تاند، چهار شنبه، د میزان ۱۰مه: د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د هلمند په موسی کلا ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال القاعده شبکې د ۶ غړو او ۱۷ طالب وسله والو د وژنې ادعا کړې ده.

د ملي امنیت لخوا تاند ته په یوه استولې خبرپاڼه کې راغلي چې په عملیاتو کې وژل شوي د القاعدې شپږ واړه غړي پاکستانیان وو.

طالبانو لا په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې هم افغان ځواکونو په هلمند کې د القاعده جنګیالیو د وژنې ادعا  کړې وه چې وروسته ترې خلکو وویل، افغان ځواکونو ځايي سیمه وال وژلي دي.

One thought on “ملي امنیت هلمند کې د القاعدې ۶ پاکستاني غړي او ۱۷ طالبان وژلي”
  1. نو حمدالله محب باید ددی کسانو په تیر بیا د پاکستان نظامی چارواکو له طالبانو په صف کی شتون باید په نړیوال سټیج کی هغه هم په ملګری ملتونه لوی مجلس یادول او نړیوالو غوږونو ته رسول چی څو ورځی وړاندی عمران خان د مخکنیو مجاهدینو په تربیه او روزنه باندی اعتراف وکړ نو دا خبره یی که کړی داسی معنا ورکوله چی اوس هم پاکستان د طالبانو حمایت کوی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *