د ویکي پيډیا د تعریف په اساس« ملي شعور د ملي هویت یو مشترک درک دی. د خلکو یوه ډله باید په دې وپوهېږي چي دوی ګډ ژبنی، قومي او کلتوري بنسټ لري. په تاریخي لحاظ، د ملي شعور ویښېدل د ملت د جوړېدلو په لاره کي لومړنی ګام دی»

له نورو مقدماتي خبرو څخه چي را تېرسو، پښتون قام، په افغانستان کي، د وګړو داسي یوه عظیمه کتله ده چي ګډه ژبه، ګډ کلتور، ګډ تاریخ او مشترک مذهب لري. ( له توریو، اکثریت بنګښ او اقلیت اورکزیو پرته، نورد پښتنو په سلو کي اته  نیوي کسان سنيان او حنفي مذهبه دي) له دې ټولو مشترکو صفاتو سره سره، پښتانه ښايي په اسیا کي تر ټولو نورو قومونو سره وېشل سوي؛ او د لیکلي او فوکلوري تاریخ په حواله، تر ټولو قومونو زیات د یوه بل سره جنګېدلي وي. لیکلی او فوکلوري تاریخ موږته وايي چي پښتانه، له صدیو او زریزو راهیسي، پر قبیلو او تپو وېشل سوی قام دی؛ چي د خپل اوږده تاریخ په اوږدو کي یې ډېر لږ د یوه ګډ دښمن پر ضد، د ډېر لنډ وخت لپاره، وحدت کړی، توري ته یې لاس کړی، او د ګډ دښمن تر وهلو او شړلو وروسته یې بیرته خپلي زړې قومي دښمنی پیل کړي او د یوه بل سرونه یې وهلي دي.

پښتنو، په حقیقت کي، چنداني داسي مشران درلودلي هم نه دي چي د دوی  د یو موټي کولو او ملت کولو لپاره یې ملا تړلې وي. په اووه لسمه پېړۍ کي، د پښتنو د تاریخ تر ټولو هوښیار مشر خوشحال خان خټک د پښتنو دې مزمن مرض ته، چي د ټولو ناروغیو، بدمرغیو او ټولنیزو ستونزو اصلي علت یې وو، ښه متوجه وو او تر بل هر شاعر او مشر یې د پښتنو د یو موټي کولو او تر یوه بیرغ لاندي راټولولو لپاره هلي ځلي وکړې.

اتفاق په پښتانه کي پیدا نه سو

ګني ما به د مغول ګرېوان پاره کړ

هره چار د پښتانه تر مغول ښه ده

اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان

خوشحال خان خټک، چي په حقه یې د پښتنو د پلار نوم ګټلی دی، د پښتنو د یو ځای کولو ارمان ګورته یووړ. نه یوازي نورو قومونو د هغه ملا ونه تړله بلکه د خټکو قبیلې، د ده خپلو تربرونو، وروڼو او خپلو زامنو، د قام د خانۍ ګټلو لپاره، د هغه په مقابل کي توري او وسلې ته لاس کړ.

مغول بې قدره پښتون بې ننګه

توبه له توري توبه له جنګه

تسبیح په لاس کي په نظام پوري کښي

ناست په مسجد کښی جمدر تر څنګه

په شلمه پېړۍ کي یوه بل پښتون مشر، فخرافغان خان عبدالغفار خان، د پښتنو د یوموټی کولو او په تعلیم سمبالولو لپاره چیغه پورته کړه. کلي په کلي، قام په قام، حجره په حجره وګرځېدی. د خپل قام لپاره د مشروع غوښتنو په ګناه یې تقریبا دېرش کاله په زندانونو او تبعید کي تېرکړل او، د خوشحال خان په څېر یې، دا عالي او انساني ارمان ګورته یووړ. هغه که په ژوند کي د لر او بر پښتانه ترمنځ خنډ له منځه یو نه وړلای سو نو په خپله جنازه یې ډکه ورکړه او په جلال آباد کي خاورو ته وسپارل سو.

ما، په ۱۹۸۲ کال کي، پاچاخان، په هشنغر کي، د هغه په خپل کور کي، چي ډېر سخت ناروغ او کمزوری وو، ولیدی. هغه پاچاخان چي ما د ښوونځي په کلونو کي په کندهار کي لیدلی وو؛ او زما په ګومان د کندهار تر ټولو خلکو جګ او غټ وو، دونه وړوکی سوی او کمزوری سوی وو چي په یوه واړه کټ کي پروت وو. ما د خپلو پوښتنو په ترڅ کي ورته وویل چي پاچاخان تاسي د پښتنو د یوه مشر په حیث… د خبري بشپړولو ته یې پرې نه ښودلم، په غوسه سو او ماته یې وویل څشي؟؟ تاسو کي مشر له کومه شو؟ تاسي کله قوم یی. تاسو که مشر لرلای نو اوس به مو د پاکستان په کمپونو کي ګدايي نه کولای. دهغه ټولي خبري د کاڼي کرښي وې خو دا غوسه یې پر ما داسي ولګېده چي د زړه تل یې را خبر کړ. هغه، د یوه مهربان او خواخوږي مشر په حیث، ډېر تریخ حقیقت ویلی وو.

په افغانستان کي د څه کم څلوېښتو کالو راهیسی جنګ روان دی. د پښتنو تاریخ خو هسي هم په جنګونو او یرغلونو کي تېر سوی دی؛ خو هیڅ وخت یې په دومره لږ وخت کي دومره زیاتي جنازې، چي په سلو کي پنځه اتیا به یې د زلمیو او ماشومانو وي، له کورونو څخه نه وې وتلي. هیڅ وخت یې کلي اوښارونه دونه تباه سوي نه وه او په خپل ټول تاریخ کي هیڅ وخت دونه سپک سوي نه وه چي ګاونډیان دي د ګدایانو او نړۍ وال دي، په ټوله بې انصافي، د ټروریسټانو په سترګه ورته وګوري.

په دې دومره اوږده غمیزه کي، یو پښتون مشر پیدا نه سو چي د ټولو پښتنو د یو کولو او یا لږترلږه د افغانستان د پښتنو د یو کولو او د هغوی د دې زاړه او وژونکي رنځ  علاج کولو ته ملا وتړي. منورین یې د لوی کندهار، لوی ننګرهار او لويي پکتیا شعارونه ورکوي. د پښتنو کور په لوی لاس پر کورګیو وېشي او قومي خاینین د پوپلزیو، الکوزیو، غلجیو، توخو او… قومي اتحادیو په جوړولو او پراخولو لیګا دي او د پښتنو د دې رنځور او پر زکندن پروت وجود ټوټې کولو ته یې ملا تړلې ده. د پښتنو د ختیځي او لوېدیځي لهجې د لیکدود پر سر جنجال، چي کېدای سي د علمي او مسلکي کنفرانسونو او غونډو له لاري حل سي، د دښمنۍ سرحد ته رسېدلې دی او زه یقین لرم چي دې اختلاف ته په لمن وهلو او د پښتنو ترمنځ د دایمي درز د اچولو لپاره به دښمنان ډېري زیاتي پیسې لګوي. هوښیاران به پیسې او امتیازات پکښي اخلي او جاهلان به یې په پټو سترګو پیروي کوي. هغه کسان چي غواړي د پښتنو د توکمونو او قومونو ترمنځ یووالی راسي او یو واحد او غښتلی ملت ورڅخه جوړ سي هغوی زما په څېر بې وسه دي او هغه چي وس لري هغوی، له بده مرغه، یا خیانت ته ملا تړلې او یا نه پوهېږي.

پښتانه چي تر څو پوري یو سوي نه وي او یو غښتلی پر پښو ولاړ ملت یې جوړ کړی نه وي، د هغوی د پېړیو او صدیو رنځ به همداسي دوام لري او د خپل او پردي په کور کي به سپک وي. د هغوی د رنځ علاج په شعرونو، مقالو، ښکنځلو، غندلو او ښراوو نه کېږي. دا سیاسي عمل او اقدام دی. دا د ځوانانو وظیفه ده چي ملا وتړي، سیاسي تشکیلات جوړ کړي او زموږ سپین ږیرو دعا او سلا ورسره واخلي. د یوه سپین ږیري په حیث مي دا خبره څو څو ځله کړې ده چي هر څوک چي تاسي پر سمت، لهجه، قوم او توکم وېشي هغه ستاسي دښمنان دي. دښمنانو ته په خپلو منځونو کي ځای مه ورکوی. زلمیو ته مي دا خواست دی چي ناوخته کېږي. که مو په سیاسي ډګر کي یو ځل ماته وخوړه نو بیا به د ډېري زیاتي او نامعلومي مودې لپاره د پرله پسې شکستونو انتظار باسی.

One thought on “ ملي شعور | عبدالباري جهاني”
  1. سلامونه ،دروند جهاني صاب او تاند لوستونکو ته!
    غواړم ستاسو نظرونه دغازي امان الله خان، م .داود خان او ډ. نجیب اله په بابونو، د افغان ولس جوړولو په سلسلو کښې له باچاخان څخه وروسته څنګه ول؟ ؛همدارنګه د ځوان( پشتون تحفظ موومِنڼټ =پي .ټي. اِم .)= پښتون ژغورنې غورځنګ به د ولس یا ملت په یوځای کولو کې شعور پیدا کولای وشي؟.په درناوۍ.

ځواب ورکول Dr. HamidUllah Zlrraver Safpiدکتور حمیدالله زړور. ساپی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *