له دوزره یو (۲۰۰۱) څخه را پدیخوا د چا په کور له اسمانه ټکه را ولویده او چاته د علي بابا په څیر د سرزرو ډکه خزانه په لاس ورغله. د ملي ارزښتونو انډول او ساتنه تر سوال لاندې راغله بس د چا چې څومره زور دی ، له هغه ور پورته د ګران افغانستان خوړین وجود  لوټلو او پلورلو ته یې مخه کړه. د طالب د واکمنۍ له ماتیدا سره یو ځای د پښتون د استحصال او ورکاوې ټولي نړیوالۍ، سیمیزې او کورنې دسیسې همغږي او یوځای شوي. ټولو ته یوه لویه بهانه د طالب، ترهګراو القاعده تر نامه یا ټاپې لاندې په لاس ورغله ، هر چا د خپل ګرز د وزن او ګذار په زور د پښتون سر وواهه. پښتانه په تیرې څه دپآسه یوه لسیزه که نه یواځې په ډیره بې رحمانه توګه ووژل شول، بلکې په مختلفو لارو او طریقو بې عزته او ذلیل کړای شول، د بهرنیانو په بندیخانو کې یې د سرویښتیان، ږیره، وروځې وخریلي شوي، لوڅ لپړ شول، د نړۍ په ټولو رسنیو کې تصویرونه او ویډیوګانې خپرې شوي چې د بهرنیو او کورنیو ظالمانو لخوا یې په جسدونو بولې ( میتیازې ) وشوي، دا ټول یواځې او یواځې د طالب او د پاکستان د جاسوس په نامه. عارف سروري او امرالله صالح پري د ملي امنیت په شنه اسمان کې په رڼا ورځ ستوري وشمیرل.

خو ددې ټولو  دسیسو او  ناوړه کړنو کرغیړن مخ هغه وخت  تور شو چې هغه د مشهورې مقولي یا متل په تناسب چې د درواغجن حافظه کمزوري وي، د همدې نړیوالې دسیسې د طراحانو له یاده وتي وه چې د پاکستان جاسوس خو یواځې پښتون دی، خو په ناببره توګه یې د حسین یاسا نوم د پاکستان د جاسوس په توګه را برسیره کړ. په کال ۲۰۱۲، د جولای په ۲۴ حسین یاسا د کابل په زړه کې  (د کانیټینل هوټل څخه د را وتلو په وخت کې) په سکڼي ماښام د امنیتې کسانو لخوا ونیول شو، په حسین یاسا تور لیږیدلي و چې هغه د پاکستان جاسوس دی، او د پاکستان رسمي شناختې کارډ ( یا تذکره ) لري، په لومړې سر کې هر چا ته دا خبره هېښونکې ښکاریده ، چې حسین یاسا خو هزاره دی، پښتون خو نه دی چې د پاکستان جاسوس به وي، او بیا هغه خو د محقق مرستیا ل او احمد ضیا مسعود نژدي سیاسي ملګری دی، هغه څنګه د ای ایس اي جاسوس کیدای شي او د پاکستان شناختې کارډ به و لري؟

خو خبره هلته رسوا شوه چې کله محقق خپله د حسین یاسا د خلاصون په لټه کې شو، او دایې په زغرده وویل چې زه دا منم چې  حسین  یاسا د پاکستان تذکره لري او له پاکستان سره نژدې اړیکې لري او هم زما اړیکې له پاکستان سره ساتي، خو دا هر څه د وطن په ګټه او د هغه په هدایت ترسره کیږي، هغه باید ژر تر ژره له بنده خلاص شي. د حسین یاسا په اړه د ملي امنیت یو کارکونکي داسي ویلي ( حسین یاسا به د ملي جبهې د هرې غوڼدې دمخه له پاکستان سفارتکارو سره لیدنه کوله او محرمانه اسناد به یې هغوی ته برابرول.) خو دا چې د محقق غوښتنه ده، د احمد ضیا مسعود زور دی حسین یاسا د شمال دلنډغرو په مټ له بنده خلاصیږي او نر غوندې په المان کې د همدې قضیې له مخې رسمي پناه اخلي، په افغانستان کې خپلو استخباراتې او سیاسي هلو ځلو ته ښه زور ورکوي، د افغانستان د ګڼو رسنیزو پروګرامونو ( اروزګان ویب پانې، د روزنامه افغانستان اخبار، اوټلوک اینګلسې ورځپاڼې او ګڼو نورو چاپې رسنیو مالک ګرځي) او د پاکستان په ګټه خپلو کړنو ته ادامه ورکوي . پوښتنه دا ده چې فکر وکړي یو پښتون ژورنالیست، روڼ اندی، او مخکښ کس دپاکستان سره د اړیکو یا خدای مه که په جاسوسي تورن شوی وای او یا هم د ملي امنیت لخوا نیول شوی وای، نو دهغه به څه حال و؟؟؟ په تیره یوه لسیزه کې پښتانه یواځې په پټکې( لونګې)، غټې ږیري، واسکټ او وریښمین دسمال په کابل او لویو ښارونو کې نیول شوي دا لا څه چې له طالب یا پاکستان سره تړاو لري. د حسین یاسا، محقق او دپاکستان د سفیر د لیدو کتنو تصویرونه په رسنیو کې خپاره شوي دي.

د پښتون وژني او سپکاوي یو بل مقایسوي تصویرـ  تیره اونۍ د افغان حکومت د ملي امنیت سلاکار رنګین دادفر سپنتا ولسي جرګې ته غوښتل شوي و، تر څو د ملت استازو ته د امنیتې تړون په اړه خبرې او څرګندونې وکړي. سپنتا په ډیره ناچارۍ وویل چې د امنیتې تړون په کور دننه وروستې مخالفتونه د ګاونډیو هیوادونو په لمسون رامنځته کیږي، او کوم مخالفت چې دیو کانفرانس د جوړولو په ترڅ کې ترسره شوي و، هغه د طالب په غوښتنه او ملاتړ ترسره شوی، هغه جناب وویل چې ملي امنیت د یو ملي خاین غږ ثبت کړي چې د امنیتې تړون په اړه طالبانو ته راپور ورکوي او هغوی ته ډاډ ورکوي چې دا کار ناشونی دی چې ترسره شي، او دا تړون د دوسې تړون بولي. د ولسې جرګې استازې یې دنوم د افشا غوښتنه کوي، خو سپنتا یې له ویرې د نوم د افشا څخه ډډه کوي. څه وخت د خلکو ترمنځ ګنګوسه وه چې ګوندې دا د تګاب اوسیدونکي حاجي فرید په اړه وینا شوي، خو یو تلویزون تیر مازیګر د وحید مژده او طالب ویاند ترمنځ خبرې افشا کړي او په دې توګه د ملي خیانت په تور د تورن کس نوم او څېره افشا شوه. پوښتنه – یوه شېبه فکر وکړي چې خدای مه که دا ملي خیانت کوم پښتون کړی، فرض کړه چې دا کار حاجي فرید کړی و، نو څه به پیښ شوي و؟؟

وحید مژده په تیرو څه دپاسه لسو کلنو کې د شورای نظار، جمعیت اسلامي او طالبانو تر منځ د روغې جوړې، پروپاګند او پښتون وژني د دسیسو په ترڅ کې داسې په سلګونو او زرګونو ځلې غږیدلي، له طالبانو سره د لیدو کتو دپاره قطر، امارات اسلامي، سعودي عرب، ایران، ترکمنستان، ا زبکستان او د نړۍ ګوټ ګوټ ته تللي، خو په تیرو لسو کلنو کې د هغه په وړاندې هیچا دا جرات ونکړ چې کم تر کمه دا پوښتنه ترې وکړي چې ته خو پښتون نه یې چې له طالب سره ښکته پورته کیږي، په کابل کې میشت يې، د حکومت او امریکا په رحم او کرم مزې کوي، نو بیا دا ملي خیانت د څه دپاره ؟

خبره ټوله بیرته د پښتون وژني او استحصال نړیوالې، سیمیزې او کورنې دسیسې ته را ګرځي، پښتون چې تر څو د خلقي، پرچمي، حزبي، طالب، پاکستاني په نومونو ویشل شوی وي، د شمال لنډغر او نړیوال دسیسه ګر به یې همداسې ذلیله او سپکوي. د باچا خان رح ناره یو ځل بیا په خوله راځي ـ یو کیږي، کنه ورکیږو. یا ربه توفیق

5 thoughts on “ملي خاین مژده، جاسوس حسین یاسا او محکوم پښتون/ ډاکتر ځلاند”
  1. پخوا به که یو یا څو نفره د جاسوسی په تور په خیانت محکومیدل نو دولت به ژر تر ژره هغوی محاکمه او اعدامول تر څو نور کسان عبرت تری واخلی او داسی زشت او قبیح عمل تر سره نکړی. مګر اوس پردیو ته جاسوسی او خیانت یو عادی عمل او کار دی. له یوی خوا دولتونه هوښیار شویدی او اصلی خبره له ځینو ډیرو لوړو دولتی مقاماتو اخلی او یا داسی ګوندونه او حزبونه ورته جوړوی چی له یوی خوا خپلو شومو اهدافوته پری ورسیږی او له بلی خوا د ضرورت په وخت کی د پنځم ستون په شان یو قوی عکس العمل وښودلی شی، ځینی ګوندونه د اساسی قانون پر خلاف له یوه قوم خلکو نه جوړ شویدی او یواځی مذهبی او قومی اړخ لری چی دوی هم په راتلونکی کی د هیواد د تجزیی او بربادی خوبونه وینی.
    محقق لا چی د قم په مدرسه کی درس ویلی او هلته اسد کشتمند چی د سلطان علی کشتمند ورور په ایران کی شارژدافیر وو . د افغانانو له خوا د ایران د جاسوس په نوم پیژندل شوی و چی د افغانستان له دولت سره یی رسمی اسناد شته ، نو معاون خو یی اصلا د کویټی له هزاره ګانو دی او د موجوده پاکستان تابعیت لری . څنګه کیدای شی چی هغه بیا د وحدت د ګوند مرستیال شی. فقط د جاسوسی هم مسلک والی دوی سره نژدی کړی دی . ممکن علی یاسا هم دوه طرفه یعنی ایران او پاکستان ته خدمت کړی وی او کوی به یی.
    کله چی یو څوک په خیانت او یا جرم متهم شی ، هغه باید د څارنوالی له خوا تر تحقیق لاندی ونیول شی او هیڅوک حق نه لری چی هغه راخوشی کړی . کله چی دوسیه تکمیله شوه ، بیا که څوک زړه سوی ورسره لری ، خپله همدردی دی ورسره کوی. خلاصه دا ټول کارونه د هغو پټو کڅوړو نتیجه ده چی د ایران له خوا جمهوری ریاست ته د حق السکوت په نامه ور کول کیږی. یوه ورځ به راشی چی د صادق مدبر په باب هم داسی بوګنونګی معلومات خپاره شی چی ټول به خپلی ګوته ورته په غاښ کړی. حسن

  2. جاسوس جاسوس دی او مونژ ورته ملی خایین وایی که په هر قوم پوری اره لری، داسه نشی کیدای چی یوازی پشتانه د پاکستان او یا هم ایران جاسوسی کوی په تول قومونو کی جاسوسان شته خو بدنام شوی یوازی پشتانه دی او هغه هم د بی عقله او بی سواده طالب دلی په خاطر

  3. دا به افغانستان كي نوي خبره نده، ددي نظام بنياد د أمريكا د استخباراتو د له لوري بر أفغان اتو تحميل شوي دي، عمدا علت دي جي دوي د محاكمي جرت نه لري

  4. قدرمنه وروره! ستاسو لیکنه ښه ده خو د قوم پالنی په لور دعوت ورکوی او رسول الله ص وای څوک چی د د قوم ، ژبی، نسل او نژاد لپاره بلنه کوی زموږ دډلی نه نه دی.
    بل داچی لیکنی باید په اشخاصو نه وی باید عامی او په کاری طرزالعملونو او سیاستونو باندی ولاړی وی، آیا ستا داسی نظردی چی ټول خلک دی ددی فاسد او ګډاګی دولت سره یو ځای شي او کنه نو ……..بیا به ورته جاسوس، پاکستانی جاهل ملا او داسی نور الفاظ کارول کیږی؟
    داسی کله هم ندی شوی چی ټول وګړی دی د یو دولت نه خوشحاله وی، زه منم چی په حرکتونو اوصفونو کی به غلطی وی خو داسی هم نده چی اوس موږ ښکاره لاری پریدو او د امریکا پلویان جوړ شو او اوسنی حکومت په عمل کی د بی دینی لپاره کارکوی چی په سلګونو بیلګی شته.

  5. الله ج دي ټولو افغانانو کې دا وس او قدرت وکړي چه دزړه له خلاصه د افغانستان په جوړیدو کې مرسته وکړي او شمالی لنډغر او پنجابی لنډ غر چې ژوندي وي او د پنجاب او ایران پیسي خوري او حکومت غټې چوکۍ لري هیڅکله به افغانستان جوړ نه شي، افغانستان باید د ملي امنیت اداره مضبو‌طه کړي او هر څوک چې په کوم جرم اخته وی ویی نیسی، دا چې یو نیسه او بل ته څه مه وایه نو په دې خو نه کیږی.
    الله ج افغانستان جوړکړی

ځواب ورکول ParwiZ ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *