د نظامونو د رامنځته کېدو لپاره ملي اجماع حتمي ګڼلی کیږي، چېرته چې په ملت په زوره نظام منلی کیږي هلته به یا استبدادي نظامونو ته لاره پرانیستلی کیږي او یا هم کورنیو خونړیو جګړو ته. د نظامونو رامنځته کېدل د جغرافيې، نفوس، حاکمیت تر څنګ د قانونیت او مشروعیت شتون په کې لازمي ګڼلی کیږي.
افغانستان چې له جګړې وروسته د رغېدونکو هیوادونو ( Post War Reconstruction) په سر کې راځي، د نظام له منل شوي تعریف څخه لا هم برخمن نه دی. دلته د دیموکراسي تر نامه لاندې ویشلی شوی، د جنګسالارانو په لومو کې را ښکیل داسې یو سیاسي جوړښت په افغانانو تپل شوی چې د هیواد په هر ګوټ ترې جلا تعریف، ګټه او تاوان پورته کیږي. د اوسني نظام په تعریف کې د بون د غونډې نیمګړی او په ویش ولاړ جوړښت اساس ګڼلی کیږي. د بون له جوړښت د انتقالي او لنډمهالي ادارو له تیریدو وروسته کوښښ وشو چې د اساسي قانون په چوکاټ کې نظام تعریف شي او په دې توګه د ملي اجماع له مخې نظام رامنځته شي. دا کار د ټولو نیمګړتیاو سره، سره ترسره شو، ټاکنې وشوي او نوی حکومت رامنځته شو. حکومت د نظام د حرکت، هیندارې او د حاکمیت د پلي کولو اساس ګڼلی کیږي. په نظام کې د درېګونو قواو تعریف د ولسواکۍ د اساس پر بنسټ را منځته شو. اجراییه قوه، قضایه قوه او مقننه قوه. د هرې دورې د ټاکنو، انتخاب او دندو د پاره په قانون کې ځانګړې تعریفات وضع شول. حامد کرزي د همدې اساسي قانون د تعریف له مخې دوه ځلې په افغان ولس ولسمشرۍ وکړه او په دې توګه یې د قانون له مخې د دریم ځلی د کاندیدا حکم ته په احترام د دریم ځلی ټاکنو ته لاره هواره کړه.
د ټاکنو په لومړې پړاو کې ډاکتر صیب عبدالله تر ټولو ډیرې رایې واخیستي، ډاکتر صیب غني ورسره دویم پړاو ته لاره پیداکړه. په دویم پړاو کې د ډاکتر صیب غني محبوبیت، سیاسي تفکر او په ولس کې ژور کار!!! له ډاکتر صیب عبدالله ډير مخکې کړ، خو ډاکتر صیب عبدالله د ولس پریکړې ته غاړه کې نښوده، د موازې حکومت د رامنځته کولو ګواښ یې وکړ، په دې توګه ډاکتر صیب غني د جان کیري په وساطت ډاکتر صیب عبدالله دیته راضي کړ چې له حکومته بهر د موازې حکومت د رامنځته کولو هڅه و نه کړي، بلکې په داخل د حکومت کې د موازي حکومت رامنځته کیدو ته زړه ښه کړي. د ډاکتر صیب غني په خوښه او دولس په خلاف د واک ویش ته زمینه برابره شوه چې دا د اساسي قانون د تعریف شوي نظام په خلاف لومړنی ګام و. ددې ګام په اخیستلو نظام کاواکه شو، په حکومت کې حکومت ګوټي رامنځته شول، عطا محمد نور هلته وپړسیده، تورن صیب اسماعیل خان هرات ته وزرونه وکړل او په دې توګه نظام په ویشلي بڼه دومره کمزوری شو، چې ډاکتر صیب غني په دې لټه کې شو چې کیدی شي هیواد وویشلی شي. کله کله چې د ارګ له لوړو پوړو سلاکارانو سره مخامخ شم نو هغوی په خدای او رسول راته قسمونه خوري چې د حکومت هیڅ درک خرک نشته، په ارګ کې هیڅوک د فیصلي او پریکړې واک نلري، په هیڅ هم نه یو خبر، نه هم راسره مشوره کیږي بس ورځ سبا کو، اندیښنه په زړه تیروو، خوبونه تښتیدلي او د بدې ورځ په انتظار شپې سبا کوو.
د ملي وحدت په رامنځته کیدلو سره د نظام مشین کاواکه، هینداره ماته او حرکت ټکنی شو. وزیران د میاشتو دپاره سرپرستان شول، د اساسي قانون خلاف یې له دوه میاشتو وخت په وار وار واواښت، والیان ټول بې واکه شول، حکومت خپل اجراییوي ارزښت له لاسه ورکړ. طالبانو له دې فرصت څخه په ګټه د حکومت تر ټولو مهم جوړښتونه (ولسوالي او ولایتونه ) په نښه کړل. داځل یې د هېواد هغه سیمې په نښه کړي چې په تیرو دولسو کلنو کې لاس رسۍ نه ورته درلوده لکه بدخشان، مزار، سري پل، فاریاب او نور.
د ملي وحدت د اوسنې نظام خلاف دویم ګام د قضايې قوي په بنسټونو و. د ملي وحدت مشر ( ډاکتر صیب غني) پخپلې لومړنې وینا کې قضایي او د څارنوالي جوړښتونه په اداري فساد تورن کړل. له قاضي القضات څخه یې په کلکه غوښتنه وکړه چې په دریو میاشتو کې باید د فساد ټولې دوسیې تر ارګه ورسوي، څارنوال یې په فساد او درغلي تورن کړ او هغه ته یې ورته امر وکړ. ورځ پخیر تیره شوه، خلکو چکچکې وکړې، په رسنیو کې ډنډوره جوړه شوه چې ډاکتر صیب غني ډیر قاطع سړی دی اوس به محکمه او څارانوالي له غلو پاکه کړي، بې ګناه بندیان به خوشي کړي، د باګرام بندیخانه به بنده کړي او په دې توګه به دولت یو لوی سکتور له فساده پاک شي. په سبا قاضي القضات پوهاند صیب سلام عظیمې رسنیو ته وویل چې د ملي وحدت مشر دا حق نلري چې داسې څرګندوني وکړي او یا ورته احکام صادر کړي. ډاکترصیب غني چې پخپله احساساتي وینا پوه شو، اعظمي صیب ته یې د سیدجمالدین لوړ مډال ورکړ او په دې توګه پوهاند صیب د تقاوت په ترلاسه کولو قضایه قوه بې مشره پریښوده. ورته کیسه له لالکو صیب ( لوی څارنوال صیب ) سره تکرار شوه. هغو په ارګ کې د ډاکتر صیب غني او سروردانش صیب سره وخوړل، ښکنځلې يې یو بل ته وکړې، څارنوال صیب چې له ارګه را ووت، مزار ته لاړ او هلته د عطامحمد نور په فرمان مخ په امریکا لاړ، حال دا چې ډاکترصیب غني یې د عدم خروج حکم اړونده امنیتي ادارو ته صادر کړی و.
د اوسنې نظام یو بله مهم ستنه چې د حکومت نظارت او څارني، د بودیجې د جوړیدو، د کابینې د ټاکلو، د قوانینو د رامنځته کیدو او بلاخره په لویه کې د ولس د استازولی دنده لري، مقننه قوه (ولسي جرګه) له لوی ګواښ سره مخ کړه، د راتلونکې چنګاښ په لومړې نیټه د ملت دا ویجاړ کور تړلی کیږي. د ملي وحدت حکومت په لوی لاس د ولسي جرګي د ټاکنو د ترسره کیدو مخه ونیوله. د ملي وحدت حکومت د ټاکنو د خپلواک کمیسون په سر سر ویشلی دی، د اصلاحاتو تر نامه لاندې غواړئ یوې بلې سیاسي معاملي او ګډوډۍ ته زمینه برابره کړي او په دې توګه پرینږدي چې ولس خپل استازي ولري، په حکومت د څار او نظارت دنده ترسره کړي. د حکومت په بهرني سیاست کې ولس دخیل کړي، د ولس رایه او نظر د ولسي جرګې له لارې په غیري مستقیمه توګه منعکس کیږي. لنډه دا چې اوسنې نظام ته چې څومره ګواښ او خطره له ملي وحدت څخه ورغاړې دی ماته نه ښکاري کوم بل ځواک دې دومره تاوان دې نظام ته رسولی وي.
دوی له پیله تردې دمه همغه خاښ په تبر وهلی په کوم خاښ چې دوی دواړه ( ډاکتر غنی او عبدالله) ناست دي د ولس او د حکومت ترمنځ ورځ تربله واټن په زیاتیدو دی، ورځ تربله ولس د بې باورۍ خواته روان دی، ورځ تربله بې روزګاري زیاتیږي، ورځ تربله ناامني زیاتیږي دا څوک کوي؟
د ملي وحدت د حکومت په رامنځته کیدو سره د ولس د هیلو په خلاف عمل ترسره شو. ولس ناهیلی شو، دولس ریښتنې استازي باید ددې ولس سپیڅلي هیلې پوره کړي. موږ دنظام د ساتنې لپاره زړه خورو موږ وایو چې دغه ډانچه مو په ډېرو خواریو جوړه کړې، موږ سره د همدغې ډانچې ویره ده چې دملي وحدت مشران دا راڅخه خرابه نه کړي او موږ هیچاته اجازه نه ورکو چې داکار وکړي.
یوه خبره چې رانه پاتې نه شي غواړم د خپلې لیکنې په پای کې ورته اشاره وکړم هغه دا چې تاسې به خبر یاست چې غني صیب عبدالله صیب ته ژمنه ورکړې چې دوه کاله روسته به د صدراتي نظام د راوستو لپاره لویه جرګه راغواړي ځکه چې عبدالله له خپلو خلکو سره ژمنه کړې وه تاسې ددې دواړو اوسني حلاتو او تجربو ته په کتو لږ شان فکر وکړئ چې دوی اوس داسې دي منم! نه منم! نو که صدارتي نظام راشي نو بیا به څه کیږي؟
یا ربه توفیق !

9 thoughts on “د اوسني نظام خلاف (ملي وحدت)/ ډاکتر ځلاند”
  1. د ملي وحدت په رامنځته کیدلو سره د نظام مشین کاواکه، هینداره ماته او حرکت ټکنی شو.

    اوازه ده چې کرزي د هنتد څخه لس میلیونه ډالر راوړي دي او په هغو مبصرانو یې ویښي چې نهیلي او مایوسي خپروي. ځلاند صاحب دا به رښتیا وي؟.

  2. ښاغلی ځلاند ستاسو د لا ښو نظرونو په هیله
    په رښتیا هم چی دغه حکومت داسی کارونه وکړل او وبه ئی کړی چی په خوب کی مو هم نه ؤ لیدلی، الله پاک دی پدغه بیچاره او فقیر ملت رحم وکړی او خدای پاک د یو مسلمان دلسوزه حکمفرما ورپه برخه کړی. نور خو دغه فعلی نظام ته هیځ د ښه کیدو او ښو کارونه طمعه نشته

  3. ډاکتر صاحب محترم ځلاند ښه تحليل موکړی اماداوس څخه بايد خپل خلک رابيداره کړو چی په اوسني نادار،خراب،ويجاړ اودخيرات داقتصاد په شتون سره زموږ هيواد صدارتی نظام ته اړتيا نه لری ،زموږ هيواد وال سر دننه بايد پردی پوه سی چی لوی جرګی ته څوک وليږی .وګوری يو دصدارت تشکيل څومره لګښت غواړی تر څويوخود خواه او پرځان مين شخص پر دی چوکی کشينی.الله دی پردی خوار ولس رحم وکړی.

  4. ځلاند صاحب
    په نظام کې ستونزو ته مو ښې اشارې کړې دي. خو یوې خبرې ته هم باید پام وکړو او ګومان کوم تاسو نه دي ویلي چې د همغو تیرو شرایطو ، ستونزو او تیروتنو په اساس چې تاسې ورته اشاره کړي ده د نظام تر دې د ښه کیدو امکان څه و او د چا دنده مسولیت وو. باید هڅه وکړو چې ټول واقعیتونه ووایو خو، لاملونه، ملامت خلک او دهغوي مجبوریتونه هم ووایو. که داسې ونه کړو نو ملامتي به د عام لوستونکي په ذهن کې یوازې په اوسنیو کسانو واچول شي او له خلکو به لاره ورکه شي. لیکوالانو خو د دې لپاره څه لیکي خلک سم لور ته رهبري کړی. زه هیله لرم چې د خپل ښه تحلیل او شننې په برکت ټولو خواووته مو پام وي

  5. نن سبا د نظام لپاره اسماعیل یون، تاسو، ټلوالګر او د حامد کرزي ډله ټول یو ډلو خطر ناک او ټول په یو ډول تخریب مبتلا یاست. هر سړي خپله خپله برخه غواړې ځکه خو خفه دې. د خداي په خاطر په ملت رحم وکړي.

  6. tep by Step to Paradise

    یو ځل يې ولوله ،
    عمر بن عبد العزیز (رض) د اموي پاچاهانو د کورنۍ یو شهزاده وو،
    ورېښمیني جامی به يې اغوستلې ،
    او په یوه ورځ کي به يې څوڅو ځلي بدلولې ،
    سره او سپین او غلامان هرڅه ورته ډېر وو،
    چي کوم خواړه به يې زړه غوښتلوهغه ورته رسېدل او خوړل به يې ،
    قسم قسم د خوراک ځایونه ،
    قصرونه او د تفریح ځایونه او هرڅه ورته پرېمانه وو،
    کله چي خلافت ورته وسپارل شو
    او داسلامي امت پاچا شو له دې هرڅه يې لاس واخېسته،
    ځکه چي د قبر اوله شپه ور په یاد شوه،
    د جمعې په ورځ منبر ته وخوت ،
    امت ورسره بیعت کولو ،
    وزیران ،علماء ، عسکري جنرالان ، ادېبان اوشاعران يې په خوا کي ولاړ وو،
    سخت يې وژړل او ويې ویل :
    خپل بیعت بېرته واخلۍ زه پاچاهي نه کوم ،
    خو خلګو ټېنګار وکړ
    چي له تا څخه بغیر بل څوک نه غواړو ، بیعت يې قبول کړ،
    یوه هفته وروسته وچ کلک او ډنګرشو ،
    کمزوری شو ، او رنګ يې تغیر ومونده ،
    له مېرمني يې چا پوښتنه وکړه چي عمر ولي داسي تغیرشو ؟
    هغې ورته وویل :
    ټوله شپه بې خوبه وي
    او چي کله بستر ته ولاړ شي نو نا آرامه وي
    لکه په سکروټو چي پروت وي
    او وايې چي:
    آه د محمدصلی الله علیه وسلم د امت پېټی مي په اوږو بار دی
    او الله تعالی به د قیامت په ورځ د بېوزله فقیر او مسکین ، دماشوم او کونډی پوښتنه راڅخه کوي .

  7. اسلام علیکم :
    دځلا ند صاحب په لیکنه پسی یوه ټوکه را یاده شوه وایی کوم وخت یوه مرغی پيشو ونیو مرغی ورته ناری کړی چه که دخوله په ما ټینګه کړه اخیرت کیږی ،پیشو د اخیرت د ډاره مرغی خوشی کړه او والوته پیشو ورته کړل اخیرت خو نه شو دی ورته وویل چه که د خوله ټینګه کړی وی په ما به اخیرت شوی وه . اوس هم د هغه چا د پاره چه دا دولس کاله دلوږی او بی کوری او په سیپیو خوړلو ، بی ګناه وزلو څخه په خلاصیدو دی هیڅ خبره نشته ،مشکل د ټولو زورواکانو دپاره دی چه میلینو جریبه ځمکه یی لاندی کړی ده ،او تول فامیلی د حکومت په لوړو چوکیو کی دی . عطامحمد نور چه یو خر یی نه درلود اواوس میلیارد لری د هغه دپاره دا نظام خطر دی هغه چا دپاره دا نظام خطر دی چه ګټی یی د لاسه ورکړی دی که خدای کول داسی نظام به منځ ته راځی چه خاینین به محاکمه کیږی او مظلومانو ته به خپل حق رسیږی

ځواب ورکول محمد عارف امیری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *