تاند- رویټرز خبري اژانس وايي، د طالبانو اوسنی مشر ملا هیبت الله اخوندزاده ۱۵ کاله د پاکستان د بلوچستان ایالت په یوه مدرسه کې تدریس کاوه، خو د سږ کال په مې میاشت کې ناببره بې درکه شو.

د بلوچستان په کوچلاغ  کې د الحج جومات طالب زده کوونکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي چې ملا هیبت الله په ښکاره تدریس کاوه.

کوټې ته نژدې په کوچلاغ کې د هیبت الله د اوسېدو په اړه مخکې څه نه و ویل شوي خو اوس د دې موضوع افشا کېدا پر پاکستان نور هم فشار زیاتوي.

تر هیبت الله مخکې د طالبانو مشر ملا اختر محمد منصور هم په پاکستان کې اوسېده او همالته ووژل شو.

همداراز اسامه بن لادن په ایبټ اباد کې ووژل شو او د ملا عمر په اړه هم ویل کېږي چې تر پایه په پاکستان کې اوسېده او همالته ووژل شو.

  د مې په میاشت کې د منصور پر ځای د هیبت الله اخوند زاده له ټاکل کېدو وروسته نوموړی بې درکه دی او ویل کېږي چې پاکستان او طالبان وېره لري چې امریکا به یې د منصور په شان په نښه کړي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په کوچلاغ کې د ملا هیبت الله اخوند زاده د اوسېدو په اړه د دغه اژانس د پوښتنې ځواب ورنه کړ. او د پوځ ویندوی ورته وویل چې په دې اړه نه غواړي څه ووايي. خو د بلوچستان ایالت د کورنیو چارو وزیر سرفراز بوګټي (بکټي) وویل چې په خپل ایالت کې د طالبانو موجودیت په کلکه ردوي.

رویټرز د الحج جومات او مدرسې د ګڼو استادانو او شادګرادنو په قول د ملا هیبت الله کیسې رااخیستي او ویلي یې دي چې د نوموړي نوم اوس هم په خطاطي شوې بڼه پر دېوال لګېدلی دی.

5 thoughts on “ملا هیبت الله د کوچلاغ په الحج جومات کې ۱۵ کاله تدریس کاوه”
  1. ولی دکوم طالب مشر یاکشر اوسیدل په پاکستان کی کفر دی؟
    دا کنجاړه خواره چه ټول خاندان یی په امریکا اروپا او هندوستان کی اوسیږي خیردی

    1. هغه کارونه اووحشت چی طالبانو پرپشتنو په طول د21 کالونوکی کری کافرهم ندی کری چی اوس هر پشتون په نوم دطالب اوالقاعده وژل کیژی په ناموس ئی تجاوز کیژی افسوس د په تادال خور وی

  2. الله دې ملا هبت الله تبا او برباد کړی چي ځان یې د ای اس آی په لومو کې ښکېل کړی او د ده د رهبرۍ په نامه پاکستانیان زموږ وطن ورانوي او هره ورځ مو ورونه او خویندې وژني

  3. خاکسار خانه، په پاکستان کې د طالب مشر یا کشر اوسېدل کفر نه دی، خو د هغوی په امر په کندز، بغلان، فراه، هلمند او نورو ولایتونو کې د عامو افغانانو شهیدانول کفر دی.
    د پنجاب په کنجاړه او اخور لویېدل او د هغوی فرمانبرداري له شک پرته چې کفر دی، تک سور کفر!!

ځواب ورکول افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *