تاند، چهارشنبه، د دلوې ۱۶مه: د طالبانو د انشعابي ډلې سرپرست ملا عبدالمنان نیازی وایي، نږدې ۳۰ زره جنګیالي یې یوازې د هغو طالبانو پر ضد ټول هیواد کې جنګېږي چې ځانته د امارت کسان وایي.
ملا عبدالمنان د پاکستان لخوا د ملا رسول له نیول کیدو وروسته د خپلې ډلې سرپرست دی وایي، پاکستان څو خپل کسان په قطر کې مذاکراتو ته کېنولي او هر امر چې ورته کوي، هماغسې کارمخته وړي: (( قطر مې ناست مرکچیان په حقیقت کې د پاکستان استازیتوب کوي نه د طالبانو، حتی د تاوتریخوالي کمولو وړاندیز یې هم د پاکستان وړاندیز دی.))
ملا منان نیازی وایي، امریکا باید پوه شي چې په حقیقت کې یې له څو پاکستانیانو سره مذاکرات روان کړي دي، ځکه هیڅ یو طالب د قطر دفتر کسان په خپله استازولۍ نه مني.
د هغه په وینا، د قطر په خبرو کې د پاکستان ټولې هڅه دا ده چې څنګه امریکا ته فریب ورکړي؟ (( که امریکا د افغانستان خلکو ته غوږ نه نیسي ، نو غوره ده چې مستقیم له پاکستان سره خبرې وکړي.))
ملا عبدالمنان نیازی وایي، د تاوتریخوالي د راکمولو په اړه د پاکستان شوم پلان دا دی چې طالبان به پر امریکا برید نه کوي، خو نور یې چې هر څه زړه غواړي همغه به ترسره کوي.
نوموړی وایي، د پاکستان پلان دا دی چې په افغانستان کې خپل یو ګوډاکی حکومت رامنځته کړي.
lملا دی وی خو دغسی!ا
کور دی ملا منان نیازی اباد وی چی حقیقت یې ویلی خو زه اوس له پړی هم ډاریږم چی د ملا منان په جامه کی د پاکستان بل دوست نه وي څګه چی پاکستان ټول زور د افغانستان د مستعمره کولو نیت لری ا
د مللا منان دغه ادعاوی درستی دی چه : پاکستان امریکا سره چل کوی او په افغانستان کی خپل ګوډاګی حکومت غواړی ، دقطر دفتر طالبان د پکستان ددولت د ګټو نه نمایندګی کوی او د خشونت د کمولو خبره هم د پاکستان ددولت او چارواکو نطر دی
جناب نیازي صیب کاشکې د طالب تور داغ په تاسو نه وای. ستاسو سپینې ویناوې تل رښتینې اوپه حقایقو ولاړې دي. ستاسو او ستاسو د ملګرو بلا دې په ملا شیر محمد عباس او ملا هیبت پورې شي. هرڅوک چې افغان وي باید د خپل وطن له ټولو ګټو نه هراړخیزه دفاع وکړي.
له خپل ملي او افغاني دولت سره که نه یوځای کېږئ ، راځئ تاسې په خپلو سیموکې اوربند وکړئ . هرډول اقتصادي پروژو ته اجازه ورکړئ او په ساتنه کی یې له افغان ولس سره همکاري وکړئ .
سلامو علیکم۰افغانان هیله لری چه د ملا صاحب رسول څانګه له افغان دولت سره سوله وکی۰دا به یو نیک اقدام وی۰
مشکل حل معلومیږی۰ افغانان دپاکستان مزدوران نه غواړی۰او تاسی هم۰
مننه
!!له برونه پورې ملا منان د طالبانود امارت وفادار وو او د ملا عمر په لښکر کې یې مهمې دندې لرلې او له ټولو حقائقو خبر وو
!نو نن ملا نیازی نورې بابولا لې بولي ایا نیازي ته بل چا و ظیفه ورکړې ده
خو ملا ګل درواغ وایې هغه ۳۰۰۰۰ جنګیالي نلري
او بل دا چې تر پرونه پورې ملا منان ټول کاررونه او پلانونه دښوونڅو یو او ښځو د حقوقو په برخه کې ی له طالبانو سر ګډ وکړل اوس خوشې مونږ غلوي !
ملا منان نیازی ریښتیا وایی
پرون هم په کوټه او ټوله پښتونخوا کې چندی د جنګ لپاره کیدلی. در حالیکه دولت یې ښه لیدلی. هغه کسانو به چی څه ورته وویل هغه به دولت نیولی یا به یې رټل. دلته بدبختانه سوله نه بلکې هسې ډرامه هغه هم مردتد پکستان روانه کړی.
ټول افغانان او ځانګړی ډول پښتانه وروڼه که هغه عام وګړی دی یا په دولت یا طالب پوری اړه لری زما یوه خبره واوری چی دلته اصلی جنګ موږ سره برتانیه یا انګلستان شروع کړی کله چی برتانیه د افغانانو یا پښتنو څخه دری ځلی ماته وخوړله نو کوښښ یی وکړ چی پښتنو ځپلو لپاره یا افغانستان د بربادی لپاره باید دلته یو داسی دولت یا نظام جوړ شی چی کنترول یی برتانیه او امریکا په لاس کی وی
کله چی دوی پاکستان جوړه نو پښتنو سیمی یی له افغانستان او اردو ژبو سیمی یی له هندوستان جلا کړی او دلته یی چټلستان په نوم هیواد جوړ کړ
چی نن پدی خبره باندی هر افغان او نړیوال پوهیږی چی پاکستان په ځانګړی ډول پنجاب پدی ۴۰ کلنه او ۱۹ کلنه جګړه کی د پآکستان پوځ او استخبارات لاس لری او درلوده یی
ځکه حمید ګل ویلی وو چی سمه افغانان مستقیم له روسانو سره جګړه کوله خو منجمنت او مالی او نظامی مرسته ما او پاکستان پوځ او استخباراتو کوله چی ټول هیواد کولای شی چی د حمیدګل ویناوی له یوټوب کی وګوری
همدا امارت د همدی پاکستان په مرسته وران شو ځکه همدی پنجاب امریکا ته نظامی آډه ورکړه او همدا آمارت یی ونړاوو، چی اوس یی زیاتره مشران په پاکستان او افغانستان کی څه امریکا د بمبار او څه په پآکستان کی دوی د استخباراتو له لوری ترور شوی او بیا مرموز ډول وژل شوی
یا لکه ملابرادر په شان چی په اول یی له دولت سره مخامخ د سولی خبری کولی د په ۲۰۰۹ یا ۲۰۱۰ کال کی بندی کړ
هلته په پښتونخوا کی بیا منظور پښتون له نظره چی پنجاب پوځ تقریبا ۳۲ زره پښتانه وژلی چی لا تر اوسه یی مړی او زخمی یی کورنی یا فامیل ته په لاس ندی ورغلی او همدا مګر ټوله نړی د پاکستان ددی ظلم په وړاندی چوپه خوله نیولی مطلب دا چی نړیواله ټولنه، بشرحقوق او امنیت شورا د دوی هر ترور او وژنی په مقابل کی غبرګون نه ښآیی یعنی مطلب دا چی پښتانه واجب القتل دی که یی پنجاب وژنی یا امریکا د بمبار په وسیله ځکه زیاتره وخت داسی تصویرونه میډیا کی ښودل کیږی چی زیاتره ماشومان او ښځی او سپین ګیری دی نو معلومه نشوه چی بشر حقوقو اداره ماشوم هم واجب القتل ګڼی
سوال دلته دا پیدا کیږی چی کله پنجاب په لویه سپین سترګی طالبانو نظامی او مالی او سیاسی ملاتړ کوی او مخکی یی د اوو (۷) تنظیمی جنګی ډلو مالی او نظامی ملاتړ کاوو مګر چی وخت راغی همدا دواړه یعنی مخکینی مجاهدین او طالبان یی هم په خپل مینځ کی سره واچول چی ولی افغان دولت مخکینی او اوسنی په نړیوال سازمانو په کنفرانس غونډو کی له منظور پښتون او هم د دوی سره د شوی ظلم په اړه نړیوالو ته پوره او دقیق خبره نه کوی چی نړیوال په پآکستان باندی سیاسی او مالی (اقتصادی) فشار او همدارنګه د سپاه پاسدارانو په شان بندیز ولګوی
اصل کی کیدای شی خبره دا وی چی برتانیه او امریکا دلته او ښکته پښتونخوا کی داسی مشران او غښتلی اشخاص چی په لر او بر باندی یی زړه خوږیږی ژوندی نه پریږدی ځکه برتانیه دری ځلی له افغانانو په او ځانګړی ډول پښتنو ستره ماته خوړلی نو ځکه خو اوس امریکا له اوسنی دولت سره سمه نظامی او مالی مرسته نه کوی ترڅو دا هیواد په خپلو پښو ودریږی نو امریکا هم کوښښ کوی چی افغانستان تل د پآکستان محتاج واوسی
د سولی او اوربند په اړه باید دومره ووایم چی امریکا کوښښ کوی داسی حالت دلته را مینځ ته کړی هیڅ ډول پرمختګ او ښیرازی را مینځ ته نشی
او پآکستان ته تل برلاسی ورکوی چی افغان وژنه او پښتون وژنه کی دواړه یعنی پنجاب او امریکا او برتانیه سره همکار وواسی
ترڅو برتانیه زموږ د ولس وژنی او دولت د تخریب او پرځونی خوب له سر ونه باسی نو ګمان نه کوم چی افغان ولس به راتلوونکی ښیراز ولری ځکه زموږ اصلی دښمنان برتانیه او امریکا دی
له ولسمشر می غوښتنه ده چی د ښکته پښتنو په اړه په نړیوال سټیج کی د دوی د ظلم په اړه نړیوالو ته خپل شکایت او همکاری غږ ورسوی چی نړی پوه شی پښتانه ترهګر نه بلکه د ترهګر هیوادونو له لوری تر برید او تجاوز لاندی دی