تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د جلال اباد د خونړۍ تروریستي حملې تنظیموونکي یې نیولي دي.
د شنبې په ورځ د جلال اباد ښار د مخابراتو په چوک کې د کابلبانک مخته په انتحاري حمله کې ۳۵ تنه ووژل شول او ۱۲۵ نور ژوبل شول.
د ملي امنیت ریاست نن وویل، د جلال اباد حمله د شپږو تنو له لوري تنظیم شوې وه او ټول له چاودېدونکو موادو او د انتحاري حملو له واسکټونو سره ونیول شول.
نیول شویو کسانو غوښتل چې په ننګرهار کې بله ورته حمله وکړي خو د امنیتي او کشفي ځواکونو له لوري ونیول شول.
د ملي امنیت ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د جلال اباد د حملې اصلي طراح او تنظیموونکی قاري رحمت الله نومېږي چې په قاري عثمان مشهور دی او د غني خېل ولسوالۍ اوسېدونکی دی.
پنځه تنه نور هم په دې برید کې د لاس لرلو په تور نیول شوي. د هغوی په منځ کې دوو تنو غوښتل چې بله انتحاري حمله وکړي.
د هغوی نومونه احمدشاه دلاور، چې د میدان وردک اوسېدونکی دی او شېرافضل، چې د ننګرهار اوسېدونکی دی، ښودل شوي دي.
د ملي امنیت ریاست په وینا د نیول شویو کسانو په منځ کې یوه تن، چې شمشاد نومېږي، انتحاریان له پاکستانه راوستي ول.
دروغ ویل هم یو حد لری نه داسی لکه اوسنی میدیا چی بی نهایته زیات دروغ وایی د جلالاباد په چاودنو کی تقریبا د ۱۲۰ تنه په شهادت رسیدلی او تاسی یواځی د ۳۴ تنو یادونه وکړه ولی او علت یی سه دی
زما په اند هره وسله واله مخالفه ډله چی دا ډول حملی کوی او ادامه ورکوی هغوی په دی کار کی هیڅ ملامت ندی او تول ملامت افغان چارواکی او دولت دی دا ځکه چی کله چی کوم ځانمرګی بریدګر موخی ته تر رسیدلو مخکی ونیول شی نو حکومتی چارواکی هغه خوشی کوی او سزا نه ورکوی دوهم په هیواد کی اداری فساد زیادښت دریم اخلاقی فساد موجودیت د شرابو څکل قانون یواځی په غریبو عملی کیږی او په مالدارو خلکو نه عملی کیږی او داسی زیات نور عوامل شته چی حکومت پری ګرم ګنل کیږی او طالبان په حقه او دا چی طالبان دا ډول حملو ته ادامه ورکوی همدا افغان دولت دی چی هغوی ته یی د دا ډول حملو زمینه مساعده کړیده
زه دير خه نه ليكم صرف همدوره ليكم جه دكابل بأنك د خانكي مسله يو عادي مسله نه ده مونز ددغو خلكو محاكمه دشادشميري ولي د قضيه دمحاكمي به مثل جدي محاكمه دعا ميلونو دباره غوارو .مننه دهغه أشخاصو خخه جه ددوي دكرفتاري كي بر خه اخستي ده .
دوی باید هماغه د پېښې په ځای کې د شهیدانو د ورثه وو په حضور کې ووژل شي.
هدایت الشیطان صاحب!
زیات ګرم شوی یې او د همدې ګرمۍ له امله دې سترګې او انساني قضاوت دومره پیکه شوی چې د عامو خلکو او دولت ترمنځ توپیر درنه له یوې مخې تری تم شوی دی.
که ته مسلمان وې! او یا لږ تر لږه یوازی انسان وې! او دجلال آباد توره او خونړۍ پېښه دې له نږدې لیدلې وي او یا دې په تصویرونو او د رسنیو له لارې ترسترګو شوې وي، بیا خو دغه شان قضاوت کول ډېر لرې ښکاري.
ته په رسنیو تور لګوې او وایې چه تل درواغ وایې، په خپله داسې قضاوت کوې چې د دولت په ناکارۍ او نا انصافۍ کې د جلال آباد عام او بې ګناه خلک له یوې مخې د وژلو وړ او مستحق بولې!
نور څه درته نه لیکم خو یوه خبره خامخا درته وایم:
ښه! که ستا قضاوت صحیح وي؟؟؟ خداي جل جلاله دې اول هدایت درته وکړي او که نه نو بیا دې یوازې تا په یوه انتحاري حمله کې ښه لولپه کړي چې د ولس او خلک درنه خلاص او وزګار شي. وما ذلک علی الله بعزیز… الایه
کسان خو ونیول شو موږ ددولت په دغه لاسته راوړنه دزړه نه خوښ یو خوستونزه داده چی دغه دول کسان مخکی هم نیول شوی خو څه شو؟
بیرته پریښودل شویادواسزسطی او یاهم دپیسی په زور،دولت دی دغه کسان دمخابراتوپه څلورلاری کی په دار وزړوی ترڅودوی ته جزا او نورو ته عبرت شی خو ولس هم باید غلی کیننی اودلاریونوپه ترڅ کی له دولت نه وغواړی جی یادوکسانوته دښکاره جزاورکړی
ددی نیول شویو کسانو څخه باید دقیق تحقیقات وشوی او که رښتیا هم دوی اصلی عاملین وی نو ژر تر ژر د جنت
د انتحاریانو په قول، ولیږی ځکه چه دوی همدا غواړی
لوستونکو ته سلام وړاندی کوم که ریښتیا هم داسی وی ددی خوار ملت ډوډی مه پری ضایع کوی او د آخری زمانی قاضیانو ته یی هم په لاس مه ورکوی ځکه چی هغوی یی بیا ایله کوی عاجل باید اعدام شی هغه هم په عام محضر کښی او یا مو که چل نوی زده د خپل ماین ښکار یی کړی پر یوه دښته کښی چی په موږ او اوولس رحم نکړی نوپر دوی ولی په درنښت
هدايت الله وروره!
كه ١٢٠ شهيدان وي او كه ١
شهيد ستر جنايت دى هغه حًوك ملامت دي چه ورته عمل كوي ، زه او ته بايد دغه عمل وغندو او بايد تر وسه خپل حكومت سره مرسته وكرو نه جناورانو سره