تاند – د افغانستان د ملي امنیت ریاست نن وویل چې د پکتیکا د یحیا خېلو ولسوالۍ د والیبال په میدان کې پرونۍ ځانمرګې حمله حقاني شبکې کړې ده.
د وروستیو راپورونو له مخې په دغه وحشیانه برید کې ۵۷ تنه وژل شوي دي.
د افغانستان د ملي امنیت د ریاست ویندوی حسیب صدیقي فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«موږ داسي شواهد لرو چې ښيي د حقاني شبکې د یحیاخېلو ولسوالۍ په برید کې لاس درلود. موږ به ژر په دې باب معلومات خپاره کړو.»
د پکتیکا د والي ویندوی مخلص افغان وویل چې د پرونۍ حملې د تلفاتو شمېر ۵۷ تنو ته ورسېد. د افغان په وینا ۱۵ تنه ټپیانو تېره شپه په روغتون کې ساه پرې کړه.
د پېښې ټپیانو نن خبري اژانسونو ته د حملې په اړه ویلي چې د والیبال پایلوبه وروستیو شېبو ته نژدې شوې وه چې یوه ځانمرګي، چې په موټرسایکل سپور و، ځان د نندارچیانو په منځ کې والوزاوه.
نولس کلن سلمان خان د کابل په سردار محمد داوودخان روغتون کې فرانس پریس خبري اژانس ته وویل:«ما د مرستې لپاره چیغې وهلې چې شا ته مې وکتل یو پوځي مړ دی. څو سیمه ییز پولیس هم ووژل شول.»
طالبانو په غیررسمي ډول ویلي چې په دې برید کې یې یوازې او یوازې سیمه ییز پولیس او د هغو قومندانان په نښه کړي او برید یې د مسابقې له پای ته رسېدو او د نندارچیانو له ستنېدو وروسته کړی دی.
د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نجیب دانش وویل چې په مجموع کې ۴ سیمه ییز پولیس وژل شوي خو داسي نه ښکاري چې د حملې اصلي هدف به دا کسان ول.»
یوه بل ټپي ۱۱ کلن محمد رسول وویل:«ما لوبه کتله، له خپل ورور سره پر مځکه ناست وم چې چاودنه وشوه.»
د محمد رسول ورور په سینه لګېدلی او د روغتون په عاجله څانګه کې بستر دی.
د روغتون د روغتیايي خدماتو د څانګې ريیس ډاکتر سیاوش خبریالانو ته وویل چې د ۱۲ ټپیانو حال نازک دی. د ده په وینا اکثره په بم کې د کارول شویو چرو او ټوټو په وسیله ژوبل شوي دي.
د سږ کال په جولای کې هم د پکتیکا د زرمت ولسوالۍ په بازار کې په ځانوژونکې حملې کې ۴۱ تنه وژل شوي ول.
د افغانستان ولسمشر اشرف غني د یحیاخېلو برید وحشیانه، غیراسلامي او غیرانمساني بللی دی. ولسمشر نن سردار محمد داوودخان روغتون ته لاړ او له ټپیانو سره یې خواخوږي وکړه.
دا ویډیو وګورئ او د پاکستان په استخباراتي شبکه (آی ایس آی) او پاکستاني پوځیانو چې مرتدو طالبانو ته روزنه ورکوی لعنت ووایئ.