بنی ادم اعضای یک دیګر اند
که در افرینش زیک ګوهر اند
اګر عضوی را به درد اورد روزګار
دیګر عضوهارا نماند قرار
توکز محنتی دیګران بی غمی
نشاید که نامت نهند ادمی
سعدی شیرازی
په فارسي ادبیاتو کې سعدی شیرازی، مولانا جلال الدین بلخی او داسې نورنړیوال لیکوالان لرو، چې نړیوالې مفکورې یې درلودې.
دوی د نیشنلیزم (ملتپالنې) مفکوره نه درلوده.
هر هغه څوک چې داسې مسایلو ته لمن وهي ، د خپلو شخصي ګټو په خاطر ځان یو ځای ته رسوي او په ټولنې کې د نفاق لامل ګرځي.
زموږ او ستاسو په ټولنه کې ډېر د پښتون په نامه، ځینې بیا د فارسیوان، هزاره، تاجک او داسې نورو په نامه دغه مفکوره لري، چې دغه مسایل په ټولنې کې د ګډوډۍ باعث ګرځي اوملک مو د پیشرفت پر ځای وروسته پاتې کېږي.
له ولسه هیله کوم ،چې ټول یو افغانان او یا مسلمانان یو او د ډاکټر صاحب اشرف غني خبره چې وایي:(هیڅ افغان له بل افغانه زیات نه دی او هیڅ افغان له بل افغانه کم نه دی) دلته اشرف غني هم نیشنلیستي مفکوره نه لري.
هر انسان باید انسانانوته خدمت وکړي، او د نورو درد،غم اومشکلات خپلې ستونزې او مشکلات وګڼي.
په ځینو حیواناتو کې دغه احساسات شته دی، کله چې یوه مرغۍ د باخې په واسطه ونیول شي، نورې مرغۍ چغې وهي. خو د افغانستان ډېر خلک دغه احساس نه لري او د نورو په غمونو دوی د خفګان پر ځای خوشحالي کوي.افسوس د ځینو افغانانو پر حال چې له مرغیو هم بتر دي.
یو شاعر وایي :
هر انسان ته د انسان په نظر ګوره
هر سړي ته د خپل ځان په نظر ګوره
حدیث دپیغمر(ص)دی: هغه څه چې ځان ته خوښوې، بل ته یې هم خوښ کړه.
د ملتپانې مفکوره ښه مفکوره نه ده او له ټولو افغانانو غواړم چې داسې فکر ونه لري.
هاشمي صیب خوشحاله شوم، د لیکوالو نه همدا تمه کیږي، کور دې ودان، ښه لیکنه!