هر هيواد ځان ته تاريخ، ملي مشران او ملي ورځي لري.

تاريخ، ملي مشران او ملي ورځي د هر هيواد د پيژندني لويي نخښي دي.

ويښ ملتونه هيڅ وخت خپل تاريخ، خپل ملي مشران او ملي ورځي نه هيروي.

افغانستان، چي په نړۍ کي له تيرو ٩٥کلونو راهيسي د يو خپلواک هيواد په حيث پېژندل کيږي، خپل ځان ته تاريخ، ملي مشران او ملي ورځي لري.

د زمري مياشتي اته ويشتمه زموږ په وياړلي تاريخ کي هغه ورځ ده، چي هيواد مو د لوى خداى په نصرت او د شاه امان الله خان په تدبير او د افغان ولس په ملي ملاتړ په نړۍ کي په رسميت ومنل سو.

د جنګ او جګړو له کلنو څخه مخکي دا د نېکمرغۍ ورځ په ټول هيواد کي په دولتي او ولسي کچه د يو ملي اختر په ډول لمانځل کېده.

مشران کيسې کوي، چي په دې ورځو کي به يوه اووني ترمخه هيوادوالو چمتووالى نيوى، د هرولايت په مرکز او ولسوالي کي به د مېلو او ساعتيري لپاره ټولو هيوادوالو د خپلواکۍ ورځي لمانځلې.

کندهاريان به کابل، مزار، ننګرهار او نورو ولايتونو ته تلل، د هغو ولايتونو اوسيدونکي به بيا د لوى احمدشاه بابا او ستر ميرويس خان زيارتونو ته راتلل.

دپښتون، تاجک، ازبک، هزاره او بالاخره د هيڅ مليت خبره مطرح نه وه، يوازي ټولو د افغان په نامه ږغ کاوه او په دې وياړېدل، چي افغانان دي او د زمري اته ويشتمه د ملي اختر په نامه په خپله خاوره کي لمانځي.

د کندهار ښار په جشن سيمه کي به د بيلا بيلو سندرغاړو، لوبغاړو، شعبه بازۍ او ځينو نورو ساعتيريو کمپونه د هيوادوالو پر مخ پرانيستلي وو.

د لوى کندهار پر ولسواليو او مرکزونو سربيره به د پاکستان د کوټي، چمن، پښين او نورو سيمو پښتانه لاهم دلته راتلل اود کندهاري سندرغاړو له ملي سندرو به يې خوند اخيست.

په دې وروستيو لسو کالو کي د ټول هيواد په کچه د ملي اختر( ٢٨مه زمرى) لمانځل پيکه سوي دي، پر نورو ولايتونو سربيره يوازي په کابل کي دا ورځ د يوڅو بيرغونو په ځړولو سره لمانځل کيږي.

نه مېلې سته، نه سندري سته او نه هم ځوانان په هغه کچه مېلو ته زړه ښه کوي.

داسمه ده، چي په هيواد کي وسله جګړه لا پاى ته نه ده رسيدلې، خو دولت مسؤليت لري چي د خپلو نړيوالو دوستانو(!) سره نور پر دغه ولس د اتوره شپه رڼا کړي، ترڅو ټول هيوادوال يوځل بيا دزمري اته ويشتمه او نوري ورځي په هغه ډول ملي ولولو ولمانځي، چي د دوى پلرونه لمانځلې .

د دولت وسله والو مخالفينو ته هم په کار ده، چي که نور نه وي په ملي او مذهبي ورځو کي افغانان پرېږدي، چي د خپلواکو مليتونو په ډول د خپلو تاريخي ورځو ياد تازه کړي.

په نورو هيوادونو کي، چي داسي ورځي ټول په يوه خوله او يو زړه لمانځي، نو څه تاوان دى؟ که چيري خوابدي او خوشحال افغانان خپلي دغه ورځي په خوښيو ولمانځي، نو کومه توره بلا به راسي؟

په دې هيله، افغانان يوځل بيا په خپلواک افغانستان کي دغه ورځي د کمرنګۍ پرځاى په زياتو ملي ولولو سره هرکال ولمانځي، ژړا وي يې په رښتيا سره په خندا بدلې سي.

د يو سرلوړي، يوموټي، ودان او سمسور افغانستان د ليدو په هيله

٢١ – ٠٨ – ٢٠١٤ ، کندهار، نوى ښار

2 thoughts on “ملي اختر، پيکه اختر/ محمد ابراهیم سپېڅلی”
  1. ښاغلی سپیڅلی صا حب سلا مونه اودرنا وې مې ومنی.هیله ده چې روغ اوجوړبه یا ست.
    سپیڅلی صا حب څو ورځې مخکې مې ستا سې په یوه لیکنه کې ولیدل چې تا سې لیکلې وه صحرایان وښا رته راغلل اونور…… دغه دصحرا یې او با زا رې موضوع ډیره بې ځا یه ګرمه شوې ده زه اوس سپین ږیری یم چې زما په یا دیږې بې ځا یه توهین ،تحقیر اوسپکا وې مې ډیر لیدلی اواوریدلی دی. زما په اند تا سې په راډیو کې هم کا رکوی که وکولای سی چې په دغه اړوند دخلګو اذهان روښا نه کړی. تا سې فکر وکړی دبولدک ، معروف ارغیستان او ښورا وک اولسوالیو خلګ موږ ته کندها ریان وایې سره ددغه چې زه دمرکز په ۲۵ کیلومترې اودوی به څو متره لیرې وې. که دغه وروڼه موږپه دې سبب کندها ریان بولې چې موږ با زا ریان یو ! خو داسې نه ده هغه توهین اوتحقیر چی دوی ځنې کړیږې موږ هم ځنې کړیږو.دبا زار وروڼه موږ هیڅکله په ځان نه ګډه وې حتا دامریکا سټیزن کا رت لاس ته راوړل ډیر اسانه دې نیسبت دبا زا رې توب وسټیزن کا رت ته. حتا دغه دصحرا یې اوبازا رې موضوع زموږ یو هم ولا یته په امریکا کې کړیده چې ښا غلې شپون صا حب په خپلو لیکنو کښې لیکلې وه.
    که تا سې زما سره دلیکنې اړیکه ټینګه کړی ښه به وې. دغه زما ایمیل ادرس دی
    [email protected]

  2. ښاغلی سپیڅلی صا حب سلا مونه اودرنا وې مې ومنی.هیله ده چې روغ اوجوړبه یا ست.
    سپیڅلی صا حب څو ورځې مخکې مې ستا سې په یوه لیکنه کې ولیدل چې تا سې لیکلې وه صحرایان وښا رته راغلل اونور…… دغه دصحرا یې او با زا رې موضوع ډیره بې ځا یه ګرمه شوې ده زه اوس سپین ږیری یم چې زما په یا دیږې بې ځا یه توهین ،تحقیر اوسپکا وې مې ډیر لیدلی اواوریدلی دی. زما په اند تا سې په راډیو کې هم کا رکوی که وکولای سی چې په دغه اړوند دخلګو اذهان روښا نه کړی. تا سې فکر وکړی دبولدک ، معروف ارغیستان او ښورا وک اولسوالیو خلګ موږ ته کندها ریان وایې سره ددغه چې زه دمرکز په ۲۵ کیلومترې اودوی به څو متره لیرې وې. که دغه وروڼه موږپه دې سبب کندها ریان بولې چې موږ با زا ریان یو ! خو داسې نه ده هغه توهین اوتحقیر چی دوی ځنې کړیږې موږ هم ځنې کړیږو.دبا زار وروڼه موږ هیڅکله په ځان نه ګډه وې حتا دامریکا سټیزن کا رت لاس ته راوړل ډیر اسانه دې نیسبت دبا زا رې توب وسټیزن کا رت ته. حتا دغه دصحرا یې اوبازا رې موضوع زموږ یو هم ولا یته په امریکا کې یا ده کړیده چې ښا غلې شپون صا حب په خپلو لیکنو کښې لیکلې وه.دغه بېځا یه تعصبونه دټولنې مکروبونه دې با ید موږ یې په ګډه دمینځه یوسو. چې دا خبرې په ګاونډیانو او غربیانو پورې اړه نه لرې چې موږووایو چې دا کا ر کول مشکل دې. فقط زموږ زیار او زحمت غواړې. مننه
    که تا سې زما سره دلیکنې اړیکه ټینګه کړی ښه به وې. دغه زما ایمیل ادرس دی
    [email protected]

ځواب ورکول حبیب وطندوست ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *