تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، ځواکونو یې د طالبانو یو مهم قوماندان، چې د میدانښار د روانې اوونۍ خونړۍ حمله یې پلان کړې وه، وژلی دی.

د ملي امنیت ریاست وايي، د طالبانو دا قوماندان، چې نعمان نومېده د تېرې شپې (سې شنبه) په هوايي برید کې وژل شوی او د میدانښار د حملې د نورو طراحانو د موندلو لپاره یې هلې ځلې روانې دي.

د افغانستان د ملي امنیت د ریاست په وینا نعمان، په میدان وردک ولایت کې د ملي امنیت پر قطعې د دوشنبې د ورځې د حملې اصلي طراح و. په دې برید کې ۳۶ تنه ووژل شول او ۵۸ نور ژوبل شول.

ځینو چارواکو د وژل شویو شمېر تر دې زیات ښودلی دی.

د ملي امنیت د ریاست په خبرپاڼه کې راغلي«نعمان له ۷ تنو نورو سره وروسته له دې ووژل شو چې د ملي امنیت د ریاست عملیاتي ځواک د نوموړي پټنځای ومونده.»

دا اداره وايي چې د دې تروریستي ډلې نور غړي به هم تعقیب کړي او ووژني.

طالبانو بیا د خپل قوماندان وژل کېدا رد کړې ده.

دې ډلې همداراز ادعا کړې چې په میدانښار کې یې د ملي امنیت د ځواکونو پر قطعې په برید کې ۱۹۰ تنه وژلي دي.

د طالبانو له لوري په میدانښار کې دا برید په داسې وخت کې وشو چې د دې ډلې استازو په قطر کې د امریکا له خاص استازي زلمي خلیلزاد سره د سولې په اړه خبرې پیل کړې.

One thought on “ملي امنیت وايي، د میدانښار د قطعې د حملې طراح یې وژلی”
  1. د ټالیبانو ډنډوره چې ذبیح منافق به هېڅکله هم رښتیا ونه وایی. که بل څوک یو غلط کار وکړي ، منافق بیا وایی دا کار مونږ کړی . لعنت الله علي الکاذبین.

ځواب ورکول عبدالله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *