تاند: د ملي امنیت ځواکونو کابل کې د داعش ډلې یوه خطرناکه څلور کسیزه شبکه نیولې ده.
د ملي امنیت لخوا تاند ویب ته په را استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي دغې څلور کسیزې ډلې د کابل په کچه پراخو تروریستي بریدونو کې لاس درلود او مخکې له مخکې د قوي ارایه شویو اسنادو په اساس ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي دي.
ملي امنیت د نیول شویو کسانو د هویت په اړه ویلي، چې یو په کې د کابل پوهنتون استادان دي: (( مبشر مسلمیار د عبدالحلیم زوی د کابل پوهنتون استاد او کابل کې د داعش ډلې د جلب و جذب مسوول، احمد طارق ولد جنت ګل، احمد فاروق ولد جنت ګل هغه کسان دي چې اعتراف یې کړی چې د ظاهر داعي، معروف راسخ، مبشر مسلمیار او ابوعبید الله متوکل په توسط به یې کابل کې داعش ډلې ته جلب و جذب کاوه.))
ملي امنیت وايي، دغو کسانو به لومړی ځوانان او محصلین وهابیت ته اړول او بیا به یې داعش ډلې ته جذبول.
د دې ډلې یو نیول شوی غړي دا هم ویلي چې د معروف راسخ، ابوعبیدالله متوکل، مبشر مسلمیار په توسط ګڼ محصلین ننګرهار ته تللي او داعش ډلې سره یو ځای یې له دریو کالو راهیسې تروریستي فعالیتونه کول.
احمد طارق او احمد فاروق بیا منلې ده چې په کابل کې یې پر میوند د پهلوانۍ کلب، د اداري اصلاحاتو د کمیسیون د مامورینو پر کاسټر موټر او له یکه توت سیمې څخه پر حامد کرزي نړیوال هوايي ډګر برید دوی طراحي کړی او رول یې په کې لوبولی و.
د یادونې وړ ده چې د داعش ډلې د جلب و جذب یو مسوول ابوعبیدالله متوکل څه موده وړاندې د ملي امنیت لخوا کابل کې نیول شوی و.
!سلامونه احترامات د تاند تولو كار كونكو ته
منندوي يو ستاسو د خدمتونو نه!
زه د چا قومي،لساني او مذهبي ملا تر نه كوم.. زه يوازي او يوازي د حق طرفدار يم او ملاتر يي كوم او دا د موژ إسلامي مسوليت دي چه د كالتراويح حق ووايو… د استادانو په رابطه.. الله ج شه پوهژي چه حقيقت سه دي!
د ما اشاره د وهابيت جملي ته ده ( چه اول به يي وهابيت ته ارول ؟؟) زما سؤال: وهابي چا ته وايي؟
او وهابيت سه ته وايي؟
مننه ستاسو د معلومات نه!