دوې شپې مخکي د اتو بجو شل ګزي خبرونه ول، پوره يو ساعت خبرونه چي د چا پلار يې د کتلو او اورېدلو حوصله نه لري. وياند يې هم داسي په (۹۰)  درجې نيغ او عمودي ناست وي ته چي وايې د باڼس لرګی يا پايپ يې تېر کړی او په ستوني کي يې بند دی. وياند لکه مجسمه حرکت يې نه درلود، بس يوازي يې کله کله سترګي رپولې او خوله يې ښورېدله، که خدای مه کړه يو مچ سټوډيو ته ورغلی وای نو هيچا به يې مخه نه وای نيولې، بس لکه کوم ميوزيم ته چي ورغلی وي، هر چيري چي يې زړه غوښتل هلته به کښېناستلای.

زه ملي ټلويزون نه ګورم، خو د دولتي خبرونو لپاره يې کله کله ګورم، نن مي هم ملي ټلويزون کوت او يو ساعت مي پر ځان خواري تېره کړه، يو ساعت وروسته وياند وويل: يو تازه خبر چي همدا اوس راورسېد:

له ځان سره مي وويل: خدايه فضل وکړې! څه به پېښه وي! چاودنه، د کابل بانک مسئله، په عدلي سيسټم کي تغيرات، نوې مقرري، د پغمان د پېښي د مجرمينو اعدامېدل، د ولسمشر بهرنی سفر او که تر دې به هم بله مهمه پېښه وي، خو دومره پوه سوم چي پېښه هر څه چي وي خامخا نوې ده او بل دا چي ډېره نوې ده، لږ تر لږه د شپې تر اتو بجو وروسته را منځ ته سوې ده.

 ماشومانو ته مي وويل چي چوپ سئ تازه خبر دی. ټوله کورنۍ غلې سوله او ټلويزيون ته يې کتله. د ټلويزيون وياند وويل: د باختر د اطلاعاتي اژانس د خبر له مخي نن تر غرمې مخکي ولسمشر ډاکټر محمد اشرف غني احمدزي د اعتماد ګوند له مشرانو سره د خپل کار په دفتر کي وکتل …

حيران سوم چي د ملي ټلويزيون يوه  کېمره او خبريال خو څلورويشت ساعته د ولسمشر سره ملګري وي، نو بيا دا خبر ولي لس يوولس ساعته وروسته ملي ټلويزيون ته ورسېد؟ په داسي حال کي چي د دې ګوند يوه غړي په خپله فيسبوک پاڼه کي  د دې ملاقات وخت سهار لس بجې ښوولی او د غونډي ټول جزيات يې ليکلي دي.

 دا خبره مي ځکه ياده کړه چي ځيني خلک بد نظر لري، هر هغه شی چي ډېر ښکلی او په تول پوره وي او يا ښايسته هم نه وي خو دده  تر سترګو ښکلی ښکاره سي، نو نظر کوي يې، خو د لوی خدای (ج) شکر ادا کوم چي زه نظر نه لرم، که نه نو د دې شپې خبريال او باختر اژانس به مي نظر کړی وای، خو اوس هم دا وېره سته چي ملي ټلويزيون نظر سي، ځکه چي ډېر خلک نظر لري، په تېره بيا هغه خلک چي له ژورناليزم سره لږ بلد وي نظر يې ډېر تېز وي، په تېره بيا دا نادره نوښت خو هر څوک نظر کوي، نو خبره مي دا کوله چي که په دې ورځو کي د ملي ټلويزيون رئيس، خبريال، د خبر شعبه، باختر اژانس او نورو اړوندو څانګو کارکوونکي خدای مه کړه ناروغه او يا له کاره ګوښه سول، نو خامخا د همدې نوښت له امله نظرسوي دي.

تاسي به اورېدلي وي چي نوی ولسمشر په دې ورځو کي هر دولتي چلند ته ډېر په ځير ګوري نو خامخا ملي ټلويزيون هم ګوري، داسي نه وي خدای مه کړه چي سترګي يې نظر ولري، نو د اطلاعاتو او فرهنګ وزير او په تېره بيا د ملي ټلويزيون له مشر څخه هيله کوم چي د صحي ملحوظاتو له مخي د ملي ټلويزيون د خبرونو پر مهال د خپل وياند پر تندي يو سور ياشين ټوکر ور وتړي چي خدای مه کړه وياند او ټلويزيون يې نظر نه سي.

0 thoughts on “ملي ټلويزيون دي له بدو سترګو خوندي وي/  عبدالنافع همت”
  1. خدای دې اطلاعات او فرهنګ وزرات او ملي تلویزیون د مخدوم رهین له ملګرو وژغوري چې ملي فرهنګ او افغانستان ته یو څه خدمت وشي.

ځواب ورکول baremansadeq ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *