تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست چارواکي وايي پنځه تنه یې د هیواد د ولسمشر د لومړي مرستیال د وژلو لپاره د دسیسې د جوړولو په تور نیولي دي.

ملي امنیت نن /جمعه/ وویل:«ترهګر په کابل او مزارشریف ښارونو کې دوې ورځې مخکې نیول شوي دي.»

ویل شوي چې یوه مشکوک نیول شوي کس شمال ته د مرستیال ولسمشر جنرال عبدالرشید دوستم د سفر په لړ کې پر نوموړي د ځانمرګي برید پلان درلود.

1څلور نور په کابل کې نیول شوي دي.

جنرال دوستم روانه اوونۍ د کابل په ختیځ کې له چاودنې وروسته د پېښې ځای ته لاړ او هلته یې وویل چې افغانستان به له وسله والو یاغیانو پاک کړي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې نیول شویو کسانو اقرار کړی چې له افغانستانه دباندې روزل شوي دي.

2 thoughts on “ملي امنیت د جنرال عبدالرشید دوستم د وژلو د دسیسې په تور ۵ تنه نیولي”
  1. دا لور موفقيت ملي امنيت ته تبريك وايم لازم ده جه تر ختمه دتحقيق ، دتحقيق نتائج أفشا نه شئي تر خوي نوري ريشي راتولي شي

  2. سلام تولو ته! د امنيت رياست دومره هوشياران شول جه د واقعي د انجام نه مخكى خبريزى؟ نو د كابل د قمنداني ، شكريه باركزى او داسي نورو واقعاتو مخه ولي نه نيسى؟ هر سوك بوهيزى جه د كاسى لاندى نيمكاسه ده؟ دوستم فقط دوه وار د ميديا به مخ ظاهر شو . اوس يي به داسى اوازو ويروى . وسلام،

ځواب ورکول Abdul ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *