواد ده اول نفر نه واخله تر عادی افغان پوری ) چی د سولی لپاره هلی ځلی وکړو
    زه مطمین یم که مقابل لوری (ده افغانستان دولت) په اخلاص سولی ته کاروکړی پدی ملک کی به حتمآ سوله راځی
    زما په اند باید د اسی هلی ځلی ډیری شی چی په قلمی جهاد کی حساب شی او د سولی د راوستو عملی لاری چاری په ګوته شی او هر څوک چی د رښتنی سولی لپاره کار کوی د هغه طرفداری وشی
    په پشتو کی متل دی جی وینه په وینه نه پاکیږی وینه په او بو پاکیږی راځی د سولی په راوستو کی یو د بل همکاری وکړو
    او ستاسونه په درنښت غواړو چی خپله د سولی د پروسی مشری وکړی او ده سولی په برخه کی ستاسو محترم مولوی صیب ده لا زیاتو هلو ځلو په هیله
    په درنښت

  12. معتصمه وروره تاسو چي دطالبانو په لوړه چوکی اوواک کې کار کړی خپله درته ښه معلوم دي چي طالبان څنګه سوله وکړي اوپاکستان خوتاسوته تربل هرچا ځکه ښه معلوم دی چي تاسو دهمدې سولې په غوښتلو سره ټپی کړی یې ،نوښه داده چي له زور څخه کار واخستل شي داشرف غني خبره چي ته کوي هغه بلکل سمه ده

  13. ولسمشرچي ځان ډیرهوښار ،هوښار کوي ،بیا ولې ووایې چي داوسله والوته وروستی دسولې چانس دی سره له دې خبرې چي دسولې شورنوی مشریې هم وټاکه ،نوبیاهغه ته څه ضرورت و…خودې خبرې ته چي تاسو هم اشاره کړې اولیکلي مودي چي :د ډیلي ټایمز ورځپاڼې پر اساس، اغا جان معتصم د ولسمشر غني دا خبره وغندله چې په وروستیو کې یې وویل چې که طالبان د سولې د خبرو وړاندیز ونه مني وروستی چانس به له لاسه ورکړي.
    ولسمشرباید دومره حوصیله او وسیله ولري چي مرور دکور وګړي پخلا کړي

  14. معتصم صيب ته چي تل دسولې اوثبات نارې وهیي نوتراوسه څه سوې دې که هسي ستړی یې ؟

  15. د معتصم صيب خبره يوازې د ده نه بلکې د ټول ولس غوښشتنه ده. ولس له جګړو ستړی او د سولې تږی دی، موږ له دواړو ښکېلو خواؤ غواړو چې نور خپلې ستونزې د جګړې پر ځای د سياسي تفاهم له لارې حل کړي.

  16. موږ اوس سنګرګټلی دی هیڅکله سوله موله نه کوامریکا یانو دهغوی لاسپوڅي دي ووزي

  17. کردګلو کړه چي سیمه دې ګلزار شي
    اغزي مه کره په پښوکې به دې لاړشي

    په یونیم میلون شهیدانوموهم اسلامي نظام برقرار نه کړ،داځکه چي مفکرې جوړې نه دي غچ اوقتل یې سبب دی

  18. په ښکاره خو ټولې رسنۍ همدا خبره کوي چې دولت خو سوله غواړي او ډېر ځله يې طالبان سولې ته رابللي، خو ګناه په طالبانو کې ده چې هر ځل يې د سولې خبرې رد کړې دي، مګر دا خبره ډېره کمزورې، ماشومانه او غير اصولي ده، ځکه دولت د سولې لپاره هيڅ قانون نه لري، ټول تمرکز په دې کوي چې طالبان دې راشي وسله دې کېږدي او اساسي قانون دې ومني. ايا دا سوله ده که تسليمي. بيا نو ولې طالبان تر اوسه جنګيږي، خامخا به يو څه غوښتنې لري، بايد دولت د طالبانو يو څه غوښتنې ومني، داسې نه چې تسليمي ته يې راوبولي او له تسليمي وروسته يې له وژلو او ځورولو لاس واخلي. ايا دا ډول سوله هم چا کړې لکه زموږ دولت يې چې غوړاي؟

  19. اغاصیب الله دې ژوندی لره موږ خودي رښتیا په قدرنه پوهیږو چي ځوانۍ نورې هم خوارې کړو،چي کلی کورونه اوښارونه ونړو،چي نوی نسل له تعلیم څخه بې برخې کړو،چي مندې بورې اوپیغلې کونډې کړو،بچي یتمان کړو،دهجرت لوږې تندې تیرې کړو ،بیابه پوی شو.نوهلته به هرڅه له لاسه وتلی وي
    خولومړی دي الله بهرني ځوکونه په بشپړ ډول له دې هیواد وباسي.

  20. موږ دهیبت غوندي زمری لرو چي دوخت ښارته به غاړه ورغوڅه کړي اودوی به خپله لکه نجیب سولې ته غاړه کږه کړي

  21. د اغا صاب خبرې ډېرې ښې دي، خو کاش چې ټولو طالبانو داسې نظر درولدلای، نور طالبان هم سوله غواړي خو کېدای شي د هغوی شرايط لږ سخت وي، مګر دولت داسې سوله غواړي لکه حزب سره يې چې وکړه، يعنې هيڅ شرايط يې ورسره مطرح نه کړ. دا د حزب اسلامي يو ښکلی ابتکار ؤ چې پرته له څه شرايطو يې سولې ته غاړه کېښوده. که څه هم د يو څه شرايطو منل د سولې شرط دی او سوله او تسليمي ښکاره فرق لري؛ خو بيا هم موږ له طالبانو غواړو چې راشي او زموږ د دولت خصوصاً ولسمشر محمد اشرف غني مجبوريتونو ته وګوري او نور پر خپل پښتون ولس رحم وکړي. نور به پښتون خپلې سترګې چا ته واړوي، دولت مو هم له يوې يو ځل بيا هماغو څو کسو پنجشېريانو محاصره کړی چې تاسو تر کولابه ځغلولي ؤ، راشئ اوس يو ځل بيا د حکمتيار، ولسمشر غني او خپلو نورو پښتنو وروڼو تر څنګ ودرېږئ او د خپل پښتون ولس حقوق تر لاسه کړئ.
    په اخر کې د پښتنو د خپل منځي مينې محبت زياتېدو په پار يو شعر هم درليکم: پښتانه

    پښتون پوښتنه له پښتون نه په پښتو کې وکړه
    وايه پښتونه ستا د زړه مينه له چا سره ده

    پښتون پښتون ته ځواب ورکړو په پښتو ژبه کې
    که ته پښتون يې زما ټوله مينه تا سره ده

  22. اغاصیب خوښه مطلب لیکلی ،لیکن زه ورته وایم چي تاسو په دې طالب مشرانو داخبره ومنی

  23. مطلب مې تول وکوت…ډیراعلی فکر اوڅرګنده غوره لاره په کې انتخاب شوې وه ،خوفکرنه کوم چي په مادیاتو روږدې خللک دي خپل امتیازات له لاسه وکړي،دوی اوس بله لاره ځکه نلري چي د دوی پېشه جګړه ده هغوی نه پوهیږي ،خوانګریزان هم غواړي چي زموږ غاړې ته مهال واچوي ددې ترمنځ لاره همدا ده چي محدوده اومشروط سوله وشي

  24. اغاصیب محترم ترفکر دې قربان شم چي زموږ ځوانۍ دې په مرګ نه لوریږي ،خودې ته باید متوجه شوچي غربیان په چین او روس کې خپل نفوس غواړي دچین ټینالوجي او دروس پوځي قوت به کله دوی ماتوي سوله دوی بهرنیان نه کوي اوداعش د هغوی زیږنده دی

  25. کله به اخترشي ؟

    داسي هیڅکله نشي کیدی چې طالبان دي له ولس سره په تغرکښېنې

  26. مخکې دمجاهدینو په نوم ۲۰کاله جګړه وشوه اوس به دطالب په نوم ۲۰کاله جګړه کیږي وطن تاسو وران کړی دجګړعاملین تاسو یاست په وچ سوړسک نه واست ماړه اوس چرته جګړې څخه لاس اخلي پردې استخباراتي ادارې درته نقدي درکوي تاسو دجګړې اوربلوی اوبس

  27. ما میدانیم که چي میشه…حال اتش به شمال انتقال میکند،نه طالب است ونه هم دولت ،بلکی عیسویت است ،تامسله امت رانابودسازد

  28. الله دي خیرکړي سوله کله په دوبي راتلای شي …؟
    ځکه چي په دوبي کې طالبانو ژوند کولای شي که پاکستان نه وي هم دوی ته څه مشکل نه ده ،خوپه ژمي کې ههههه بیا دولت دسولې خبرې نه کوي

  29. معتصم صېب طالبان د ملا عمر خبره نه مني نو ستا د به چيري ومني، هغه به ورته ويل چي دولس مفادات مه تلف کوی ظلم او زيادتي مه کوئ، سړکونو برقونو او تعليمي ادارو ته زيان مه رسوئ، خو متاسفانه چي دوي دا ټول حرکات ترسره کوي.
    معتصم صېب که دغه طالبان دي په صحيح معنی کي سولي ته آماده کړل، دا به ستاسي ډېره غټه لاس ته راوړندي وي، او ولس به ډېر در څخه خوشحاله سي، موږ دعاوي درته کوو.

  30. موږ دا لس کاله د سولي په تمه يو، نه سوله سته نه آرامي، د سولي شورا د غلو په لاس کي ده، معتصيم آغا جانه اوس مو ستا څخه نوي هيلې پيدا سوې چي دغه طالبان راڅخه پر کراره کړې.

  31. طالبان د خپل واک او قدرت نه دي چي معتصم يې سولي ته را غواړي، هغه ټول د آي ايس آي په لاس کي دي.
    د پاکستان سره خبره وکړی هغه يې خپله سولي ته آماده کوي.

  32. طالبان کله هم سوله نه غواړي
    حکومت خو شورا جوړه کړې او هره ورځ د سولې چیغې وهي

    دا طالبان دی چې د خپل واک او اختیار نه دي او سوله نه غواړي
    طالبانو که سوله غوښتی حد اقل اعلان به یی کړی و
    هغوی خو تل په جګړه ټینګار کوی

  33. ښاغلی معتصم صیب داسي نه ده چي ته وا طالبانو زیان لیدلی په دښتي لیلي کې لس زره ژوندي ترخاور لاندې شول همدوی جګړې ته ترهغه دوام ورکړتاسولیکلی چي «فکر کوم طالبان سیاسي حللار غواړي ځکه چې دوی په جګړه کې لا ډېر زیان ویني. د دوی مهم مشران لکه د کندوز والي مولوی عبدالسلام، د بغلان والي مولوي محمد لال ووژل شول….»
    خوداسي نه ده پردي زامن دي په صرف په جذبو راوستل له دوی غواړي نورکار هغوی کوي

  34. الله دي ورحمیږي جګړه نور هم اږده شوه چي داعش یې په وچ زور په راومنلو طالبانو دملادادالله ورور نه پرېښود خو دومره غیرته په کې نشته چي داعش په وړاندې هم له دومره جذبو اوقوت څخه کار واخلي داسي جهاد

  35. جګړه له مذهبانوڅخه په نړۍ وال جګړه واوښته اوس کنترول ناممکن دی عبث مصارف مه کوی په همدې اور کې به اوس سوځو.

  36. اوس وضعیت ډيرخراب شوی دی ،اوس هغه څوک نه ښکاري سړی پرې مذهبي مینه ماته کړي

  37. دنن ورځې راپور دی چي ۱۶۲۲ تنه په تیره میاشت کې په افغانستان کې وژل شوي اوټپیان شوي دي، نو په دي ډول خو به مو آخر خلګ را خلاص شي بیا به څه شی وژنو؟. خارجیان خو هغه دی یو هم په میاشت کې نه مري، نو که اغا صاحب په ډول بی طرفه خلګ پرخپلو خلګو لږ زړه وسوځي او دکومه دحل لاره را وباسي په دي کې به څه بدي وي؟.

  38. رښتیني سوله که هر څومره ګرانه ده خو اړتیا هم ورته هغومره ډیره او شدیده ده، ځینې ملګري په تبصرو یا لیکنو کې دسولې دخبرو یا پروسې مخالفت کوي نو څه به کیږي؟ آیا یوه خبره به څوک کوي که به تل سره ټکوو؟ آغا صاحب دغه درد درک کړی دی چي ټول ژونديي هم دي وقف کړی دی ورنه څه اړتیا زما وستا دغم خوړلو لري؟. نو پر داسي چا ملامتي ویل نه دی پکار چي زموږ دښه ژوند لپاره کار کوي. الله دي هڅې بریالۍ کړي

  39. عچیبه ده!
    دسولې یا روغې جوړې خبره هم اوس خلګ جرم ګڼي، یواځي اغاجان دی چي بیا هم کله یوه هیله پیداکوونکي خبره ورڅخه واورو. خو اغاجان دي هم په خپله ستراتيژي کې بدلون راولي
    یعني لږدي عملي کار وکړي، تر اوسه خو یواځي تر مرکو پورې دمحترم اغاجان هڅې محدودې دي.

  40. عجیبه ده!
    دسولې یا روغې جوړې خبره هم اوس خلګ جرم ګڼي، یواځي اغاجان دی چي بیا هم کله یوه هیله پیداکوونکي خبره ورڅخه واورو. خو اغاجان دي هم په خپله ستراتيژي کې بدلون راولي
    یعني لږدي عملي کار وکړي، تر اوسه خو یواځي تر مرکو پورې دمحترم اغاجان هڅې محدودې دي.

  41. اغاصاحب ! پام چې طالبان و داسي سولې ته و نه هڅوې لکه حکمتیارصاحب چې وکړه، اوس موږ روزانه اورو او وینو چې د حزب اسلامي غړي په مرکز کابل او ولایاتو کې د نامعلومو وسله والو لخوا وژل کیږي چې دا سوله د حزب اسلامي لپاره یو سیاسي مرګ سو نو که طالبان مجاهدین هم دغه ‌‌‌‌‌‌ډول سوله وکړي دوی به هم عین سرنوشت اخته کیږي .

  42. مولوي معتصم صاحب! سوله بايد رشتني وي نه داسي سوله چي حكومت يي د سولي د شورا د أدرسه ناري سوري وهي دا خو سوله نه ده بلكي تسليميدل دي او تاسو پوهيژى چي مجاهدين به هيچ وخت داسي ونكري .

  43. معتصم صاحب! زما له نظره طالبان شاید سوله قبوله کړي خو داسي سوله نه لکه حزب اسلامي
    چې وکړه دا خو ځان د دښمن په اسارت کې په خپل لاس بندول دي او هلاکت دی . والسلام افغانیار د پول عالم نه

  44. طالبان دې له دې زرینې موقع استفاده وکړي ټرمپ هیڅکله دمسلمانانو دوست نه شي کیدای ،خودهغه طبعې ظلم
    یاد ساتی چي اوس کیدای شي دپآکستان فشار دطالبانو ترمشرانو ووځي

  45. الله دي خیرکړی اغاصیب موږ خوپه دې کمنیت هم نه پوهیږو ګران شرائط یې دي باید لومړی تاند ویب پاڼه دا اسانه کړي ،موږ کمنټ نه شوکولای

  46. د چارو کتونکي وايي چې د طالبانو په منځ کې ډېر کسان شته چې په سوله باور لري خو که سولې ته تیاري وښيي د ملا اغا جان معتصم په شان منزوي کېږي ځکه چې د افغانستان د جګړې او سولې واک د پاکستان د آی ایس آی په لاس کې دی.

  47. محترمو وروڼو ! سوله په هرصورت خير ده خداى تعالى فرمايي ( والصلح خَيْرٌ) . مننه شرفيار نورزى د بولدك څخه

  48. دمذهبیانو عجیب منطق اوتګلاره وي که د دوی له ګټولږ واوښتلې بس کافرشوې خوهغه نه کافرکیږي ،افغان دولت غلام ګڼي خوځان خپلواکه مخامخ دخلکوپه سترګوکې خاورې شنیدي دکوټې اوپيښور ماڼۍ یې موږ وینو کاروبار اوتاریاق سوداګري یې وینو خودبل لپاره بده ده ،الله دې هغه څوک وشرموي چي په وطن کې سوله ثبات نه غواړي ،

  49. محترمه تاسو ولي په داسي حال کې سوله غواړي چي امریکا په ماتیدوده ،خوباید تاسو په سرکې داکار کړی وای ،نن به دومره قربانۍ ولي ورکولې ،خودومره وايم چي طالبان ترهرڅه تیرېدای شي مګرترقدرت نه هغوی اوس هم هغه خوبونه ویني چي په شمالي کې یې دخلکو کورونه ورانول خوچاڅه نه شوای ورته ویلای .

  50. مشره رامخته شه
    تاسو ولې په دې اړه جدې پرېکړه نه کوي چي نوردمذهب توهین بند شي اوخارجیان له هیواده ووژي

    که دې همدې ښکلي ځوانۍ سره داسي ښکلی کار وکړي څه به وشي…؟
    نور له بدرنګومشرانو اوله بې تقوا رهبرانوپه تنګ یو.سوله زموږ ارمان دی ،هو په داسي حال کي چي ټول افغانان وسو.

  51. معتصم اغاجان په طالب مشرانو کې نسبتا معقول او وطن ته وفادار شخص دی.
    که د سولې په ډګر کې هڅې وکړي او یاهم چانس ورکړل شي ممکن ګټور ثابت شي.
    افغان حکومت ته په کار دی چې داسي کسانو سره قوي اړیکې جوړې کړی او د تماس د چېنل کار ورڅخه واخلي.

  52. بلې همیم که حمیم صیب یې وروره ستاخبره خو سهی ده چي اغاصیب دقدر او وړ شخص دی باید هغه خپله دازمېنه اوموقع برابره کړي چي طالبانو ورباندې ټول شي ،ګنې خوار اوذلالت حالات ځکه راتلونکی دي چي دوسله والوطالبانوپه منځ کې سخت اوژور اختلاف شته

  53. که طالبان هم په معتصم اغا راټول شي ،نولیري نه دي چي دسولې اورایې له لارې دې راتلونکي نظام اوواکمني وګټي ،خوکه جنګ اوجګړې کې خیروي نواوس خویې ۴۰کاله پوره شو

  54. طالبانو ډیرې ازموینې اوجګړې وکړې دې ځل دې داهم وازمویې چي سولې ته دې غاړه کښیږدي همدا معتصم صیب دې مشروټاکي ،ځکه چي هغه له شرعي اوبهرني سیاست اونظام سره پوی دی ،خوکه دوی ته چل دوکه اوفریب ورکړل شو ،نوبیاهم کولای شي چي غروته وخیزې روس ،ایران اوپاکستان یې بیاهم مرسته کوي.

  55. طالبان غواړي چي دمرګ تروروستۍ سلګۍ پورې وجنګیږي یابه شرعي نظام راولي اویابه سرخوري
    خویاده دې وي چي اوس صلیبي

  56. وروڼو اغاجان معتصم طالبانو له خپلی لیکی شړلی ده هسی ایله دبوسو کاڼی واروی طالبان به هلته سوله وکړی چی جهان یی شروط قبول کړی د معتصم څنګ کی څو تنه طالبان نه بلکی غله او ماده پرسته انسانان راټول دی چی په داسی خبرو له بهرنیانو پيسی او مادیات تر لاسه کړی دا دبوسو غونډاری کوم ځای نه نیسی

  57. بعد ازینکه :
    کدام وخت که امارت اسلاميه را منتشرشود وحکومت غربي بجایش قايم شود،ماخوردکک بودم،البته ان وخت مافهمیدم که کفروطن ما رااشغال ساخت.
    حالا ازشمافرسان مې کنم که حکم اشغال چه است؟
    تاوخت که خارجها را بیرون نشود حکم جهاد جاري است .

  58. پرته له کوم امیتازه داپه ډاګه ویلای شم چي معتصم اغا دطالبانو درهبرۍ وړکس دی بایدنور طالبان یوه سیاسي جنبه ولري،هغوی اوس دخپل هدف لپاره یواځې همدا لاره لري ،معتصم اغاچي له ډیره وخته یې په دې اړ ډیرې هلې ځلې کړې ،موږ په ډې پوهیږو چي که هرطالب شهید کیږي ،زنداني کیږي ،اغاصیب ته یې کوم زیان نه دی اړولې ،خوهغه په کراتو ویلي چي جګړه تپل شوې ،نړۍ ټوله مغلوبه ده ،ګاونډیانو لاسوهنو زموږ ټول جنګي برم اوهدف دخپل ځان په ګټه کرځولی،خوپه دې سیاست نورمشران به ډیر وروسته پوی شي،بل خبره داوه چي معتصم اغا مرحوم امیرالمؤمنین ته ډیرنژدې کس واوهغه ورباندې تربل هرچاډيرباورهم ،خوترپایه ورسره وفادار هم پاته شوداچي ځینې کړۍ دهمسایه ګانو په مرسته څه نمایشي اوفرمایشي چارې ترسره کوي هغه زموږ داینده په ګټه نه دي ،حزب هم سوله وکړ،خوتسلیم ځکه نه دی چي هغه هروخت کولای شي بیرته غرونوته پورته شي ،مګرهغه هم ددې انتظارباسي چي په کوم ډول بایداسلامي نظام راولي.

ځواب ورکول قانع ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *