د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر نن /جمعه/ د کندوز ولایت والي ښاغلي اسدالله عمر خیل ته وویل چې د تیرې ورځې د پیښې د قربانیانو له کورنیو سره هر ډول لازمه مرسته وکړي، د شهیدانو د جنازې او تدفین مراسم په قدر او عزت سره ترسره کړي او د کورنیو غړو ته یې ډاډ ورکړي چې حکومت د پیښې جدي او هر اړخیزه څیړنه کوي.
د ملي امنیت شورا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، حنیف اتمر د ولسمشر په لارښوونه په کندوزولایت کې د تیرې ورځې د خونړي ناورین په اړه د کندوز ولایت له والي سره ټېلفوني خبرې وکړې.

د کندوز په وحشیانه بمبارۍ کې د ښځو او ماشومانو په شمول لږترلږه ۳۸ ملکیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ژوبل شوي دي.
په خبرپاڼه کې وړاندې راغلي «د ملي امنیت سلاکار د کندوز ولایت له والي سره په خبرو کې د پیښې د څرنګوالي په اړه مالومات تر لاسه کړل او د شهیدانو له کورنیو او د کندوز له خلکو سره یې ژوره خواشیني څرګنده کړه. د ملي امنیت سلاکار وویل، د تیرې ورځې پیښه به په هر اړخیز ډوله څیړل کیږي، څو د پیښې اصلي علت مالوم شي.»
د ملي امنیت سلاکار وویل، ترهګر په خورا بې رحمۍ د ملکي وګړو له کورنو او هستوګنو ځایونو څخه د سنګرونو په توګه کار اخلي چې دا د ټولو نړیوالو جنګي قوانینو څرګند سرغړاوی او یو نه بخښل کیدونکی جنګي جنایت دی.

نوموړي زیاته کړه، افغان وسلوال پوځ به د خپلو هیوادوالو د یوې قطرې وینې غچ له ترهګرو او د پردیو له مزدورانو څخه واخلي.
د ملي امنیت سلاکار د کندوز له والي سره په خبرو کې وویل چې ولسمشر به د شهیدانو د کورنیو له هر غړي سره ډیر ژر له نیږدې وګوري او د شهیدانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم به پر ځای کړي.

2 thoughts on “ملي امنیت سلاکار: د کندوز پیښه په هر اړخیز ډول څیړل کیږي”
  1. کمیسون و ټاکی چہ ښہ و ضاحت پہ موضوع کی پلاس را وړ‎ی
    د دیموکراتیکو نظامونو یو اصل استعفاہ دہ ،
    دولت داری مو پر ھغہ حال دہ ، اقتصاد مو پر فقر و لاړ‎ دی
    د بیچارہ ملت دا حال دی

  2. څه به وکړو یو غم او یوه پیښه نه ده، دامریکایانو، پنجابیانو، آخندانو، داعیشیانو، طالیبانو، ګلیمجمانو، کوڅه ډبو اوباشانو، زردادانو، شجاعیانو، جنګل یاغیانو، بهزادیانو، دغور دحادثی وسله وال لکه رحمت الله جمعیتی اوهمداسی د زارع امنیه قوماندان دجنسی زورونو شرمونکی فاجعه به هیڅکله افغان دیاده ونه باسی

    ناهيد بشردوستNov 03, 2016 – 20:04
    کابل (پژواک ١٣ لړم ٩٥): د بلخ ولايت يوې ١٨ کلنې نجلۍ ادعا کړې، چې د ياد ولايت د زارع ولسوالۍ امنيه قوماندان له لوري پرې جنسي تېرى شوى او وايي، که ولسمشر يې غږ وانه وري، نو ځان ته به اور ورته ورکړي

ځواب ورکول Pasarlai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *