د خپلواکۍ، ځمکنۍ بشپړتیا، تاریخي ویاړنو، ملي هویت، ملي سرود، ملي ژبې او ملي بیرغ ارزښتونو تر څنګ یو بل ارزښت (ملي کرنسي) ده چې د یوه هېواد په ملي ثبات ساتلو کې مرسته کوي او د یوه خپلواک مملکت بنسټیز ارزښتونه دي، ملي کرنسي  چې په ورځنۍ راکړه ورکړه کې یې د هغه هېواد اتباع کاروي، هم یو مهم ملي ارزښت دی، چې د یوه هېواد په ملي ثبات او اقتصادي پیاوړتیا کې مرسته کوي.

زموږ د هېواد افغانستان ملي کرنسي  (افغانۍ) زموږ ملي ارزښت دی او د هېواد د تاریخ په بېلابېلو پړاوو نو کې یې ادلون بدلون کړی، د هېواد  بانکنوټونه بېلابېلو پاچاهانو په بېلابېلو بڼو چاپ کړي، چې په دننه هېواد کې یې د راکړې ورکړې لپاره یو ملي سند وو، خو دا سند  د تاریخ په بېلابېلو پړاوونو کې کله کم اعتباره او کله هم ان بې اعتباره شوی، داسې وخت راغلی چې په هېواد کې دوه درې ډوله بانکنوټونه چاپېدل، چې د هېواد په یوه برخه کې به د چلند وړ وه او په بله برخه کې نه، هغه وخت کې زموږ ملي پولي واحد په ټول هېواد کې یوه کم اعتباره او کم ارزښته پیسه وه، چې افغانانو د نورور هېوادونو سره پدې برخه کې د کمترۍ احساس کاوه او نظر ګانډیو هېوادونو ته یې د خپل ملي پولي واحد ارزښت کم  رنګه وو.

امېد حیران
امېد حیران

ان ډېر وړوکی جنس به هم دومره بیه لرله چې د پیسو حجم به یې یو جېب ډکاوه، او هغه وخت سل پاکستانۍ کالدارې؛ یو لک (سل زره) افغانۍ کېدلې همداسې یو ایرانی ریال او تومان به په زرګونو افغانۍ تبادله کېده، چې دې چارې زموږ ملي اقتصادي ثبات د سختو ستونزو او ننګونو سره مخ کړی وو، همدارنګه پدې کرنسۍ باندې افغانانو پوره باور نه درلود او د یوې موقتي او بې اعتباره پولي واحد په سترګه یې ورته کتل ، هغه وخت به خپله داسې ارمان کاوه چې، کاشکې داسې وخت راشي چې زموږ افغاني بانکنوټونه هم د کالدارو، ریالو او تومانو پشان ارزښت پیداکړي او یوه افغانۍ د یوې کالدارې سره برابره شي، هغه ارمان چې د ټول ملت په زړه کې وو، خو د ښه بخته په تېره لسیزه کې افغانستان د ملي کرنسۍ په برخه کې بې ساری پرمختګ وکړ او زموږ وطن د یوې نوې با اعتباره او ارزښتناکه ملي کرنسۍ څښتن شو، چې ټولو افغانانو ته د  ستر ویاړ او افتخار  ځای دی، پدې لسیزه کې افغانستان تر ډېره خپل اقتصادي ثبات پیدا کړ او د ملي کرنسۍ په برخه کې هېواد نړیوال باور لرونکې ، ارزښتناکې او با اعتباره کرنسي چاپ کړې، چې زما په شمول د هېواد د ټولو وګړو هغه هیلې او ارمانونه پوره شول چې د ملي کرنسۍ د ارزښت په برخه کې یې درلودل، هماغسې وشول، ان زموږ د هیلو نه پورته څه وشول، اوس یوه افغانۍ په یوه کالداره نه بلکې یوه افغانۍ په یوه نیمه کالداره تبادله کېږي.

افغاني بانکنوټونه اوس د افغانستان بانک لخوا په ډېر ښه ډیزان او غوره کاغذ چاپېږي او د اسعارو د راکړې ورکړې په بازار کې یې خپل ارزښت او باور ساتلی، جعلي پیسې هم ژر پېژندل کېږي او سرغړوونکو سره قانوني چلند کېږي، ددې خوښیو سره سره د بده بخته دهېواد په ځینو برخو کې د ځینو اقتصادي ملحوظاتو له مخې اوس هم بهرني اسعار چلېږي، اوس هم د افغانستان په ځینو سیمو کې کالدارې، تومان، ریال او ډالر چلېږي، دبده بخته کله کله د ځینو جنسونو، کورونو، موټرو او نورو توکو بیې هم په همدې بهرني پولي واحد ټاکل کېږي، چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت دې په هغو سیمو کې چې بهرني اسعار د چلند وړ وي هم د ملي کرنسۍ د دودولو لپاره یو هر اړخیز مېکانیزم جوړ او پلی کړي.

ملي کرنسي زموږ ملي شتمني ده، نو ددې ملي شتمنیو په ارزښت او  حیثیت  ساتلو کې باید هر هېوادوال خپل ملي رسالت ترسره کړي، پدې وروستیو کې زموږ ملي کرنسي یو څه خپل ثبات له لاسه ورکړی خو موږ په کلکهحکومت په ځانګړي ډول د افغانستان بانک څخه  غواړو  چې د افغانیو په ثبات ساتلو کې دخپلو شتو امکاناتو څخه ګټه واخلي، ترڅو د بهرنیو اثارو پروړاندې افغانۍ یو ځل بیا خپل اصلي حیثیت وساتلی شي. د افغاني بانکنوټونو حیثیت دا نه دی چې په ودونو او د خوښیو په مراسمو کې یې باد کړو، یا ترې د غاړې ګلان جوړ کړو، بلکې حیثیت یې په راکړه ورکړه، ارزښت او حیثیت په خوندي ساتلو کې دی.

زه هیله لرم چې داسې وخت هم راتلونکی دی چې زموږ ملي پولي واحد افغانۍ په تدریجي ډول په ټول افغانستان کې د راکړې ورکړې کرنسي وګرځي، تر ځو د هېواد په اقتصادي خپلواکۍ او ملي ثبات کې مرسته وکړي.

3 thoughts on “ملي کرنسي/امېد حیران”
  1. کرنسی څه ده دومره دی ملی ژبه را یاده کره خو په پښتو کی کرنسی مرنسی په نوم کومه کلمه نشته.

  2. تالار کې د نړۍ ډېرو ملکونو محصلين ديو سیمينار لپاره راټول شوي وو، د تفریح په وخت کې يوايراني د افغان محصل تر مخه پاکستاني ته په خندا وویل ! ته ماته افغان مه معرفي کوه، مونږ يو خلک يو، ژبه مو یوه ده ،په افغانستان کې اتيا فيصده نشرات زمونږ نظر خپروی او کتابتونونه ېې په ايراني کتابونو مالامال دي ،پاکستاني ورته کړل چې ! ټيک ده کتابونه به ستاسې چليږي خوناروغان ېې په پاکستانۍ دوا ګانو ژوندي دي ، دوه نيم مليونه افغانان زمونږ په هیواد کې میشت دي ، او په نيم افغانستان کې پاکستانۍ کرنسي چليږي

  3. چرا درجنوب كلدارپاكستاني استفاده ميشود ودرشمال پول افغاني؟ مگر افغانستان صرف شمال است وجنوب مربوط افغانستان نمي شود؟
    چراروشن فكران پشتون ازپول افغاني درجنوب دفاع نمي كنند؟؟؟؟؟

ځواب ورکول لالا ، بټنوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *