حمید ګل

تاند- په داسي حال کې چې د پاکستان د آی ایس آی د پخواني افغان دښمنه ريیس متقاعد جنرال حمید ګل په مړینه ډېری افغانانو خوښي څرګنده کړې، راپورونه وايي چې د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور د حمید ګل مړینه د طالبانو لپاره د خپل یوه وزر بایلل بللي دي.

د پاکستان طالب پلوه ورځپاڼې (اُمت) د چهارشنبې په ګڼه کې لیکلي چې د افغان طالبانو مشر ملا منصور ویلي چې د طالبان بل لاس هغه وخت پرې شو چې حمید ګل ومړ.

حمید ګل د اتیایمې لسیزې په پای کې د پاکستان د آی ایس آی ريیس و او د ډېرو افغانانو په باور د افغانستان په ویجاړولو کې یې مهم رول ولوباوه.

اُمت ورځپاڼې د طالبانو د مشر ملا منصور له قوله د حمید ګل د کورنۍ له غړیو سره غمرازي کړې ده.

ورځپاڼه وايي چې د حمید ګل کورنۍ ته د منصور په پیغام کې ویل شوي چې طالبانو هغه وخت خپل یو لاس وبایله چې ملا محمد عمر اخوند مړ شو او بل لاس یې هغه وخت پرې شو چې حمید ګل ومړ.

د امُت اردو ژبې ورځپاڼې پر اساس د منصور په پیغام کې دغه راز راغلي چې د متقاعد جنرال حمید کل مړینه د ملا عمر تر مړینې لږ دردوونکې نه وه.

19 thoughts on “ملا منصور: د حمید ګل مړینې د طالبانو دوهم لاس پرې کړ”
  1. دوه لاسونه مو بالول انشاءالله دا دوې پښې به هم بآيلوئ
    آمين بارب آلعلمين

    1. دا ىو حقىقت دى دواړه دافغانانو دوشمنان وه دا زمونز دوعا ده چه تول دوشمنان دى برباد وى

  2. جی ایچ کیو مرکز ته د پاکستانی جنرالانودلاس
    نیوی لپاره اشرف غنی ولی ورغی او ای ایس سره یی تفاهم لیک ولی لاسلیک کر ؟ ی

  3. منصور خو ځکه دحمیدګل مرداریدنه د ټالبانو لاس پرېکیدل بلي چې هغه خو د ډیروناجایز پلارو. زه نه پوهیږم چې منصور ته ولې خلک ملا وایي هغه خویو لوی لوفر دی. ټولو ته معلوم دی چې هر وخت په هیرا منډي کې ناست وي.

  4. تل به دا دعا کوو چه اللهم اهدنا الصراط المستقیم… الله ربالعزت چه عزیز ذو انتقام ذات دی زموږ د مظلومو شهداوو انتقام دی دی واخلی چه بهترین او غالب انتقام اخیستونکی دی او د کورنی غلو ته دی اولا هدایت او که نه وی غفار ذات دی ټول امت د دوی نه پاک کړی او خپل بهترین بندګان دی په ټول عالم اسلام خصوصا افغانستان کی حاکم وګرځوی او هغه حکومتونو چه د نورو پروژی په عالم اسلام کی پیاده کوی دا د اسلامی امت پر مخ ننګینه داغ دی رب العزت نیست ونابود کړی هغه که سیسی وی که ګاوندی او که زموږ وطندار.

  5. It is clear to all world and Afghanistan that Taliban are not independent and they are created, equipped, trained and led by ISI since 1994 and till now. Taliban are not Afghans, not Muslim and they die for the best interest of Pakistan.
    God dam them.

  6. حمید ګل ولد ابلیس لعنت الله علیه په جهنم کې د دوزخیانو اورلړوني په صفت وګمارل سوو۰ د شیطان پرکټې او لکۍ ملا منصور ابلیس انتظار باسي۰ د شیطان منصور لپاره یې مناسب ځای په پام کې نیولي۰ انشا الله ډیر ژر به د افغان امنیتي ځواکونو په لاس له پنجابي شریرو شیطانانو سره د جهنم تورو کندو ته د ابد الا ابد لپاره وسپاري

  7. الحمد الله د ټالیبانو دواړه لاسونه د لوی رب په برکت سره قطع شول . لری به نه وی چی د دی پلیدو او د هیرا منډیوالو د نوکرانو دواړه پښی او د منځنیو پيړیو د تفکر لرونکو مغزو والا سرونه هم پری شی ، یا الله تو خو دا د نیا او اخرت شرمیدلی د پښتنو او ټولو افغانانو او مسلمانانو له سره کم او مخامخ یی دوزخ ته ورټیل وهی تر څو له ملا کرنیل امام او حمیدغول سره په جهنم کی یو ځای شی. آمین

  8. جنرل حمیدگل یوداسی مسلمان ووچه افغانان یی دروس له غلامی آزادول اوبیایی دامریکاله غلامی ازادولوکی ڈیرزیارایستلوارواح دی شادوی امیرالموءمنین ملااخترمحمدمنصورحفظه الله داخبره نه ده کڑی کوم خلک چه دکفاروڈالروته خوشحال وی هغوته غلامی هیچ فیغورنه شکاریرژی مجاهدته دکفاروپہ سترگه گوری مسلمان دزان دشمن بولی دقرآن فیصله ده ٹول مسلمان سره ورونه دی که عرب دی کهپنجابی دی که هرچوک وی زمونژوروردی دملی امنیت پہ نامه غلامه اداره انشاءالله په سکوت دہ پہ افغانستان کی به قانون دقرآن وی دامریکاغلامان به ٹیٹی سترگی ولاڑوی انشاءالله

  9. چه لندن تر اوبو لاندی نه شی منصور منصور تالب مالب حمیدګل ممید ګل او نور خبیثان به همداسی را باندی مسلط وی.

  10. هسی له ځانه ګډیی نصرت خانه، امیرالمومنین د څشی امیر بیا دکومو مومنانو امیر، که چیری یی رښتیا هم د حمید ګل په مړینه خواشینی ښودلی وی نو له دی څخه معلومیږی چی ملا منصور دای ایس ای پوخ غلام ده غلام امارت نه شی کولی، دامارت لپاره اولین شرط حریت ده، څوک چی حر نه وی هغه به څنګه امیر شی.افغانان اوس په داسی حماسی خبرو نه غولیږی اونه به ستاسی ددی تبلیغاتو تر اثر لاندی راشی،

  11. زما ټول دتاند چلوونکو او کتوونکو ته سلامونه
    زه تاند ډیر په شوق سره ګورم داسی ورځ رازی چی دلسو کرتو نه یی زیات خلاصوم ، البته په ننی خبره سره زه په پیل کی خوشحاله شو م ولی وروسته بیا خپه شوم ځکه په پیل کی دوی داخبر دامت ورځپاڼې په حواله نشرکړو ولی بیا چې کله دامارت لخوا ددې تردید راغی نو تراوسه هغه نه دی نشرکړی دلته سړی ته یوه اندیښنه راپیداکیږي چی دوی ولی داسی وکړل زه هیله لرم چی ماته به دتاند محترم ملګری ځواب راکړی زه یوازی دمعلوماتو لپاره دامارت دویب سايټ څخه دطالبانو هغه مضمون را اخلم
    ددی نشر مونږ ټولو افغانانو ته ګټه کوی باید مونږ کوشش وکړو چی تروسعه فاصلی کمی کړو
    په درنښت.

    د (امت) په نامه دپاکستاني اخبار هغه راپورحقیقت نه لري چې په غلطه سره د اسلامي امارت مشرتابه ته منسوب شوی دی
    36
    Share
    31
    5
    0
    4
    د (امت) په نامه دپاکستاني اخبار هغه راپورحقیقت نه لري چې په غلطه سره د اسلامي امارت مشرتابه ته منسوب شوی دی
    20-08-2015

    تیره ورځ يوه پاکستاني اخبار (امت ) دجنرال حمید ګل د وفات په اړه د اسلامي امارت مشرتابه ته منسوب شوې داسې څرګندونې نشر کړې چې هغسې څه نه دي ترسره شوي، او د اسلامي امارت مشرتابه په هغه مورد هيڅ بیان هم ندی خپور کړی.
    داسمه ده چې دپاکستان هیواد داستخباراتو پخوانی مشر جنرال حمیدګل د افغانستان له جهادي تنظیمونو سره د جهاد په زمانه کې نیږدې همکار پاتی شوی وو او اسلامي امارت ټولو هغو اشخاصو او جهتونوته چې دشوروي یرغل پرخلاف يې د افغانانو د داعي اوجهاد ملاتړ کړی وو دقدر په سترګه ګوري.
    خو رسنۍ باید خپل رسالت درک کړي، هغه څه خپاره کړي چې هغه واقعیت وي او دشومو اهدافو لپاره باید دمشرانو په اړه دومره ستره ګستاخي ونشي چې ناويلې خبرې پسې وتړل شي او خپرې کړل شي، ځکه داسې راپورونه یواځې دهغو رسنیز حيثيت ته زیان اړولی شي.
    د اسلامي امارت ویندوی ذبیح الله مجاهد
    ۱۴۳۶/۱۱/۵هـ ق

    ۱۳۹۴/۵/۲۹هـ ش ــ 2015/8/20م

  12. هر هغه افغان چې د پاکستان ښه وایی دا معنی لری چې بی ناموسه دی ا وهر هغه افغان چی پاکسان ورپسی وی ناموس فروش دی

  13. دا چې د طالبانو دواړه لاسونه غو څ شول نو دا په دی معنی چې هسی سوټی ورنه چوړ شوی
    د حمید ګل پخوانی یاران او شاګردان(مسعود ،ګلبدین سیاف ربانی پیر صاحب مجددی صاحب او نو ر څه وایي ایا دوی د حمیدګل طوق له غاړو لری کړی که نه!
    خدایه د حمید ګل کورنی تباه او برباد کړېمونږ خو یی تباه کړو

ځواب ورکول سليمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *