فرانتز فانون او د ځمكې پر مخ دوزخيان

کله چې وسله والو طالبانو څو هزاره وتښتول، هره ورځ به په کابل کې د ولسي جرګې مخته یا د ارګ په کوڅو کې د مدني فعالانو په نوم کسان راټولېدل، رسنیو به یې هم په زور او زېر رپوټ خپراوه او د بشري حقونو ادارو به هم هره ورځ د دوی په ملاتړ څرګندونې کولې، چې د بې ګونا ولسي او تش لاس افغانانو زیانمنول د انساني او اسلامي حقونو خلاف ورزي ده، خو له څو ورځو راهیسې چې په زابل کې د یو پښتون په کور چاپه اچول شوې، پښتون بې وسلې او مظلوم بنده وژل شوی او په خوب ویده بچیان او سترمنې ښځې او لوڼه یې هزاروو تښتولې، نه یې څوک پوښتنه کوي او نه یې څوک د خلاصون لپاره ناره پورته کوي.

چېرته دي هغه مدنې فعالان او فعالانې او رسنۍ چې هره ورځ به یې د همدې هزاروو د خلاصون لپاره نارې وهلې، ګردي مېزونه او خبري کانفرانسونه به یې جوړول.

ایا همدا پښتانه انسانان نه دي، د دې خاورې نه دي، افغانان نه دي، که هزاره تښتول شوي وو، خو کسان یې معلوم دي چې طالب یا داعش دی او له هزاره یې ډېر ظلم او زیاتی هم له پښتون سره کړی دی، ځکه تل یې د پښتون ښوونځی سوځولی، د پښتون مشر د پښتون کشر یې وژلی دی، نو اوس یې ولې غچ له پښتون واخیستل شي.

ایا دا مدني ټولنې او رسنۍ چې اصلي دنده یې د ولس ملاتړ او په سختو حالاتو کې له ولسي ګټو دفاع او د خلکو د ژوند د ښه والي لپاره په حکومت دباو اچول دي، یوه ناره د زابلي پښتون لپاره نه شي پورته کولی.

 ایا که د مدني ټولنې او رسنیو مکتب د افغان ټولنې پاړکو ته بې پرې ګوري او د دې ټولنې د خیر ښېګڼې او د ستونزو د مخنیوي لپاره ځان مسوول بولي، دا یې دنده نه ده چې د دوی په ملاتړ راووځي او د نورو ورته پېښو مخنیوی وکړي، ځکه که هزاره د خپل غچ اخیستلو لپاره د یو پښتون په کور چاپه اچولی شي، هغه پښتون به په کومه لار یا سیمه کې د همدې هزاره په کور چاپه وانه چوي او که دا چاپه اچول او د یو بل تښتول دوام ولري، نو هغه ورځ لرې نه ده، چې د دې اور لمبې د همدې رسنیو او مدني فعالانو تر لمنو هم ورسیږي، ځکه ډېر په نوم مدني فعالان او رسنوال د دې په ځای چې خپل مسوولیت اداه کړي، د هزاره یا پښتون د تښتونې په مهال به افغان ملي پولې هم تر پښو لاندې کوي او د یوې ځانګړې کړۍ ملاتړ به کوي، همدا ملاتړ به یې د مقابل لوري له غبرګون سره مخ کیږي، ځکه غوره دا ده چې د زابلي پښتون د ژغورنې لپاره هم چیغه پورته کړي او د ورته پېښو د مخنیوي لپاره لاس په کار شي.

2 thoughts on “ملي ضد افغان رسنۍ او مدني ټولنه/ ودان پرهېږ”
  1. سلامونه او نیکی هیلی می ومنی
    ګرانه دا نور قومونه اتفاق لری ته یی لری ؟
    دا نور قومونه مشران لری ته یی لری ؟
    دا نور قومونه د خپل هغه جنایتکار مشرانو ته احترام لری ته یی لری ؟
    هزاره په پاکستان کی مړ شي دوي په کابل کي غبرګون ښایی او چیغه پورته کويي ته یی کوي ؟
    زه پوهیږم ستا ځواب منفی دی .
    ګرانه د احمد شاه بابا نه تر کرزی یا د وزیرانو څخه چی یادونه وکړو د د وزیر محمد ګل مهمند نه تر کریم خرم او فاروق وردګ پوری مونږ د مشر په صفت منلی ؟
    ایا دا ټول بد خلک دی ؟
    دا خپله پښتانه وایی چی فاروق وردک ، کریم خرم اتمر تعصب لری او بیا چیغی وهه همدا پښتانه زاخیلوال ،کرزی ، داودزی او نور… په فساد ککړ خلک دی له دی نه مهمه بله خبره داده زمونږ پښتانه واس هم چیغی وهه خلقی دی نه منم ،
    پرچمی نه منم افغان ملتی نه منم …
    تروسه دا ارویدلی چی دا نور قومونه خپل د ټبر وزیر ، والی ، ښاروال ،ولسوال،مدیر،مامور… منفی نظر ورکړی وي ؟
    ګرانه وروره د یو ښه کس په هکله پرله پسی منفی تبلیغ کړه بل اخره دا کس که هر څومره ښه هم وي بد کیږي او که یو فاسق ته هر ځل ښه ښه ووایی ښه کیږي .
    زما په نظر زمونږ ستونزه دا ده چي تل منفی نظر لرو د خپل مشرانو په هکله نو بنآ تر وسه کوم ملي حتآ ولایتی مشر هم نه لرو .
    ما یو هزاره ته وویل چی له محقق نه بشردوست هم پوه دی او نور قومونه ورته احترام ولی تاسو خپل مشر نه تاکی په ځواب کی راته وویل چی ( اګر محقق خر هم باشد رهبر ما است ) بشردوست را ما کار نداریم به ما مردم هزار مرد قلم کار نیست مرد عمل کار است و مححق در عمل به ما ثابت کرده …
    مونږ نه مرد قلم پسی ولاړ یو او نه هم د مرد عمل پسی …
    د پښتو په مینه او مننه
    ب وردک
    ګرانو ورورنو کمپوټر کی پښتو کیبورد نه لرم هیله ده نیمکړتیاوي څخه تاسو تیر شي .

  2. سلامونه تاندوالوته
    وروڼو ودان پرهیز صاحب تش په نامه مدني ټولنې خپلو ۲۱مې پیړۍ بې تبعیضه عمل ته متوجه کړي؛ او ښاغلي ب. وردک ورور هم د خپل زړء بړاس ایستلی دی. خو دا باید ومنو چې پښتنو د جګړو میدانونه ګټلي مګر سیاسي او د میز تر شا بیا انټرنشنل شوي او بایللې ېې ده!. کوم پښتون مشر اقلاَََ د محقق غوندې د خپل قوم سره په احتجاجي ډول د سړک پر سر پریووت؟ او کوم پښتون ميشتي ولایتونه ېې اقلاََ د دایکندي د کانکور سویې ته پورته کړل؟. تش په نوم د رءيس څوکۍ ېې د پښتون په نیابت اشغال کړه مګر ټول امتیازات؛ آسانتیاوې، ا.د.ن. ېې مرستیالانو او مشاورانو او اِجړاګانو!!! ته ورکړل. افغان ولس (اکثریت پښتون) ېې له هرې خوا وځپء او صرف پوستکی او هډوکي چې پاتې دي ، د شجاعي ماڼندو لیوانو باندې ېې داړي.

ځواب ورکول ب وردک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *