زموږ په کلیو کې به لوی کوهی و  چې ارهټ یې باله. له دې لوی کوهی نه به اوبه په یوه کتار سلواغو کې په یوه څرخ راپورته کیدې او دا څرخ به یوه څاروی (غوایی یا خره) څرخاوه او په دې توګه به د اوبو سلواغې ډکې یو په بل پسې راپورته کیدې او کرونده به یې خړوبوله، یو بزګر چې هم په کار بوخت و او هم یې کرونده د یوه خره په واسطه چې ارهټ یې څرخاوه خړوبوله، د خره په غاړه کې یې یو جړنګانی تړلی و ، چې د جړنګانی په غږ سره به بزګر ډاډه وو چې هغه د حرکت په حال کې دی، یو ملا راپیښ شو او د کروندګر نه یې وپوښتل چې، دا جړنګانی دې ولې د خره تر غاړې تړلی؟ کروندګر ځواب ورکړ: د دې په خاطر چې د هغه له حرکت نه ډاډه اوسم. ملا ورته وویل که هغه خر ودریږی او یواځې خپله غاړه وخوځوی نو بیا؟

بزګر ځواب ورکړ: ملا صاحب خدای ته وګوره ! زما خره ته دا د حرامزادګۍ چلونه مه ورښایه.

زموږ بدمرغی :

که د ملایانو دا پورته چلونه، او د جان سپکو په قول، طالبانو ته د مریکې له خوا د ۴میلیاردو ډالرو ورکړه رښتیا وی نو زموږ خلک به نیکمرغي او سوله په عمر کې و نه وینی، تل به همداسې دجګړې په اور سو ځو.

دوهم : ولې امر یکا یی ځواکونه دطالب په ځپلو کې اردو سره په لومړی سر کې مرسته نه کوی؟ هغوی طالبانو ته چانس ورکوی، چې د یوې سیمې په سقوط سره ټول دولتی مهمات اونظامی تجهیزات دطالبانو لاس ته وغورځی اوبیا وروسته سیمه بمباران او ملکی خلک وځپل شی، دا د دې لپاره چې اردو او طالب مساوی او یو برابر تجهیزات او مهمات ولری، په دې صورت کې به جګړه دوام ولری او دوی به خپلو موخو ته رسیدلی وی.

دریم: داسې عینی او ذهني شرایط یې د بې وزګارۍ له کبله راوستی چې خلک د لوږې او تنګسیا له امله هم د اردو لیکو ته او هم د طالبانو لیکو ته ورګډ شی، له لیک، لوست او پوهې نه پاتې او د یو څو روپیو په خاطر جګړې ته دوام ورکړی.

څلورم: څو ورځې وړاندې امین مجددی (د قلعه جواد حضرت صاحب) د علماوو په لویه غونډه کې یې وویل:(( جهاد دوام لری او موږ په افغانستان کې سوچه اسلام غواړو )) پوښتنه را پیدا کیږی چې ولې دا ۴۰ کلونو راپه دې خوا افغانستان ته اسلام نه راځی او د جهاد نتیجه صفر ده؟ ځواب به یې دا وی چې کله دملا صاحب صومبۍ د کروزین له سیټ سره آشنا شوه، جهاد ریایی شو – رهبر اوملا  د ډالرو نوکر او په دنیایی عشرت او غصب ګرفتار شو. جهاد حضرت عمر (رض) غوندې کسانو کاوه چې په وچه بیدیا کې به یې نیمګړی خوب کاوه .  

  طالبه! خدای که به ملا شې + په کتاب پروت یې یادوې شینکی خالونه

2 thoughts on “ملا چل، زموږ بدمرغی | عبدالرووف لیوال”
  1. سلامونه،
    زه وایم چې دا تش په نامه رابران !!!!!!… ولې پخپله شهیدان نه شول ؛ غیر له هغو چې پخپل مرګ مړه شول لکه خالص،محمدي … او یا ځينې ېې د خپلو سیاسي دسیسو سزا ولیده لکه مزاري،رباني، ملا عمر، مال منصور ا.د.ن…
    دا ارذل العُمُر چې د یو زکام لپاره د فقیر ملت په ملیونهاوو د بیت المال پیسو باندې خارجو ته مڼډې وهي (کفري ملکو ته!) زهر دې کپه کړي چې کله کله میډیا ته هم راوځي له خپلو خوسا خیټو فتاوي صادروي او د ځونانو بیځایه مړینو ته پکی وهي. الله تعالی دې د ۷ طبقو جهنم لاندې تحت السکراسفل سافلین کې سزا ورکړي چې دا مظلوم مسلمان ولس ېې له سیاسی-ملاېي چلونو خلاص شي.آمیین.

  2. که د لیوال صاحب ادعا سمه وی چه البته سمه ښکاری نو زموږ روشنفکران او فکری او قلمی وطن پال ځوانان ولی لومړی تر هر
    چا د غربی لیبرالیزم خصوصاً امریکائیانو ګرېوانونه نه څیری؟
    که طالب متحجر او مرتجع او مزدور وی چه داسی ښکاری چه دی نو امریکائیان خو ځانونه بشردوست او د دموکراسی ژغورنکی ګڼی ولی دومره درانه خیانتونه راسره کوی؟

ځواب ورکول غ.حضرت ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *