د ملي امنیت له نامه څخه ښکاري، چې ښايي ډېر ستر او کوچیني کارونه او پروګرامونه تر لاس لاندې لري مګر عام خلک ترې خبر نه دي او د ملي امنیت پالیسي او تګلاره دا نه ایجابوي، چې له پروګرامونو څخه یې عام خلک خبر شي. خو زه بیا هم له خپل هېواد او خلکو سره د میني په خاطر یو څو ټکي ذکر کوم، او د ملي امنیت د چارواکو پاملرنه ورته را اړوم. مګر په دې هم باوري یم، چې ملي امنیت به په دې اړه ډېر کارونه په پام کې نیولي وي:

وسله وال مخالفین د حکومت او خلکو پر وړاندې کلکه وسله واله مبارزه کوي خو ددې ترڅنګ د عامه ذهنیت د خپلولو او د خپلو ملګرو د زیاتولو لپاره پراخ تبلیغاتي پروګرامونه هم لري. حال دا چې ملي امنیت باید په هغو کې له طالبانو څخه څو برابره وړاندې وي: د بېلګې په ډول:

  • طالبان په مختلفو نومونو ډېرې ویبپاڼې لري، ځینې یې په خپل نامه او ځینې نورې یې آزادي دي لکه: نن ټکی آسیا، خبرپاڼه او ډېرې نورې.. چې ډېرې منظمې خپرونې لري. او د حکومت او نظام پر وړاندې سخت تبلیغات کوي.
  • طالبان چې هره حمله کوي، د هغو مستند جوړوي او بیا یې په خلکو کې خپروي او په دې سره نور خلک جذبوي.

په ملي امنیت څه شوي، چې دغه ویبپاڼې هره ورځ هګ کړي او خپرونې يې له منځه یوسي. همدارنګه ملي امنیت هم باید په مختلفو نومونو سره ویبپاڼې او خپرونې ولري، داسې چې خلک پوهه نه شي، چې دا د ملي امنیت خپرونې دي او په دې سره عامه ذهنیت خپل کړي. همدارنګه ولې ملي امنیت د طالبانو د ظلمونو او د بېوزله او بېګناه خلکو د وژنې مستندونه نه جوړوي او ولې یې نه خپروي.

  • طالبان سره له دې چې له تصویر سره عقیدتا مخالف دی مګر بیا هم ويډیوګانې جوړوي او په خلکو کې یې خپروي او په دې سره نوي او تنکي ځوانان جذبوي او خپله مبارزه جاري ساتي.

په ملي امنیت څه شوي، چې دېته ورته ویډیوګانې او کلیپونه جوړ کړي او په مختلفو طریقو سره یې خپاره کړي ترڅو د طالبانو پر ضد عامه ذهنیت لا پسې پیاوړی کړي.

  • طالبان په هر ځای کې خلک او لیکوالان لري او خپرونې کوي، تبلیغات کوي.

په ملي امنیت څه شوي، چې په هر ځای کې لوی شمېر خلک ولري، ترڅو خپرونې وکړي، د طالبانو پر ضد تبلیغات وکړي!! او هغوی د خلکو په اذهانو کې منفور کړي!!

  • طالبان په غلطو فتواوو او کتابونو سره خپلې مبارزې ته مشروعیت ورکوي او په دې سره پاکستان د واحد او یو موټي افغانستان د ټوټه کولو او کمزوري ساتلو اجنډا پلي کوي.

په ملي امنیت څه شوي، چې هره میاشت او یا هره اونۍ د پاشل شوي پاکستان د پنجابي، پلوڅ، سندي او پښتنانه ترمنځ د موجوده دښمنیو د لا ډېروالي په اړه کتابونه او مقالې خپرې کړي او په مختلفو طریقو سره یې د پاکستانیانو لپاره خپرې کړي. د پاکستان پوڅ له بلوچستان او پښتونخوا سره څومره ظلم کوي، ملي امنیت ولې په دې اړه کتابونه او ډاکومنټرۍ نه شي خپرولی!!

  • پاکستان زموږ جوړ ځوانان بیايي او انتحاری روزنه ورکوي، ذهنونه یې بدلوي او بیا ورباندې په افغانستان کې هر چېرې چاودنې کوي.

په ملی امنیت څه شوي، چې هغه چمتو شوي پاکستاني انتحاریان چې دوی یې ژوندي نیسي بیرته پاکستان ته نه شي رسولی او په پاکستان کې پرې په نظامیانو حملې وکړي!!. ملي امنیت صرف دېته خوشاله دی، چې انتحاریان ونیسي او له ځان سره یې وساتی او بیا یې د کوم فرمان او واسطی په اساس بیرته خوشي کړي!!!

  • طالبان راځي زموږ په ډېرو ښارونو کې په رڼا ورځ او یا شپه کې پولیس او چارواکي وژني او بیا تښتي.

په ملي امنیت څه شوي، چې د پېښور، کوټې او میرانشا مدمعاشانو یا نورو خلکو په واسطه طالبان ترور کړي او له منځه یې یوسي.

  • بله دا چې د پاکستان هر تکړه ملا، عالم، او مدرسه د آی اس آی په خدمت کې ده.

مګر زموږ په امنیت ملي کې بیا ډېرو خلکو ته کار کول سم نه برېښی او ملي امنیت یوه بېکاره اداره بولي!! دا ولې!! ځکه چې ملي امنیت لوړ ظرفیت ته اړتیا لري!!! ترڅو د آی اس آی په څېر تکړه شي. په عامو خلکو کې خپله څېره سمه کړي او دیني څېرې ډېرې جذب کړي او هم دیني چارو ته پاملرنه وکړي. پاکستان د دین په نامه اسلامي افغانستان ړنګوي مګر زموږ امنیت بیا ولې داسې څه نه کوي.

  • بالآخره دا چې د پاکستان د آی اس آی پر مټ په پردي هېواد (افغانستان) کې د همدغه هېواد بچیان دېته چمتو کوي، چې خپل وطن ړنګ کړي، خپل خلک په یوه او بل نامه قتل کړي، مګر زموږ ملي امنیت له خپل هېواد څخه دفاع نه شي کولی. په پردي هېواد کې جګړه کول خو لا پر ځای پرېږده!!! ډېره د شرم خبره ده!!
3 thoughts on “ملي امنیت ته یو څو مشورې او ګیلې/ هلال”
  1. له سلامونو وروسته دومره وایم چې زه په اوسني ملي آمنیت کې دومره ظرفیت نه وینم چې دا ډول وظایف سر ته ورسوي. دا کار بااستعداده او مسلکي کسانو ته اړتیا لري له بده مرغه په ملي آمنیت کې د یوې ډلې او یا هم د یوې سیمې خلک واکمن دي چې ډېر یې د پیسو او شتمنیو په را ټولولو بوخت دي او حتی د دې مطلب د لوستلو ظرفیت هم نلري. ملي آمنیت په رښتیا هم د یوه هېواد سترګې دي. په خواشینۍ سره باید ووایم چې زمونږ سترګې ړندې ځکه دي چې ځانمرګي کولی شي چې هر ځای ته چې وغواړي ځانونه ورسوي. تاسو ډېرې مهمې او حیاتي موضوع ته اشاره کړې ده پکار ده چې د ملي آمنیت نوی رییس دې ته خپل پام را واړوي او پدې مهمې ادارې کې د تصفیي نه وروسته د مسلکي او با استعداده کسانو په ګمارلو سره ستر بدلونونه راولي

  2. محترم هلال صاحب؟
    زه دامنيت دولتي وكالت نه كوم داجه تا خبله أشاره ورته كري جه دامنيت دولتي كارونه بايد محرم أوسي داجه ستا بشنهادونه شايد إنجام شوي وي شايد نه وي شوي شايد د أجرا به حالت كي أوسي دامنيت كارونه مطبوعاتو ته به كوته وركول او به مطبوعاتو كي خبرول خلاف داصولو دهغوي د دندي دي ضرور نه ده جه هر خوك دهغو به وظيفه كي مداخله وكري.
    دمثال به توكه به يوه شعبه كي دوه كار مندان كار كوي داحق نه لري جه يو دبل به كار كي مداخله وكري او يا تري خبر أوسي همداسي نور مسايل.
    هرخوك جه دوطن سره مينه ولري دغه خلك تول بايد دامنيت دولتي غري خان وبولي هرخه جه ويني أويا اوري بايد امنيت دولتي به جريان كي واجوي ترخو دهغي دخنثي كولو تدابير ونيول شي كه جيري دا احساس به تول ملت كي را زوندي شي بيا به دشمن ددي توان ونه لري جه حتي دسر حدي بولي خخه دشمن توان درا وا ختو ولري او يا را وأوري.
    كوم خه جه تا ليكلي زمونز برهنكيان او اطلاعاتي رساني او محترم ليكوالا ن كولي شي به دي هكله دامنيت دولتي تر خنك به هم غزي كي دا ستا بشنهادونه به مخ بوخي..
    ستا دا احساس يو شه احساس خداي وكر ي جه د ملت تول غري دا احساس كري أودّ امنيت دولتي سره ددشمن توطئو به خنسي كولو كي بيرني او دوامداره مرستي وكري..
    زوندي دي وي با إحساسه او با ضميره افغانان

ځواب ورکول جنرال حبيب الله جلالزوي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *