تاند- د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي چې د انتحاري بریدونو د واسکټونو د تولید او د مقناطیسي بمونو تر ټولو لوی مرکز یې کشف کړی دی.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست په یوه اعلامیه کې نن وویل چې دا مرکز، چې د حقاني په شبکې پوري اړه لري، په کابل ښار کې کشف شوی دی.

د ملي امنیت د ریاست په وینا د کابل په اتمه ناحیه کې د دې مرکز مشري د صفت الله په غاړه و.

ملي امنیت د صفت الله په اړه زیات جزییات نه دي څرګند کړي خو ویلي یې دي چې نوموړي د ښار په اتمه ناحیه کې د معاملو د لارښوونې د دفتر تر چتر لاندې فعالیت کاوه.

ملي امنیت دا ادعا وروسته له دې وکړه چې په وروستۍ یوه اوونۍ کې کابل تقریباً هره ورځ د وسله والو طالبانو د ځانمرګو بریدونو شاهد دی.

د راپورونو له مخې په وروستیو دوو اوونیو کې په کابل کې ۹ ځانمرګي بریدونه شوي چې په ترڅ کې یې په لسګونو ملکیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

3 thoughts on “ملي امنیت وايي د ځانمرګو بریدونو د واسکټونو او مقناطیسي بمونو تر ټولو لوی مرکز یې کشف کړی”
  1. Da khanzir bayad pa amm mahazar ke pa dar wazarawal she zaka deda la lasa ba dere beguna koranai de gham pa taggar naste we lanat pa dase khanzir o kaferanu

  2. دملي امنيت دتو جوه ور!
    دوستانواول ريشي قطع كول او بيا درسانو سره شريكول به كاردي خنثي كول أسان دي مكر در يشو بيداكول او قطع كول اساسي دنده ده.

  3. د افغانستان ملی امنیتی ځواکونو پدی کار سره د کفری حقانیانو او منافقینو پنجابیانو ډیره غټه توطیه کشف کړی ده چی د هغه په برکت به له ډیرو وژنو او ورانیو مخه ونیول شی.
    که ملی امنیت نور هم فعاله شی او د لاندی مهمو کسانو موټر تر جدی نظارت لاندی ونیول شی نور به هم د پردیو د توطیو مخه ونیسی:
    د ولسی جرګی او مشرانو جرګی د ټولو وکیلانو ، باډی ګاردانو او نورو اړونده کسانو موټر او نقلیه وسایل،
    د جهادی مشرانو ، قوماندانانو او د هغوی د ساتونکو نقلیه وسایل،
    د ټولو هغو کسانو نقلیه وسایل چی له ولایتونه کابل ته راځی،
    د ایران او پاکستان او نورو مشکوکو هیوادونو د ديپلوماتیک او کورديپلوماتیکو غړیو او د دوی د اړونده موسسو او نورو نړیوالو مرستندویه او خیریه ټولنو نقلیه وسایل.
    که په کومه نقلیه موټر شک وشی ، امنیتی اداری پوره صلاحیت لری د هغوی موټر ودروی او تلاشی یی کړی. زمونږ د هیواد والو ژوند او امنیت مونږ ته تر ټولو مهم دی او هیڅوک د اعتراض حق نه لری. اوس په نړیوالو هیوایی میدانونو کی ټول هغه کسان تلاشی کیږی چی غواړی په الوتکه کی پرواز وکړی که هغه ديپلوماتیک پاسپورت ولری او که عادی یا خدمت. زمونږ رویه هم باید بالمثل وی.
    د هیواد په داخل کی هیڅوک له امنیتی قوانینو مستثنی نشی کیدالی او د قوانینو په وړاندی افغان چارواکی د قانون په وړاندی هیڅوک مصونیت نشی درلودای.
    ښه به دا وی چی امنیتی ارګانونه پورته ‌ذکر شوی ارګانونو ته ابلاغ کړی چی نور د امنیتی تلاشیو په وړاندی بی تفاوته پاته نشی او له دوی سره همکاری وکړی او که څوک اعتراض کوی نو په پورته ذکرشویو لارو د سفر نه کوی.

ځواب ورکول sangari zwan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *