پر ټولنيزو رسنيو کله ناکله د يو شمېر کسانو له لوري د ملایانو په اړه ليکنې او پوسټونه وینم. دوئ په دوه درې ليکې واړه پوسټ کي د ملا ځيني کړنې وغندي او خپل دې کار ته يوه یا دوې ورځې دوام ورکړي. تر دې وروسته ځني ستړی شي او په بل څه اخته شي.

خو بل لور ته د ملا پلویان همدلته په کمينټ، پر خپل وال په پوسټونو او له ملا سره يو ځای په حقیقي نړۍ کي د دې کسانو مخالفت کوي. توند غبرګونه ښيي. د دوئ دا کړنې د اسلام او دیني مقدساتو سپکاوی بولي. ملایان او پلويان يې وايي چي دا کار سیکولران، اتیسټان او پر دين باور نه لرونکي کوي. پایله دا کېږي چي که بیا هر ځای پر ملا د سمون لپاره سمه نیوکه وشي، د خلګو اذهانو ته دا خبر لار مومي چي پر ملا نیوکه، پر دين، مقدساتو او خدای نیوکه ده. له دې امله نو سخت غبرګون ښکاروي او خپه کېږي هم.

پر ملايانو نیوکه کوونکي کسان زیاتره يا هم نیمايي فیصد يې له دې ټولنې لیرې په بهر کي اوسي. دوئ ته دا نه مالومېږي چي زموږ د فیسبوک دا لیکنه تر داسي ملایانو او کليوالو هم رسېږي چي فیسبوک نه پېژني او که يې نوم وریاد کړې ممکن د ډېر بد ځناور ګومان وکړي. خو د فیسبوک دا اوازې ورته رسېږي او دلته د هغو کسانو په وړاندي خنډونه را پورته کېږي چي غواړي په ټولنه کي اصلاحات رامنځ ته شي.

زموږ ټولنه جدي اصلاحاتو او سمونو ته اړتیا لري. دارنګه د دين تعبیر او تفسیر هم. د ملایانو داسي کړنې هم شته چي نفرتونه زیږوي، ټولنې ته زیان اړوي او بايد نقد شي. خو څنګه؟ داسي نه چي په فیسبوک کي پوسټ وکړه، بس د ملا رول کم شو، ټولنه اصلاح شوه او خلګ روشن فکره شول!

ملا دلته تر هغه ډېر رول لري چي موږ تاسو يې فکر کوو. ملا دلته اذهان داسي تربیه کړي چي د زيږون له اولې ورځې بیا د مرګ تر وروستۍ ورځې  تاسو ملا ته اړتیا لرئ. که غم وي، که خوښي، ملا په کي دخیل وي. سیاست وي، که ديني مسلې، ملا او ټولنه دواړه په دې هڅو کي وي چي ملا تر هر چا په کي ډېره ونډه واخلي.  داسي نو د ژوند نوري برخې هم در واخله.

دلته له لویه سره کار له دې ځایه را وران دی چي ملا او خلګ په ګډه دين د ژوند بشپړ قانون بولي او د ژوند هرې برخې ته يې د وردننه کولو کوښښ کوي. له دې امله نو ملا ته په هره برخه کي ځای شته او ټولنه د قدر او ارزښت په سترګه ور ته ګوري.

زه له دې سره مخالف نه يم چي ملا يو انسان دی، په ټولنه کي مهم رول لري. د عباداتو او باورنو لارښود دی. بايد عزت يې وشي. مګر له هغو واکونو سره مخالف يم چي ملا يې د ځان لپاره غوره کوي. دا فکر نه منم چي دين د ژوند بشپړ قانون دی او په هره برخه کي ورته ځای ورکړئ.

که موږ په ټولنه کي اصلاحات غواړو، د ټولنې سوکالي مو هدف وي، د خپلو خلګو ستونزې مو ځوروي او د خلاصون لپاره يې لیوال يو چي هڅې وکړو، ملا او ملا فکره مو راسم شي او له ټولنې سره پر يوه لار روان شي او یا حد اقل د پرمختګ په وړاندي يې خنډ نه شي. نو زه وايم منطقي حل، منطقي تګلاره، منطقي نقد او منطقي يون ته اړتيا ده. نه پارونو ته!

څوک چي لنډ مهالی کار وي او ور سره جوخت حساسيتونه هم را پاروي، منطقي کار يې نه بولم. ځکه زما په اند د ټولنې اصلاح نه ده. دا يو حقیقت دی  چي که ستونزې پيښي شي، نو تر هغو يې د له منځه وړلو ارزښتناکه بېړۍ د بریا ساحل ليدلای هم نه شي چي د ستونزو لاملونه ور مالوم نه شي. د خنډ پر وخت بايد وګورو چي سبب يې څه دی؟ توند غبرګون حل لار نه ده. ملا غندل د ستونزې حل نه دی. نه دا ستونزه دومره وړه، لنډ مهالې او معمولي ده چي حل يې په همدې ساده پوسټونو وشي.

لومړی بايد د ستونزو جرړو ته ور شو. ملا ولي دا فکر لري؟ ملا ولي دا کار کوي؟ خلګ يې ولي مني؟ نقد او نیوکه ولي نه پر کېږي؟ ملا ته تقدس چا ور کړی؟ او دې ته ورته نوري پوښتنې.

د ستونزو که بیخ مالوم شي، لامل يې جوت شي، پر حل لارو يې فکر وشي او خلګو ته يې بديل وړاندي شي نو هر څومره لویه ستونزه د اورېدو وړ ده. البته که داسي ونه کړو، نو وړه ستونزه هم نه اوارېږي او د غټېدو امکان يې شته. پر ملا چي نیوکه وشي، نو خلګو تو اتوماتيک دا فکر پيدا کېږي چي دين به څوک ساتي؟ څوک به يې تعبیروي؟ لمونځ به څوک راکوي؟ په غوږ کي به اذان څوک را کوي؟ نکاح به څوک تړي؟ جنازه به څوک را کوي؟ او داسي نور.

يو نالوستی کس چي دا پوښتنې درته کتار کړي نو څه به ورته وايې؟ دا ځواب دی چي ټول په خپله کوم؟ که دا ځواب دی چي نه يې کوم؟

دا پخوانۍ ستونزه ده چي ريښې يې تر ديني او شرعي نصوصو رسېږي. په دې ټولنه کي ټکر ورسره د خپل ځانه بې ارزښته کول، بدنامول، له صحنې ایستل، انزا او له خدمته محرومېدل دي.

نو بیا؟ تر شعارونو عملي کارونه ښه دي. تر لنډ مهالو اوږد مهال کارونه غوره دي. تر داسي تګلارې چي د ټولنې ډیری غړي يې په وړاندي د مقابلې دريځ خپلوي، حساسيت ورسره ښيي او نه منل يې د ځان ديني دنده بولي دا ښه ده چي سوله یيزه، منطقي، قانع کوونکې، له دلایلو سره مله، حساسيت نه پارونکې او اصلاحي تګلاره غوره شي.

مثلا: پر ملا تر مستقيم نقد زما په ګومان دا ښه ده چي يو داسي لیکنه وشي یا را ترجمه شي چي د خلګو زاړه، سولېدلي، خرافاتي باورونه او افکار وتخنوي. بل دا کار وکړي چي د پرمختللې نړۍ په اړه مالومات راسره شريک کړي او دا هم په کي اضافه کړي چي د پرمختګ راز يې څه کې دی؟ يو بل ملا غندونکی د روسيې د ولسمشر پوتين ژوندلیک ترجمه کړي چي روسيه يې له کومه حالته کوم ته راوسته؟ دا لیکه فرضا سل کسان وايي، لس فکر پر کوي او پنځو ته په خپل شخصي ژوند کي دا درس ورکوي چي هر ډول ستونزې د اوراي وړ دي او همت بايد له لاسه ور نه کړو. دوه درې ښاغلي دي بیا د سریلانکا په اړه لیکنه وکړي چي د تامیل پړانګانو له ستونزو يې څنګه څان خلاص کړ؟ دا مالومات موږ فکر ته هڅوي. نور دي د اروپا د هغه حالت په اړه ليکنې وکړي چي يو وخت دوئ هم زموږ په شان د مذهبي کړيو له لوري له ګواښ سره مخ ول. اښه بیا يې څه وکړل؟ دا لیکنه تر سلو حساسيت پارونکو پوسټونو غوره ده. ماډرن ملا چي له زوړ پالي ملا سره فکري مخالف دی هغه دي د رسول الله، قران او تېرو نبيانو په سنتو دا ورته په ګوته کړي چي تګلاره دي ناسمه ده. لوری دي بدل کړی. ديني تعبیر دي کږ کړی. له يو شمېر شیانو دي نيمه پرده پورته کړې، ځيني دي بیخي ښکاره کړي نه دي او يو شمېر دي بیا له پردې تر حد زیات را ایستلي دي. ان داسي دي لا هم کړي چي يو څه دي له ځانه ور سره کړي او په وسیله يې پر خلګو راج چلوې.

د ملايانو د نصاب په اړه پر حقایقو وړلاړي ليکنې وشي. دوئ ته د قناعت ور کولو کوښښ وشي چي په دې دلایلو بايد دا نصاب بدل شي. دغه او هغه په کي اضافه شي. د نوري نړۍ مثالونه ورته بیان شي. د ښو پوهانو او هغو علماؤ نومونه په لیکنو کي یاد کړو چي موقف يې زموږ له بیان شوي موقف سره سمون لري. د دين پر دوديز تعبیر دي بیا کتنه وشي. په دلایلو، د همنظره علماؤ د لوی نوملړ په راوړلو او حقایقو ته په توجو کولو دي ملايانو باور ور کول شي چي د دين په زاړه تعبیر او تفسیر کي ستونزې شته. نو اړتيا دا ده چي بیا کتنه ور وشي.

د نويو اسلامي پوهانو نويې لیکنې را ترجمه کړو. ژوند لیکنونه يې وليکو. په خوږه ژبه او خواږه تعبیر نوي افکار ټولنې ته وړاندي کړو. له ټولنې غوښتنه وکړو چي ملایانو ته کاري فرصتونه برابر کړي. له ملایانو په ښو الفاظو هیله وکړو چي کار د ځان عزت وګڼي او دا کلتور عام کړو. له دولته غوښتنه وکړو چي د ملایانو لور ته پام وکړي. ستونزې يې ور حل کړي. په حکومت کي کار ور کړي. مدرسې ورته جوړي کړي او نصاب يې د نورو هیوادونو له نصاب سره برابر کړای شي. جوماتونه راجسټر کړي او ملایان يې د حکومت له لوري وټاکل شي، ښه معاش ورته مقرر شي چي د ملک له ډاره ووزي. په لومړي سره کي هڅه وشي چي هر ملا او غیر ملا تر ۱۲ زده کړې وکړي او تر دې وروسته هر سړی د خپل خوښ فن لورته پام واړوي. په ديني برخه کي ټوله تکیه پر ملایانو کمه شي. په مکتب، لېسه او پوهنتون کي د ديني مالوماتو لپاره مناسب او ګټور مضامين د نصاب برخه شي. د دين په اړه د پيچلوالي دريځ ایله کړو. لمونځ هر سړی کوي، جماعت هم ور کولای شي، یوازي دي زده سورتونه، تکبیرونه او سلام په لوړ اواز وايي. نکاح اسانه ده. د دوو کسانو د ګډ ژوند تړون دی چي نه عربي توري غواړي، نه اوږدې خطبې ته اړتیا شته او نه نور پيچلي مراسم. بس د خلګو په حضور کي  د ګډ ژوند د تړون منل دي ملا بیخي په کي ځای نه لري. جنازه اسانه ده. تقریبا د هر سړي يې طریقه، دعاوې، د مړي ښخول، غسل او فاتحه زده ده. عربي دعا ته اړتیا نه شته پښتو ووایاست خدای ستاسو په پښتو دعا هم پوهېږي او خپل بنده بخښي.

کله چي مو دا مراحل ووهل، نو د ملا ستونزه خپله اوارېږي او بیا به ملا را سره يو ځای د پرمخ تللې نړۍ خوا ته ګړندی سفر کوي. خو دا هر څه د يوه یا دوه کال کار نه دی. اوږده مبارزه بايد وکړو. ټکرونه حتمي دي. زموږ له سوله ییز یون سره هم مخالفت کېږي، نو زغم او حوصله به کوو. راشئ تر شعارونو او نفرتونو تېرو شو. سمدم کار  او زیار ته لستوني را ونغاړو.

نومبر/ ۲۱/ ۲۰۱۶

2 thoughts on “ملا څوک دی؟ / زبیر افغان”
  1. ښاغليه،
    داسې برېښي لکه چې د ملا په تعريف کې تېروتلی يې (خطا شوی يې). ملايان زموږ د ټولنې لاينفک يعنې نه جلا کېدونکی جزء دی او ټولنه ورته په تمامه مانا درناوی لري، خو سياسي يا شعوري ملايان يا په بله مانا اخوانيان، ستميان وماويستان وجماعت اسلامي او نورې اسلامپالې ډلې ترې جلا شي، نو بيا درست ده.
    ملي يا کليوالي ملايان او شعوري ملايان سم خلک دي. دا به انصافي وي چې معاش د دولت خوري، خو خواخوږي يې له نورو سره وي، نو داسې ملايان بايد له هغه ملايانو جلا شي چې هغه د ټولنې جزء دی او د ټولنې په خدمت کې دی. يوازې افغانستان نه، بلکې په هر ځای کې ورته خلک درناوی لري. هغه چې د نورو د سياسي موخو لپاره کارول کيږي، نو په هغوی کې لږ احتياط په کار دی او مخينه يې بايد په پام کې ونيول شي.
    زموږ د ګاونډيانو ملايان وګوره چې لږ تر لږه يې ميټرک يعنې تر لسم ټولګي پورې زده کړې کړي دي، خو زموږ يې سېځلو ته زمريان دي. د دوی په اند دين يوازې د مدرسې پورې تړلی بولي او د مدرسې ملکيت يې بولي، حال دا چې دين د ټولو مشترک ميراث دی. له کوره نيولې تر جومات، مدرسې، ښوونځي او نورو ټولو ښوونيزو مؤسسو کې تدريس شي او هم ورسره عصري زده کړې مخته ولاړې شي.
    ان تر دې چې د طالبانو په وخت کې د ننګرهار پوهنتون ته يوه ورځ د پېښور د صدر د امدادالعلوم مشر مرحوم شيخ الحديث حسن جان مدني راغلی وو او محصلينو ته يې څه ويلي وو؟

  2. دزبیر افعان لیکلی مضمون می ولوست چی ملا څوک دی دمضمون ‌‌‌‌‌‌ډيری برحی داسی وی چی باید ومنل شی چی دمونږ دټولنی ترمینځ احتلافات اونفرت په هره برحه کی اوج ته راسیدلی دی دټولنی داصلاحاتو او ښو مناسباتو سالم نقد اوحکمت یی یو ښه حل دی دپرمحتګ لپاره یی دهرچا دهمکاری ضرورت دی په هره برحه کی
    دمضمون په مینځ کی یوه داسی جمله هم لیکل شوی وه چی جمله داسی وه
    دافکر نه منم چی دین دژوند بشپړ قانون دی په هره برحه کی ورته ځای ورکړی
    دی جملی په شک کی کړم پری پوهی نه شوم چی مقصد یی ددی جملی نه لیکوال څه دی
    دین حو دژوند بشپړ قانون دی دلته کومه داسی نیمګړتیا شته چی په هره برحه کی ورته ځای ورنکړل شی
    حضرت محمد ص به چی کوم هیواد ته حاکم لیږه ورته ویل به یی چی ته به فیصله په څه شی کوی نو هعه به جواب ورکړ چی په قران بیا به یی ورته اویل که په قران کی دپيدا نکړه نوبیا هعه به بیا جواب ورکړ چی په احادیثو کی به ولټوم بیا به یی ورته اویل که په احادیثو کی د پيدا نکړه جواب به یی ورکړ په قیاس به فیصله کوم یعنی په قران او احادیثو سره به یی قیاس کوم بیا تری پوښتنه وشوه که په قیاس هم ونه توانیدی بیا نو هعه جواب ورکړ چی اجماع امت ته به مراجعه وکړم لدی ځایه نیمګړتیا په دین کی نشته دین دژوندبشپړقانون دی دژوند په هره برحه کی باید دین ته ځای ورکړل شی او پوره پوره اومنل شی
    که داسلامی امت پحوانی تاریح ته وکتل شی ددونیا دعصری علومو دساینس په برحه کی تر هرچا محکی وه ددونیا عصری علوم ددینی علومو نه جدا نه دی دواړه په دین کی لازم او ملزوم دی
    اجتماعی ټولنیز عدالت او نظام داسلام اساسات دی اسلام دین دجهالت، ناپوهی او ظلم سره داسی مقابله کړی چی ددونیا هیڅ مذهب تری انکار نه شی کولاۍ
    نیمګړتیاوی ملا او یا داسلامی امت په مسلمانانو کی شته تری انکار نشی کیدای حوبیا په تکرار سره وایم چی په اسلام کی نیمګړتیا نشته

ځواب ورکول سيد هاشمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *