د کرکټ پر ملي لوبډله  د اي اس پي اين يو سپک تور څه ولګېد؟ دلته په غوږونو او سترګو ړندو، کڼو چې په کرکټ بورډ کې يې دندې پسې  سترګې راووتې، خپلو سپکو تبليغاتو ته پونده ورکړه.

په خواريو، سړو، تودو، اوښکو، لوږه او تنده کې مخ پر وړاندې تللی ټيم يې د دوه ټکو کړ او خپلو پوچو نيوکو ته د هوا ورکولو ښه موقع  په لاس ورغله.

دوی د کواليفاي سياليو پر مهال مازې د افغان لوبډلې د دوه لوبو د بايللو نه وروسته هغه خبره ثابته کړه چې تر ويشتونکي نندارچي سړی ځيرمن وي…. اما دا يې هم ثابته کړه چې دوی پر سپينو لمنو څنګه تور ککړ لاس راکش کوي او خلکو ته ځان بيا سپينه ملايکه ښيي.

 په کرکټ بورډ کې ستونزې شته له رهبرۍ رانيولې تر سليکشنه پورې د انتقاد وړ ډېر څه په کې دي، زه يو لوبغاړی  باطن شاه له ۲۰۰۹ نه پېژنم چې د ميدان پړانګ دی ابله ورځ راسره مخ شو ما ويل څنګه چل شو؟ ملي ټيم کې دې ليدو ته ارمانجن يوو، سترګې يې ډکې شوې، ويل يې چې په زور يې ترې ترلاسه نه کړم، نور بله هېڅ لار راپاتې نه ده.

اوس د کرکټ نقادان هم در ښييم زه يو يو پېژنم چې بورډ ته يې د تلو لپاره څومره ناکامې هلې ځلې کړي، خو دوی د وړتيا او واسطې په ټس کې نه دي پاتې، نور عوامل هم شته چې څوک په کې يو وړ ځای ته نه شي تلای.

د اي ايس پي اين له راپور وروسته د افغان کرکټ بورډ لخوا آی سي سي ته استولی جدي ليک ښه اقدام و او تر ټولو ښه اقدام دا و چې آی سي سي وويل، نه د هانګ کانګ او افغانستان د سې شنبې ورځې په لوبه کې د درغلۍ په اړه شک لري، نه په دې اړه د کومو پلټنو تابيا لري، نه هم داسې شواهد ويني چې خدای مه کړه افغان لوبغاړو دې دومره ذليله او سپکه معامله کړې وي.

اوس چې آی سي سي سپيناوی ورکړ، ګورم چې بيا هم يوه ډله لا سړه نه ده او نور سپيناوی غواړي، دوی نننۍ لوبه تر سوال لاندې راولي، تېرې لاسته راوړنې په اوبو وړل غواړي، دوی د هنديانو خبره راتون رات پرمختګ غواړي، دوی له خپلو لوبغاړو معجزه غواړي، دوی قناعت کوونکي نه دي، دوی يو چاته لمن پر څټ ور اړوونکي دي.

دوی د نسيم دانش سره د سفر مخالف دي، دانش بد کړي چې تللی دی بايد محاکمه شي، له ده سره او د دده له حواريونو سره بايد د يوې يوې ټنګې حساب وشي. اما د لوبغاړو پر سپينه لمن داغ وهل، د د اغ وهونکي له ذاتي سپکتوب پرته بل هېڅ ولاکه وي.

زه په ډاډ وايم چې ملي لوبډله کواليفاينګ راونډ نه ډېره اسانه په برياليتوب وتلای شوه، په بي ګروپ کې تر ټولو زيات ډار له سکاټلنډ او اماراتو نه پکار و، هغه يې ډېرې په اسانۍ او په ښه توپير ټق چپه کړې، موږ له سکاټلنډ سره تر لوبې وروسته په شل اوريزو لوبو کې د منډو هغه ريکارډ خپل کړ چې تر اوسه يې پاکستان او بنګله دېش د جوړولو خوب هم لا نه و ليدلی.

پاتې شوه له عمان او هانګ کانګ نه د لوبې د بايلات خبره نو دلته نه يوازې باران له کېنيا او کاناډا سره د لوبې په ډراپ کېدو کې موږ ته يو څه ستونزه پېښه کړه بلکې د آی سي سي لخوا هم ستونزه وه.

افغانستان له کېنيا او کاناډا څخه لوبې وړلی شوې او پواينټونه يې هم لسو نه اوښتی شول، اما که ورته له باراني موسم وروسته چانس ورکړل شوی وای، دا د  افغانستان حق و چې په ټاپ مقام کې و، دا يې حق جوړېده چې د امتياز په توګه ورته يو يا دوه اضافي پواينټونه ورکړل شوي وای، يا په دې دوه ډراپ شويو لوبو کې حتی د يوې لوبې د بيا ترسره کولو حق يې ورکړی وای.

آی سي سي په دې برخه کې بايد بيا کتنه کړې وای يا په راتلونکي کې د نورو ټاپ ټيمونو لپاره کم تر کمه يو امتياز په نظر کې بايد ونيسي.

نن معلومه شوه چې پي اي ان جي نه څنګه لوبه وړو، کېدای شي د کرکټ د کپټنسۍ په اراده کې دا هم وي چې سږ کال کواليفای په داسې انداز وشي چې افغانستان ته په راتلونکو شل اوريزو نړيوال جام سياليو کې له کمزورو ټيمونو سره د لوبې موقع برابره شي، تر څو هلته افغانستان د دوه نه تر څلورو پورې د ټيمونو په وهلو يو لوی امتياز ترلاسه کړي.

په کرکټ بورډ نه غږېږم، يوه ټاکنه هم په کې زموږ په خوښه نه ده، اما په موجوده ملي لوبډله هم پوره باور لرم چې د افغانستان لپاره په ډېرو سختو حالاتو کې د لوبې هوډ لري، نو څوک حق هم نه لري چې لوبډلې ته دومره سپک نظر وکړي او د کاميابيو د سفر د نمانځنې پر ځای يې سر له اوسه د ميچ فکسنګ په ناولتوبونو کې ککړه وبولي.

که اي اس پي اين داسې کوم راپور نشر کړی هم وای، بايد له دې خوا غندل شوی وای، نه دا چې په دې کچه د مغرضو کسانو لخوا ورته هرکلی وشو.

موږ د ښې لوبې او د  افغانستان د ښه کرکټ غوښتونکي يوو، نور په کرکټ بورډ کې د يوې ښې دندې لېوني دي او دې لپاره دومره سپک تورونو ته هوا هم ورکولی شي.

آی سي سي بايد اي اس پي اين سايټ مجبور کړي چې بخښنه وغواړي، او دلته هم بايد اړوند ارګانونه هغه کسان د لوبغاړو د ملي مرام او حيثيت د اعادې لپاره کم تر کمه تر قانوني څار لاندې ونيسي. ملي لوبډله خاينه نه ده، ښه به شي!!!

7 thoughts on “ملي لوبډله خاينه نه ده/ سعيد شينواری”
  1. سلامونه ديره شه ليكنه وه
    زنده اباد افغانستان كركت تيم
    زه ووايم چي خلكو تول افغانستان چور كرو يو هم اواز جگ نكرو ؟ دكركت تيم اول خو داسي كار ندي كري چي هغوي دي رشوت واخلي ! او كه يي اخستي وي د غين نه جار د نر غوندي دي وخوري …

  2. دا د چوکی لیونی چی دا تورونه ونه لگوی نو چوک به یی لگوی دوی ته خو همدا کار ور پاتیده بل به چه وکری

  3. دا ایر غلت کار دی چی د ګران افغانستان پرملی لوبدله تور لګوی هغوی ځان وږنی خو موږ ته بازی ګتی نو زه هیله کوم چی دا تور غلت دی
    په درناوی
    کیس خان حسنی
    تاسو تپاره

  4. دا ایر غلت کار دی چی د ګران افغانستان پرملی لوبدله تور لګوی هغوی ځان وږنی خو موږ ته بازی ګتی نو زه هیله کوم چی دا تور غلت دی
    په درناوی

  5. دلته خلګو اوښ د باروبسترې سره په ګڼده ووهل یو نامي هم پیدا نشو چي اواز پورته کړي خو په ملي لوبډلې پسې د یو درواغ په خبر ډولونه يي غاړې ته اچولي
    افسوس صد فسوس په داسې یو ړوند ، کوڼ او بی فکره ملت\\
    زموږ پر مینه دې لعنت وي تو لعنت

ځواب ورکول Qais ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *