ملا اختر محمد منصور

تاند- د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور وايي، د کندوز ښار نیول یوه سمبولیکه بریا وه چې د طالبانو قوت یې وښود.

ملا منصور نن /جمعه/ له نامعلوم ځایه د ټېلفون له لارې له اسوشیتید پریس خبري اژانس سره په مرکه کې وویل چې د طالبانو له لوري د کندوز درې ورځنۍ نیونه تاریخي شېبه وه او د ښار خلکو د طالبانو پر کامیابۍ جشن وکړ.

طالبانو د دوشنبې په ورځ کندوز ښار ونیوه او د پنجشنبې تر سهاره پوری یې په کنټرول کې و.
په کندوز ښار کې لا هم جګړه روانه ده. روغتیايي کارکوونکي وايي چې د کندوز په جګړو کې د ټپیانو شمېر تر ۴۵۰ تنو اوښتی دی.

له بلې خوا د امریکا پوځ وايي چې تېره شپه یې په ننګرهار ولایت کې یوه ترانسپورتي الوتکه غورځېدلې ده.

ناټو وايي چې په کندوز کې د دې سي ۰ ۱۳۰ پوځي ترانسپورتي الوتکې د لوېدو د علت په اړه څېړنه کوي.

4 thoughts on “ملا منصور د کندوز نیونه د طالبانو لپاره سمبولیکه بریا وبلله”
  1. په کابل کې د ناټو یوه ویاند، براین ترایبوس، امریکا غږ ته وویل چې امریکايي الوتکو لمړی د سپتامبر پر ۲۹ د سهار پر ۹:۱۵ بجو او بیا د ماخوستن پر ۱۱:۳۰ د کندزښار دباندې د طالبانو پر مورچلو بمبارۍ وکړې.
    بیا، د سپتامبر پر ۳۰ د کندز هوايي ډګر او نورو برخو کې څلور ځلي د طالبانو د ځپلو په موخه بمبارۍ وشوې.

    Many thanks to US and NATO forces. and many thanks to the American generous taxpayers for giving us dollars so the two headed Afghan government can live in peace and enjoy the life.

  2. باور وکی چه د درد او احساس خاوندان د عقل او لېونتوب بر سرحد د سرګردانۍ په حالت کی د حیرت اوښکی تویویـ

  3. ملا آی ایس آیه ستا له پاره د افغانستان د خلکو وینه تویول سمبولیک شکل لری خدای خبر دی چی په ورځ د محشر به د کوم شی په جامه کښی را پورته شی ډیر د افسو س ځای چی تر هغه بیرغ لاندی چی کلمه طیبه پکښی نوشته ده او خمارت بیرغ دی د خلکو په ناموس تعرض وشوو ستا پاکستانی باداران به ښه خوشحاله شوی وی ستاسو او د داعشیانو چی د یهودو پروژه دی څه توپیر دی. ښه ډیر حرام دولت لری له خدای منکره د د خوارو افغانانو په وینو تجارت بس کړه اوس دی هم په مخ کښی نور نه لیدل کیږی بس دی د جهاد په نوم مو دا مملکت برباد کړ ای د آی ایس آی او پنجابی غلامه الله تعالی د په داسی مرض تا او هم ستا په څیر ډله آخته کړی چی یوه چیغه مو په آسمان وی او بله پر ځمکه چا ته تخت پاتی دی چی تاته به پاتی شی ولی افسوس چی دا کارونه مو د اسلام په نوم نه کولای

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *