تاند، پنجشنبه، د میزان ۴مه: ملي امنیت د هرات د اسلام قلعه بندر ۶ کارمندان د ګمرکي محصول د تښتونې په دوسیه کې د لاس لرلو په تور نیول شو يدي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد تاند ته ومنله چې دا شپږ کارمندان د محصولاتو د فرار په دوه دوسیو کې د لاس لرلو په تور له قوي اسنادو او شواهدو سره نیول شوي دي.
نوموړی وايي، نیول شوي کسان د هرات اسلام قلعه بندل کې د تشریح او پلټنې کارمندان وو چې د میلیونونه افغانۍ محصولاتو په فرار کې یې لاس درلود او اوس یې دوسیې عدلي او قضايي ارګانونو ته استول شوې دي.
ملی امنیت اداره باید ټول ادارو کی چی په دی ۱۹ کالو کی فساد شوی ټول متهمین باید ونیسی او د قانون منګولو ته وسپاری که رښتیا دوی فساد پیشه خلک نیسی که چیرته د بیچاره او بی واسطه زامن نیسی بیا دا انصاف نده
باید د برشنا شرکت او انرژی وزارت ټول د فساد قضیی وڅیړی او عاملین یی محاکمه کړی