يوه ملګري مې وويل: کله چې څوک ايت يا حديث ووايي او ځان ملا، ملا کړي او يا له دين نه خبرې وکړي؛ زړه مې ورېږدي او باور مې پرې ختمېږي. دا ټول د ملا صيب له لاسه چې د دين په جامه کې يې هر څومره د بې دينۍ کارونه وکړل! بل زوړ مجاهد يار مې بيا نعتونه هم نه اوري؛ خو که څوک يې غږوي، دی يې ورته د بندولو حکم کوي. ترې ومې پوښتل ولې دا کار کوې؟ ځواب يې سم و. ويل يې چې دا د ملايانو ترانو ته ورته او د هغوی ترانه ويونکو په خپل غږ کې ويلی دی، ځکه مې نه خوښېږي.

ډېر داسې خلک نورهم پېژنم، چې له ملا سره ناسته ولاړه خپل کمی ګڼي او په ملګرتيا يې شرمېږي. دا ټول د وخت او حالاتو زېږنده ده او بايد همداسې وي؛ خو ملا زموږ په ټولنه کې لوړ مذهبي مقام درلود او اوس هم د ريښتنيني ملا په اړه همداسې ده. ځکه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: (علما د انبياوو وارثان دي.) يا (د عالم فضيلت په عابد داسې دی لکه زما فضيلت ستاسو پر ادنی سړي! ) اوس په ټولنه کې همدغه شته ملايان د وخت عالمان دي.

 رسول الله صلی الله عليه وسلم د ريښتونو علماو په اړه ويلي دي؛ نه د هر کجابودي ګمراه په اړه. تر ډېره دې کجابوديانو په ټولنه کې له دين نه په ګټنې خپل راج او حاکميت وچلاوه او اوس هم غواړي له دې لارې خپل کار ته دوام ورکړي؛ خو اوس د سکې دواړه مخه خلکو ته ښکاره شول.

په ټولنه کې د ملا هغه ځای او هغه مقام نه دی پاتې او دا يې له خپله لاسه!!! خدای بښلي بجليګر دا حقيقت تر ټولو ښه درک کړی و. هغه ويلي دي: (ملايان هم په هغو پخوانيو اودسونو کې نه دي پاتې؛ اوس د دوی له پاينڅو نه هم موتيازې روانې دي.) په عوامو کې له پخوا مشهوره ده، چې: (ملا څه ويل هغه منه؛ خو چې کول يې هغه مه کوه!) خو اوس خلک دې ته راغلل چې مه يې منه او مه کوه! دا رنګه : (ملا وينه کور يې مه وينه ) ځکه هغه د الفت صيب خبره په بازار کې انګور نه خوري او په کور کې د شرابو ډک بوتلونه په سر اړوي. د هر چا په اړه هر څه وايه؛ خو د دې طبقې په اړه به د اصلاح په نيت يوه خبره هم نه کوې. ځکه ارواښاد غني هم ډېر په احتياط سره نيوکه پرې کړې: ( زما بادار وې زما توکړي خور شوې! ) تر دې دمه لا هم غني په همدغې ګنا د ملا په نزد کافر دی.

زه غني نه ملامتوم، کېدای شي ملا له همغې زمانې په انحراف پیل کړی وي. اخر ملاجان خپل موقف په ټولنه کې ولې دومره راټيټ کړ؟؟؟

حقاني او ريښتيني علما خو په اسلام او دين سر ورکوي؛ خو کړنې يې روښانه او اسلامي وي. دوی په دين کې زموږ لارښوونکي او شارحين دي. الله په خپل سپېڅلي کلام کې ويلي دي: ( په تحقيق سره د الله په بندګانو کې له هغه څخه وېرېدونکي بنده ګان علما دي.) خو هغه علما چې وايي يو څه او کوي بل څه بيا هم الله ورته داسې خطاب کوي.( د خره په شان دي،چې کتابونه پرې بار کړې!) هغه د رحمان بابا خبره سمه ده چې وايي:

تاته رب د ملايکو مقام درکړ ــ ته دا خپل صورت په خپله ګاو خر کړې

 ملا صيب سره د فتوی و هيڅ کمی نه شته. په هره خوا کې چې د ده ګټه وي هماغسې به دلايل برابروي. د تورات په تحريف کې هم تر ډېره د هغه وخت د ملايانو لاس دی.

 د ټولنې يو شمېر خلک هم لکه چرګان او ګډې يا پسونه. له عقله به کار نه اخلي بس په ملاګوټي پسې به منډې وهي. په دې بيا سوچ نه کوي، چې ملا صيب د خپل زوی لپاره ګيدړ حلال او د نورو لپاره مردار بولي. ( چې پکې وي نور جمال، هغه ګيدړ به وي حلال!!! ) ميوند فدا يې هم ژړولی: په ټنګه به شې کافر يا مسلمان ــــــــــ لرم دغسې ښه فن لکه ملا يوه ورځ يو ملاصيب، چې د بې ګناه مسلمانانو په وژنه اوس هم صرفه نه کوي؛ داسې وويل: يو سياسي ملا وي او بل اخوند پيتي. ده هغه ملا چې په کلي کور کې وظيفې ،سرسايې، زکات او خيرات ته پروت او خپل ژوند په کوډو تعويزونو تېروي او دين د پيسو لپاره د څو جاهلانو په پښو کې اچوي ملامت کړ. خو دی هم والله که د چا په زړه کې ځای ولري يا دين ته خدمت وکړي. وايي: ( لډو په منځ نيم که بيا د دواړو تر منځ توپير وکه!) د سياست په ډګر کې هم د دوی اودس مات دی. بس د پيسو يو سېلاب پرې راخوشې دی او دين يې نړيوالو ته کم معرفي کړ.

اسلام زماني او مکاني وېش نه مني؛ خو ملاصيب دا خبره هم پکې راووېسته! په هره چاره کې مو يو بام دوه هوا اورېدلي و؛ خو په دين کې اوس ملاجان تطبيق کړه. په دين کې لارې؛ په هره مسله کې بېلې، بېلې لارې، يو پر بل رد او ارتداد ويل، په دين کې انتشار او په اسلامي امت کې انتشار جوړول له ملاجان پرته د بل کار نه دی.

 په خيبر پښتونخوا کې مې له يو تش په نوم افغان ملاګوټي سره مباحثه شوه. ما ويل په افغانستان کې ټول پاکستاني طالبان د افغان حکومت پر ضد جنګېږي. ملاګوټي په ډېرې بې پروايۍ سره وويل: – بس په افغانستان کې خو جهاد دی که هر څوک يې کوي ثواب دی .که پاکستانی وي او که بل.

! – ولې جهاد په پاکستان کې نه شته؟

– نه!!! –

 ولې- دلته له چا سره جهاد وکړي؟

 – خو په دې تاڼو دې او پوځي چوڼيو دې ورځي کنه!!!

– دوی خو مسلمانان دي، لمونځ کوي، کليمه وايي!

– دا زموږ اردو او پوليس لکه چې هندوان دي يا لمر خاته ته ودرېږي؟

 – هغه خو مستعمره ده، امريکايانو نيولې ده د کفر قانون دی پکې!

– افغانستان د کفارو مستعمره ده که پاکستان؟ که پاکستان مستعمره نه وه؛ افغانستان کله هم نه مستعمره کېده!!! په افغانستان کې د بې ګناه ولس د بمبارد لپاره پوځي هډې چا ورکړې؟ همدا اوس د ناټو نوي سلنه اکمالات له کومې لارې کېږي؟ همدا تاسو له افغانستانه چا ورک کړئ؟ زموږ اساسي قانون دا دولس کاله کېږي، چې ستاسو په وينا د کفر؛ خو د پاکستان بنسټ له پيله د کفر په قانون او لاسونو ايښودل شوی دی! له سره رواخله تر پايه ستاسو په سړک چپ لاس تګ، د اتوار رخصتي، ټوله اسلامي نړۍ اختر کوي او تاسو ځان ترې بېل ګڼئ، په ښکاره د حسن جان له مدرسې سره جوخته کليسا، له اسلام اباد څخه په راډيو او تلوېزيون عيسويت ته تبليغ او دعوت او په ښکاره مورده ګاو خانې چېرته دي؟

 – خو ملا ټوزبرخان بيا وايي دا هسې خبرې دي

! – نو ولې هسې خبرې دي ته راته ووايه کنه؟

 – بس خو هسې خبرې دي! نو دا خو راته نه شي ويلي کنه، چې دا خبرې د ای، ايس ای په قانون کې نه شته ،زما د خدای له قانون سره څه ؟ زه خو د اي ايس ای په مذهب يم. که دا مذهب پرېږدم بيا به پيسې څوک راکوي؟ بس خو د ملاصيب دين او مذهب پيسه ده، که يې اوس هم نه منئ تاسو پرې يو امتحان وکړئ.

————————————————–

تاند: تاسي لوستونکي د دې لیکنې له لیکوال سره څومره موافق یاست؟ خپل نظر ولیکئ.

16 thoughts on “ملا ولي په ټولنه کې خپل اهمیت له لاسه ورکړی!!؟ شاداب شبیر”
  1. شادابه وروره ډیر ښکلې لیکنه ده

    د ملا د لاسه خو افغانانو دا حال دی که یو ځل ملا افغانانو وپیژاندو خدای شته چې په هغه ورځ به په افغانستان کې امن راشي

    په افغانستان کې اصل جنګ ملا پیل کړی د غازي امان اله څخه نیولی تر نن ورځې ملا په بیلابیلو څیرو او نومونو دا جنګ ګرم ساتلی
    دملا څیره او پروژه چې یو ځل افغانانو ته څرګنده شوه هغه ورځ به افغانستان کې امن راځي
    خداې دې وکړي چې نور لیکوالان هم د ملا په اړه رښتیا وواي او رښتینې څره یی څرګنده کړي

  2. د شاداب صیب شادابه ليکنه ډېره په زړه پورې ده. راځي نور دا سکوت مات کړو.ملاته هم ګوته ونيسو. د افغانستان په اوسني جنګ کې د ملارول تر ۸۰ فیصده اوړي. که څوک يی ژور مطالعه کړي نو ملايانوډیر منفي رول لوبولای دی.همدااوس د افغانستان په ډيروکلو او بانډوکې ملايان
    ځوانان جنګ ته تشويقوي او تعليم ورته ناروا معرفي کوي. انترنيت او تلويزيون نه يی هم منع کوي، چې نتيجه يی خلک جاهل ساتل او د ملا د حاکمیت دوامدار ساتل دي.

  3. البته په ملایانو کی هم ځینی ښه خلک پیدا کیږی . هغوی چی واقعی اسلام منی او خدمت ورته کوی اود اسلام په خپرولو او تبلیغ کی برخه اخلی هغوی استثنی دی. مګر دا اوسنی ملایان د ګوډ ملا اولاده ده چی د خلکو په روایت یی 40 کاله په پلخشتی کی خلکوته لمونځ ورکړ اوبیا چی خپل هیواد ته ورسید نو له خلکو یی بخښنه وغوښته او ویل یی چی :« خپل لمونځونه بیرته وګرځوی . ما هسی ټوکی کولی او زه مسلمان نه وم.» زمونږ خلک باید چی دا ملایان ښه وپيژنی او د هغوی هر عمل چی د اسلام او انسانیت خلاف وی ونه منی. دوی د چا د جرم د ثبوت او د حکم د تطبیق صلاحیت نه لری . دا د محکمو او عدالت دنده ده. د ملا په خوله د چا وژل ، بندی کول ، اعدامول، سنګسار، دوری وهل، … مطلق جرم دی. دوی عدالت نشی تامینولی.اما امر باالمعروف و نهی عنی المنکر د دوی دنده ده یعنی خلک په پسته او نرمه ژبه د اسلام لوری ته دعوت کړی او که کوم مسلمان جرم کوی هغوی باید محکموته معرفی کړی چی خپله سزا ووینی. د دوی یو هم له امام ابو حنیفه رحمت الله علیه نه زیات د اسلام په دین وارد ندی . هغه جناب د خپلی زمانی قضا قبوله نکړه ، ځکه چی دی پوهیده د عدالت تطبیقول آسانه کار نه دی.

  4. Assalam aleykum
    Zama pa nazar pakhwany Ulama laka 4 imaman, mevlana Jalalodin Belkhy,Seid Jamaloddin Afghan,Mola Moshk-e Alem… a.d.n. ham hatmen avval molayan wo magar chun pa Quran aw sunnet beraber wo Allah t`aala warta haghasy lwarr maqamona werkrrl che nomona yi mong pa fakhr yadawoo.hamda ranga d Rus pa zed jahad ki ham aksar ulema shahidan swy..Rashy che d hazret, pier, ceyid, nakeeb, sahibhakk, hatta d professorano ceyyaf,kashaff,rebbany aw mohseny karoona aw ameloona yi sara moqaysa krro no d bichara panjketab mawlayano ta ba beraat warkrro.Maqsad da che taliban da charryano;Charryan da Molayano ,molayan d mevlayano,…shagerdan aw ttol bya pa rehbarano pasy revan dy..aw rehbaran kho hagha wo che Makke-Moazamme ki yi Quran khwarrly aw hamagha Quran-Karim doy ttol washarmavil aw la yi ham sharmavy..
    .

  5. salamo alikum to all afghans ;this is excellent subject,100% true,
    from amanullah khan TIME,we know mullah,
    mullah dont want pashtunistan free.
    mullah are against science &technology,
    mullah dont accept womensright ………
    they use islam like business,
    our people need EDUCATION to understans possetive and negative in life,
    we have to be muslim real for human society,how allah and QURAAN SAIDE.
    ASSALAMUALIKUM

  6. Salamona
    De Malayano pa Eman hamagha Hafiullah Amin pohidah chi wayali ba yee Da malayan nadee pa spina Jamoo kee Farigyan raghalee de.

  7. آحمقانودآالله رسول صلعم فرمایی ډیرځله یوسړی یوه خبره کوی خوپوهیږی نه چی دادکفرخبره ده آوداکس پدی خبره کافرده نوتاسوشډل آومتبصرین دی دهمدی حدیث مصداق یاست زه به دافتوی درته له کتابه ولیکم چی تاسوپدی خبره له ایمانه بی برخی شوی یاست –فتوایی عالمګیری/ج/۲/ص/۲۷۱/کتاب السیر-الباب التاسع فی آحکام المرتدین–ومنهامایتعلق بالعلم والعلماء-۱۲

  8. Thanks Shabire sahib for your nice article.
    Mullah is ‘’Balla’’ everyone should protect himself from these ‘’Balls’’ our history is wetness that in every regime Mullas played their dirty role and the real reason of our backward is these Mullas .

  9. بس شاداب خان کور دی ودان : زه خو وایم لکه د ترکی د اتاترک پشان یو ځوان پکار دی ملا ګوری او سر غڅوی ځکه هر ځل زموږ ملک د ملا د لاسه وران شوی د امان الله را نیولی تر ننی نظام پوری د ټولو د راپر ځیدو علت ملا وه تر څو کی دا سکوت مات نشی دا وطن هم نه وطن کیږی

  10. ملایان خو حق خبره کوی او تاسی دالله اودرسول نه لری کسان بیا ددوی حق کی تبصری کوی ددولت دانو ر کارکونکی چی هرڅه کوی غصب دخلکو په ناموس تجاوز او همداسی نور کارونه هیجا ونه لیکل چی وزیر یا وکیل اوهمداسی نورو داکارونه کړی دی

  11. مولوی عبدالله لکه چی سر یی کوږ نیولی دی او په نورو ښځه طلاقه شوه خو ملا که هرڅه کوی معاف دی. حق د الله ج نوم دی او که څوک له حقه منکر شی هغه هم کافر دی .

  12. اسلام و علیکم و رحمت الله و برکاته. رښتیني عالمان د دین ستنې او د الله ج د لارې لارښود مشالونه دي. د اسلام د ارشاداتو په ګاڼه سمبال عالمانو ته په سپکو سپورو ویلو مسلمان ګنهکار کیږي. راغلو هغو کسانو ته چې په خوله یوه او په ګړو کې بیا د دین ضد عمل کوي یا دا چې د دین په نامه خپلو دنیايي ګټو پسې ګرځي بیا نو دا خلک دیني عالمان نه بلکې د قران او حدیٍث پر بنسټ منافقان دي، چې مسلمانانو ته یو څه وايي خو د ځان دننه شیطان د بسیا کولو لپاره له هرې ناروا دریغ نه کوي. اسلامي زده کړې یوازې او یوازې د دیني عالمانو ژمنتیا نده بلکې هر هغه څوک چې ځان ته مسلمان وايي باید د اسلام په رښتینې مانا ځان پوه کړي او هر هغه علم چې یوه مسلمان ته اړین دی تر لاسه کړي. هر مسلمان باید لومړی تر هر څه د لمانځه په مانا او موخې ځان پوه کړي. سمه ده چې زموږ اکثره مسلمانان وروڼه پنځه وخته لمونځ کوي چې الله پاک دې پخپل دربار کې قبول کړي، آمین. خو نږدې په سلو کې زښت ډیر یې د لمانځه په مانا نه پوهیږي. مانا دا چې موږ تاسو ډیري میراثي او عادتي مسلمانان یو، بس په همدې ځان مسلمان ګڼو چې په مسلمانه کورنۍ کې زیږیدلي یو او بس. ډیري موږ خو د یوه مسلمان په توګه تر مرګه پورې دې ته ځان ژمن نه ګڼو چې د یوه مسلمان په توګه لږ تر لږه د دنیا تر ټولو ستره معجزه عظیم الشانه قران په مانا ځان پوه کړو. البته دا تر ډیره لوستو مسلمانانو ته نغوته ده. تر ډیره دې ته ځان اړ نه ګڼو چې د عالمیان د رحمت حضرت محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم مبارک سیرت ولولو او په دې ځان پوه کړو چې د یوه مسلمان په توګه مو تر کومه بریده ځان لږ تر لږه د سپیڅلي پیغمبر صلی الله علیه وسلم په سنت سمبال کړی دی. د صحیح احادیثو په لوستنه او زده کړه کې خو مو ملا ماته ده. که موږ تاسو لوستو عادتي مسلمانانو ځان ژمن مسلمانان ګڼلی او دا زده کړې مو تر لاسه کړې وای نو په یقین سره به څوک په دې نه وو توانیدلی چې د دین په نامه موږ تاسو سره وجنګوي. که یوه ګوته بل ته نیسو نو درې ګوتې مو ځان ته نیغیږي. د افغانانو د یووالي تر ټولو غوره نسخه اسلام دی، راځئ ددې پر ځای چې نورو ته په یوه او بل نامه د ملامت ګوته ونیسو یو ځل دا هوډ وکړو چې له همدې شیبې وروسته ځان په اسلام پوه کړو او د یوه رښتیني مسلمان په توګه الهي احکام لومړی په ځان او بیا په ټولنه کې پلي کړو. دا خبر غبرګول غواړم چې اسلام بشر د ژغورنې هغه بشپړه او غښتلې نسخه ده چې نه یوازې زموږ بلکې د نړۍ ستونزو ته د پای ټکی ږدي. راځئ چې هر یو په دین دومره ځان پوه کړو چې نور مو څوک پدې نامه ونه غولوي او د خپلو نالوستو وروڼو او خویندو لاسنیوی هم وکړو او هغوی هم په دې سپیڅلي نعمت سمبال کړو. پدې توګه به مو د یوه مسلمان په توګه خپله دنده هم ترسره کړي يي او د دین په نامه د ټیکه دارانو لاس به مو هم له خپله ګریوانه لنډ کړی اوسي. هغه دیني عالمان چې د قران او صحیح نبوي احادیثو په رڼا کې د ټولنې سمون او بدلون غواړي په دې هوډ کې زموږ ټینګ ملاتړي کیدای شي او همدا انشاالله زموږ ټولو د خلاصون لار ده.

ځواب ورکول ملیار ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *