ډاکتر ځلاند

له دوزره یو (۲۰۰۱) څخه را پدیخوا د چا په کور له اسمانه ټکه را ولویده او چاته د علي بابا په څیر د سرزرو ډکه خزانه په لاس ورغله. د ملي ارزښتونو انډول او ساتنه تر سوال لاندې راغله بس د چا چې څومره زور دی، له هغه ور پورته د ګران افغانستان خوړین وجود  لوټلو او پلورلو ته یې مخه کړه. د طالب د واکمنۍ له ماتیدا سره یو ځای د پښتون د استحصال او ورکاوې ټولي نړیوالۍ، سیمیزې او کورنې دسیسې همغږي او یوځای شوي. ټولو ته یوه لویه بهانه د طالب، ترهګراو القاعده تر نامه یا ټاپې لاندې په لاس ورغله ، هر چا د خپل ګرز د وزن او ګذار په زور د پښتون سر وواهه. پښتانه په تیرې څه دپآسه یوه لسیزه که نه یواځې په ډیره بې رحمانه توګه ووژل شول، بلکې په مختلفو لارو او طریقو بې عزته او ذلیل کړای شول، د بهرنیانو په بندیخانو کې یې د سرویښتیان، ږیره، وروځې وخریلي شوي، لوڅ لپړ شول، د نړۍ په ټولو رسنیو کې تصویرونه او ویډیوګانې خپرې شوي چې د بهرنیو او کورنیو ظالمانو لخوا یې په جسدونو بولې ( میتیازې ) وشوي، دا ټول یواځې او یواځې د طالب او د پاکستان د جاسوس په نامه. عارف سروري او امرالله صالح پري د ملي امنیت په شنه اسمان کې په رڼا ورځ ستوري وشمیرل.

خو ددې ټولو  دسیسو او  ناوړه کړنو کرغیړن مخ هغه وخت  تور شو چې هغه د مشهورې مقولي یا متل په تناسب چې د درواغجن حافظه کمزوري وي، د همدې نړیوالې دسیسې د طراحانو له یاده وتي وه چې د پاکستان جاسوس خو یواځې پښتون دی، خو په ناببره توګه یې د حسین یاسا نوم د پاکستان د جاسوس په توګه را برسیره کړ. په کال ۲۰۱۲، د جولایپه ۲۴ حسین یاسا د کابل په زړه کې(د کانیټینل هوټل څخه د را وتلو په وخت کې)په سکڼي ماښام د امنیتې کسانو لخوا ونیول شو، په حسین یاسا تور لیږیدلي و چې هغه د پاکستان جاسوس دی، او د پاکستان رسمي شناختې کارډ ( یا تذکره ) لري، په لومړې سر کې هر چا ته دا خبره هېښونکې ښکاریده ، چې حسین یاسا خو هزاره دی، پښتون خو نه دی چې د پاکستان جاسوس به وي، او بیا هغه خو د محقق مرستیا ل او احمد ضیا مسعود نژدي سیاسي ملګری دی، هغه څنګه د ای ایس اي جاسوس کیدای شي او د پاکستان شناختې کارډ به و لري؟

خو خبره هلته رسوا شوه چې کله محقق خپله د حسین یاسا د خلاصون په لټه کې شو، او دایې په زغرده وویل چې زه دا منم چې  حسین  یاسا د پاکستان تذکره لري او له پاکستان سره نژدې اړیکې لري او هم زما اړیکې له پاکستان سره ساتي، خو دا هر څه د وطن په ګټه او د هغه په هدایت ترسره کیږي، هغه باید ژر تر ژره له بنده خلاص شي. د حسین یاسا په اړه د ملي امنیت یو کارکونکي داسي ویلي ( حسین یاسا به د ملي جبهې د هرې غوڼدې دمخه له پاکستان سفارتکارو سره لیدنه کوله او محرمانه اسناد به یې هغوی ته برابرول.)خو دا چې د محقق غوښتنه ده، د احمد ضیا مسعود زور دیحسین یاسا د شمال دلنډغرو په مټ له بنده خلاصیږي او نر غوندې په المان کې د همدې قضیې له مخې رسمي پناه اخلي، په افغانستان کې خپلو استخباراتې او سیاسي هلو ځلو ته ښه زور ورکوي، د افغانستان د ګڼو رسنیزو پروګرامونو ( اروزګان ویب پانې، د روزنامه افغانستان اخبار، اوټلوک اینګلسې ورځپاڼې او ګڼو نورو چاپې رسنیو مالک ګرځي) او دپاکستان په ګټه خپلو کړنو ته ادامه ورکوي . پوښتنه دا ده چې فکر وکړي یو پښتون ژورنالیست، روڼ اندی، او مخکښ کس دپاکستان سره د اړیکو یا خدای مه که په جاسوسي تورن شوی وای او یا هم د ملي امنیت لخوا نیول شوی وای، نو دهغه به څه حال و؟؟؟ په تیره یوه لسیزه کې پښتانه یواځې په پټکې( لونګې)، غټې ږیري، واسکټ او وریښمین دسمال په کابل او لویو ښارونو کې نیول شوي دا لا څه چې له طالب یا پاکستان سره تړاو لري. د حسین یاسا، محقق او دپاکستان د سفیر د لیدو کتنو تصویرونه په رسنیو کې خپاره شوي دي.

د پښتون وژني او سپکاوي یو بل مقایسوي تصویرـ  تیره اونۍ د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ولسي جرګې ته غوښتل شوي و، تر څو د ملت استازو ته د امنیتې تړون په اړه خبرې او څرګندونې وکړي. سپنتا په ډیره ناچارۍ وویل چې د امنیتې تړون په کور دننه وروستې مخالفتونه د ګاونډیو هیوادونو په لمسون رامنځته کیږي، او کوم مخالفت چې دیو کانفرانس د جوړولو په ترڅ کې ترسره شوي و، هغه د طالب په غوښتنه او ملاتړ ترسره شوی، هغه جناب وویل چې ملي امنیت د یو ملي خاین غږ ثبت کړي چې د امنیتې تړون په اړه طالبانو ته راپور ورکوي او هغوی ته ډاډ ورکوي چې دا کار ناشونی دی چې ترسره شي، او دا تړون د دوسې تړون بولي. د ولسې جرګې استازې یې دنوم د افشا غوښتنه کوي، خو سپنتا یې له ویرې د نوم د افشا څخه ډډه کوي. څه وخت د خلکو ترمنځ ګنګوسه وه چې ګوندې دا د تګاب اوسیدونکي حاجي فرید په اړه وینا شوي، خو یو تلویزون تیر مازیګر د وحید مژده او طالب ویاند ترمنځ خبرې افشا کړي او په دې توګه د ملي خیانت په تور د تورن کس نوم او څېره افشا شوه. پوښتنه – یوه شېبه فکر وکړي چې خدای مه که دا ملي خیانت کوم پښتون کړی، فرض کړه چې دا کار حاجي فرید کړی و، نو څه به پیښ شوي و؟؟

وحید مژده په تیرو څه دپاسه لسو کلنو کې د شورای نظار، جمعیت اسلامي او طالبانو تر منځ د روغې جوړې، پروپاګند او پښتون وژني د دسیسو په ترڅ کې داسې په سلګونو او زرګونو ځلې غږیدلي، له طالبانو سره د لیدو کتو دپاره قطر، امارات اسلامي، سعودي عرب، ایران، ترکمنستان، ا زبکستان او د نړۍ ګوټ ګوټ ته تللي، خو په تیرو لسو کلنو کې د هغه په وړاندې هیچا دا جرات ونکړ چې کم تر کمه دا پوښتنه ترې وکړي چې ته خو پښتون نه یې چې له طالب سره ښکته پورته کیږي، په کابل کې میشت يې، د حکومت او امریکا په رحم او کرم مزې کوي، نو بیا دا ملي خیانت د څه دپاره ؟

خبره ټوله بیرته د پښتون وژني او استحصال نړیوالې، سیمیزې او کورنې دسیسې ته را ګرځي، پښتون چې تر څو د خلقي، پرچمي، حزبي، طالب، پاکستاني په نومونو ویشل شوی وي، د شمال لنډغر او نړیوال دسیسه ګر به یې همداسې ذلیله او سپکوي. د باچا خان رح ناره یو ځل بیا په خوله راځي ـ یو کیږي، کنه ورکیږو.

یا ربه توفیق

6 thoughts on “ملي خاین مژده، جاسوس حسین یاسا او محکوم پښتون”
  1. ښاغلی ځلاند صیب ډیره مننه ژوره لیکنه موکړیده
    وروره الله پاک دي زمونږ مشرانو اوچارواکو ته هدایت وکړی چه پوهه اوهوښیار شی، اوکه هوښیار نشی نو توطیی اودسیسی روانی دی لري نه ده چه دوی به هم ددغه دسیسو ښکار شی.
    تروریست اوالقاعده هسی یوه لوبه ده، اصلی لوبه داده چه په افغانستان کی دپښتنو اصلی جرړی ختمی کړی، یونس قانونی چه کله دکورنیو چارو وزیر وه دهغه په شخصی زندان کی په سلهاوو پښتانه ولی شکنجه او وژل شوی وه، بیا کله چه زندان رسوا شو چه فقط دپښتنودله مینځه وړلو په خاطر وه نوولی حکومت دغه موضوع غلی کړه، شجاعی ته چا څه وویل، د ژوندون تلویزون په دیوالونو چا په زبردستی سره دغازی امان اله خان عکسونه وشکول او د مسعود عکسونه یی پر ځای ولګول، څوک دافغانستان دتجزیی په خاطر اروپا ته ولاړل اوداسی نوری پټی اوښکاره معامیلی اودسیسی ولی روانی دی، همدااوس امنیتی تړون دڅه لپاره امظآ کیږی اوګټه یی چاته رسیږی، که دامریکایانو موجودیت نه وی آیا دوی به دا ډول لوبی په مونږوکړی ځواب یی دادی هڅکله نه، په اخر کی وایم خدای دي زمونږ حکومتی او ناپوهه طالیب چارواکو ته دهوښیاری او بیداری پوهه ورکړی.

    دخدای په امان

    م. افغان

  2. دومره ښکلې څېره او دومره بېخرته قضا وت !!۱ دا مژده کومې محکمې نه دی محکوم کړی، مدعي سست ګواه چست او که په دې کې دې خپله ګټه ده؟

  3. ملي خاین مژده نه بلکه هغه کسان دې چې پرګران هیواد افغانستان کې د پردو ګټې پرمخ بیولو مسولیت یې پر غاړه اخیستې دې. مژده حق لرې چې هر چا سره خبرې اوکړې او د وینا دا حق ورته د افغانستان اساسې قانون هم ورکړې دې. هر کس په دې ډیر ښه پوهیږې چې وحید مژده ده یو کارپوه په حیث دا حق لرې چې د هر چا سره خبرې اوکړې ، د هغوې نظر معلوم کړې او خپل ورسره شریک کړې. د ا څه نوې کار نه دې او هر یو کار پوه او ژورنالست هره ورځ هم دار کار کوې. چا سره خپل نظرشریکول څه ګناه نه ده چې ځنې کسان د ملې خیانت خبرې کوې. ملې خاینان خو به هغه خلک وې چې پرافغانستان یې د بهرنیو د تیرې ملاتړ کړې . پربل تورونو لګولو وړاندې باید چې هر کس خپل ځان ته اوګورې چې څومره به یې ملې خیانت کړې وې، دښمنانو سره به یې ملې رازونه شریک کړې وې. ولسمشر محترم حامد کرزې صاحب خو هره ورځ طالبانوته خپل بچې وایې او ورسره خبرو ته لیوالتیا ښایې نو که مژده ورسره دخپل مسلکې کارلپاره خبرې کوې نو دا څه لویه ګناه نه ده. امریکا خو هم طالبانو سره خبرې غواړې او د سولې شورا هم هره ورځ طالبانو سره د خبرو غو ښتونکې د نو په مژده اعتراض کونکې به دوې ته څه نوم ورکوې.

    افغان ملت ډیرپوه دې چې خاین څوک دې. پر مژده د خیانت تور لګونکې کیدې شې دا کار د چا د خوشا لولو لپاره کوې او که غور اوکړې نوکیدې شې د پردولپاره داسې کار کول قلم سره خیانت دې.

  4. دکله نه چی دکرزی دملی امنیت مشاور ښاغلی سپانتا دخلګو دثبت سوو خبرو په هکله پارلمان ته خبری وکړی اوبیایی ورسته ځنی مطبوعاتو ته هغه خبری په واک کی ورکړی چې په هغوی دښاغلی وحید مژده صاحب ثبت سوی اواز و نوځینو کسانو مخکی له دی چی پردی خبرو ښه غور وکړی او دیو ازاد وجدان له مخی یی مطالعه دځینو تآثیراتو له مخی یا دکم علمی اویا دعناد له مخی دانسانی اخلاقو اودلیکنی داخلاقی معیارپرته پرښاغلی مژده او حاجی احمد فرید باندی دملی خاین ټاپه ووهل!!!

    کچیری رشتیا خبری جرم نه وی اودپردو لپاره کار کول نوی نو غواړم چې یوازی دحقایقو په هکله څه ولیکم

    دملی امنیت دغیری قانونی کارو څخه راورسته چی دخلګو شخصی خبری اوری ښاغلی مژده یو ژورنالیست او لیکوال دی او په عین وخت کی د صلحی د خبرو میانځګړی هم دی نو په داسی حالاتو کی دی مجبور دی چې دمختلفو تکتیکونو په کارولو سره دمختلفو اړخونو څخه معلومات را ټول کړی خو په ټولو خبرو کی یی داسی ټکی نه دی راغلی چې د ملی منافعو پر ضد وی، خو که د کرزی او د هغه د اداری پر ضد وی دی ته دملت پر ضد شخص نه ویل کیږی بلکی د یوی سیاسی ټولنی پر ضد شخص ورته ویل کیږی که یی څوک په رشتیا هم په بیطرفانه ډول واوری، نوهیڅ داسی څه به پکښی پیدا نه سی چې د هغه په اساس دی ښاغلی مژده ته ملی خاین وویل سی دخبرو په جریان کی ښاغلی مژده له طالب استازی څخه پوښتی چې تاسی ولی لمړی له امریکا سره خبری؟ او له افغانستان له حکومت سره خبری نه کوی؟ تاسی باید ولس ته ددی دلایل وړاندی کړی.

    ایا دا خبری د ملی منافعو پر ضد دی ؟

    داغوښتنی خو ښاغلی کرزی هم څو څو ځلی له طالبانو کړی دی نو هغه ته ولی تاسی ښاغلی ملی خاین نه وایاست؟

    په بل ځای ښاغلی مژده دطالب استازی په جواب کی وایی چی دلته دسولی پرضد ډیر قوی لاسونه سته خو د ملی امنیت سرچینی د طالب استازی خبری سانسور کړی دی ایا دا خبری کول چې نړیوالی ټولنی افغان حکومت ته دوکه ورکړه او د صلحی پر ضد باندی قوی لاسونه سته ایا دا د ملی منافعو پر ضد خبری دی او خبری کوونکی ته باید ملی خاین وویل سی ؟

    که داسی وی نو تاسی ښاغلی چې مژده ملی خاین بولی باید حکومتی اداره هم ملی خاینین اوعام ولس هم ټول ملی خاینین وبولی دا ځکه چې دا حقیقت ټولو ته معلوم دی او هره ورځ یی وایی او بل ځای ښاغلی مژده طالب استازی ته وایی چې تاسی باید د۲۰۱۴ کال ورسته خلګو ته ډاډ ورکړی چې تاسی به جګړی ته لمن نه وهی، ایا دا د ملی منافعو په ضد او که په ګټه خبره ده ؟

    همداسی ښاغلی مژده د ازری لسوالی په هکله د طالب استازی څخه پوښتنه کوی او خپل ژونالیستکی تکتیک کاروی، دا د ژونالیست حق دی که ملی خیانت؟
    همداسی ښاغلی مژده په جلال اباد کی دهدیری د چاودنی په هکله چې ماشومان اوښځی پکښی ووژل سوی پوښتنه او هغه حال ورسره شریکوی اوعلت یی ځنی پوښتی.
    ایا دا یو جرم دی دژورنالست لپاره که دهغه قانونی حق؟

    که جرم وی نو باید ټول جورنالیستان مجرم وګڼل سی .

    په بل ځای کی ښاغلی مژده دروسی پیلوټ په هکله دطالب استازی سره د ایران غوښتنه مطرح کوی دی دخبرو یو میانځګړی دی، او باید داسی خبری وکړی ایا دی ته ملی خاین ویل کیږی؟

    نو باید د دواړو غاړو استازو ته ملی خاینین وویل سی.

    په بل تماس کی ښاغلی مژده د طالب استازی سره د معتصم اغاجان او اکبر بای لخوا دصلحی خبرو ته د دعوت خبر د طالب استازی سره شریکوی تر څو پوه سی چی ایا رشتیا د صلحی پروسه ده که یوازی دی تیر ایستل کیږی ځکه څو واری د صلح په نامه تیر ایستونکی غونډی جوړی سوی دی، ایا داسی د صلحی خبرو کی کډون کول د افغان ملت لپاره کوم دخوشحالی زیری راوړی اولی حکومت د اصلی هدف پرځای بی هدف اوبی کټی پروګرامونو ته لاس اچوی او دولس په سترګو کی خاوری اچوی.

    او په بل ځای کی طالب استازی د فریبا احمدی د خلاصون په هکله ښاغلی مژده ته خبر ورکوی نو په دی سره ښاغلی مژده ملی خاین سو که داسی وی باید ټول ژورنالستان په ملی خاینینو کی راسی.

    اوهمداسی ښاغلی مژده په اخر کی طالب استازی ته وایی چې زه اوښاغلی حاجی احمد فرید ځو مطبوعاتو ته چې د امریکا سره د تړون د زیانونو څخه ولس خبر کړو، ایا هغه څوک چې د تاریخی بدنامی څخه ولس خبره وی داسی شخص ته باید ملی خاین وویل شي اوکه ملی مبارز؟

    دا معلومه خبره ده چې دښاغلی مژده سره دهغو کسانو لخوا چې د امریکا په شتون کی یی شخصی کټی موجودی دی یوه غټه پړه وسول خو ددی پرځای چې دوی ښاغلی مژده اوداسی نور مبارزین بدنام کړی خبره سرچپه سول او بیرته پردوی وروڅرخیدل ځکه ولس هرڅه وینی اواوری یی اوپوهیږی، په دی هم ولس پوهیږی چې امریکایانو ددوی سره څه وکړل، او دا تړون دڅه لپاره کوی.

    زه پر هغه کسانو ږغ کوم چې داسی غیری عادلان قضاوت کوی رادی سی د تفرقی اچولو پرځای دی ملی وحدت ته کار وکړی او د هغه لپاره دی قلم ستړی کړی او که حتی ملی وحدت دامریکا شتون په هیواد کی بولی بیا دی نو خپل وخت د تاریخ په لوستلو تیر کړی، په لیکنی دی وخت نه ضایع کوی ولی چې ولس ته یی نوره هم څیره بربنډیږی اوکه په راتلونکی کی دی هم پوه سی په خپلو اشتباهګانو بیا به یی هلته ولس ونه بخښی

  5. ګرانو ورونو د ملي خاین خو څه لکۍ یا ښکرونه نه وي همدا زما او ستا په شان انسان وي خو زما او ستا سره یي توپیر دادی چې وجدان یي مړ او افغاني غیرت په کې نه وي لکه وحید مژده او نور ملګري یي. خدای ج د ورته هدایت وکړي چې د دې مظلوم ملت د زورولو په سر نوره له خپلو بادارانو څخه مادي او معنوي ګټو لاسته راوړلو څخه لاس واخلي او ریښتینی افغانان شي.

    په درنښت

ځواب ورکول Sayed ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *