تاند- د عبدالله عبدالله په مشرۍ د ملي ايتلاف یو ویاند وايي چې د ولسمشر کرزي لومړي مرستیال محمد قسیم فهیم ولسمشرۍ ته د عبدالله عبدالله د کاندیدو ملاتړ وکړ.

فضل الرحمن اوریا وویل، ښاغلي فهیم ژمنه وکړه چې په راتلونکو انتخاباتو کې به د ښاغلي عبدالله د کاندیدیدو ننګه کوي.

اوریا په عین وخت کې وویل چې د عبدالله عبدالله د لومړي او دوهم مرستیال د نومونې په اړه لا هم خبرې روانې دي.

دا په داسي حال کې ده چې د عبدالهادي ارغندیوال یوه ویاند پرون اعلان وکړ چې ارغندیوال به د عبدالله لومړۍ مرستیالي ونه مني.

د عبدالله عبدالله ملاتړو رسنیو ته ویلي چې د ابو اوانرژۍ وزیر محمد اسماعیل خان هم د ولسمشرۍ لپاره د عبدالله د کاندییدو ملاتړ کوي.

خو اوریا په دې اړه څه ونه ویل. ده وویل چې ملي ايتلاف د ښاغلي عبدالله له کاندیدو څخه د محمد قسیم فهیم د ملاتړ هرکلی کوي.

د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ د عبدالله یوه ویاند محمد عاصم ویلي و چې عبد الله به د پنجشنبې په ورځ رسماً ځان کاندید کړي. عاصم ویلي چې له ارغندیوال او محقق سره د لومړۍ او دوهمې مرستیالۍ مسله حل شوې ده خو عبدالله د پنجشنبې په ورځ کاندیدیدا اعلان نه کړه.

راپورونه وايي چې د انتخاباتي اتحاد په منځ کې سخت درز پیدا شوی دی. احمدضیا مسعود او عبدالله د ولسمشرۍ پر سر دعوه لري او جنرال دوستم د لومړۍ مرستیالۍ دعوه داره دی.

7 thoughts on “ملي ايتلاف وايي، قسیم فهیم د عبدالله د کاندیدیدو ملاتړ وکړ”
  1. دا ټول هغه اشخاص دی چی یوازی او یوازی په چوکیو، پیسو او قدرت پسی ګرزی. د اولس د سوکالۍ او د وطن د آبادی او روغونی ورسره هیڅ خیال نشته. موږ نه پوهیږو چی دوستم ولی د اولسمشرۍ د لومړی معاون لپاره دومره حریص دئ، هغه خو یوازی په چور او چپاول کی د قهرمانی لقب تر لاسه کړئ دئ او دا د افغانستان ټولو وطنوالو ته ثابته ده کله چی هفه د ډاکټر نجیب د حکومت په دوران کی د ګیلم جم ملیشو مشر وه. تر پرون پوری عطا محمد نور، دوستم او محقق د وطن په شمالی ولایاتو کی د خود خواهی او قدرت لپاره په زرګونو بی ګنا افغا نان وژل او نن بیا په یو میز ناست او اعتلافونه جوړوی. که له خلکو نه شرمیږی نو له خدایه د وډارشی او کرار د په کور کشینی، دومره پیسی یی په چور او چپاول کی پیدا کړی چی تر کړوسیانو پوری یی هم بس دی، مګر دا چی قناعت ورباندی وکړی.

  2. یره دا د لاندې پسه (اوریا) چې سړی راونیسي او ……………… له تور سپي نه مې دغه بې غیرته انسان ډېر بد راځي. دا بې شرمه انسان عطامحمد نور یو ستر مجاهد ګڼي په داسې حال کې چې حتی له افغانیت نه انکار کوي.

  3. دخېټور دتبصری سره سل په سلو کی موافق یم، اوریا، علومی اوځینی نورو خپل شخصیت وشرمولو اولانور به هم شرمیږی.

  4. در مورد عبدالله عبدالله اندیوالانش حتی همین چند کلمات که مینویسم همین را هم خیانت میدانم اگر در مزمت و تضاد ونفرت ان مینویسم چون به اشغال یعنی ادمهای خونخوار بی دین وپرست طلب یک لحظه
    فکر کردن هم خیانت است چی برسه رای دادن ونظر دادن اینها خاااااااااااااااااااااااایننننننن ملی اسلامی وبین المللی هستند امر الله صالح و قسیم فهم خجالت هم نه میکشند برای حصول قدرت قتل امیر خود را با القاعده برابر شریک بودند بله اگر همکاری امر الله صالح و قسیم فهیم نه میبود القاعده مسعود را ترور کرده نه میتوانست بله این دو شخص توسط سیاه امریکا قبلا جذب و برای همکاری وادار شده بودند ای ملت این
    اشخاص معامله گر ب ی شرم وبی حیا شرابخواران را بشناسید و از همکاری اینها دور باشید دور باشید دور باشید انقدر دور مثل که از شیطان نفرت دارید

ځواب ورکول فیروزخان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *