ملک نظیر چې د خیانت تور پرې لګېدلی دی

تاند – د ننګرهار ولایت یو قومي مشر ملک نذیر وایي چې د پاکستان پخوانی پوځي دیکتاتور جنرال ضیاءالحق شهید دی.

ملک نذیر وایي چې شهید ضیاءالحق له کډوالو افغانانو سره مرستې کړي او د افغانستان د دفاع لپاره یې مبارزه کړې ده.

نذیر وایي چې ضیاءالحق ورته وویل چې هغه به په افغانستان کې د دغه هېواد د دفاع په مورچل کې وجنګېږي.

د ملک نذیر دې وینا چې ضیاءالحق ته یې د شهید خطاب کړی دی په رسنیو کې د خلکو غبرګون را پارولی او ملک نذیر یې د ګوډاګي، خاین او مزدور په نومونو یاد کړی دی.

ویل کیږي چې د پاکستان وژل شوي دکتاتور ضیاءالحق د دغه هېواد د نظامي استخباراتو د ادارې له لارې د افغان تنظیمونو او د افغانستان د وخت د حکومتونو تر منځ د نفاق اور ته تر هغه وخته پکي ووهل چې لکونه افغانان ووژل شول، لسګونه زره نور معیوب او یتیم شول او افغانستان داسې یوه حالت ته ورسېد چې د ځمکې پر مخ د هر چا احتیاج شو.

د (یږ لومه) په نامه کتاب چې پاکستاني ډګروال یوسف او مارک ادکین په ګډه لیکلی لیکي چې د ضیاءالحق د وخت د آی اېس آی د مشر جنرال اختر عبدالرحمان شعار دا وو چې «کابل باید وسوزي» او داسې وسوزي چې لوګي او لمبې یې له پاکستان نه ښکاره شي (وګورئ لېنک). که څه هم چې اختر عبدالرحمان په ۱۹۸۸ کال کې له ضیا سره یو ځای د الوتکې د چاودلو او نسکورېدلو په پېښه کې ووژل شو خو دا هیله یې د هغوی په لاس جوړو جهادي تنظیمونو په ۱۹۹۰مو کالونو کې پوره کړه، لسګونه زره کابل ښاریان ووژل شول او کابل په کنډوالو بدل شو.

5 thoughts on “ملک نذیر وایي د پاکستان وژل شوی دیکتاتور جنرال ضیاءالحق شهید دی”
  1. WE HAVE A LOT OF SOLDOUT AFGHANS
    NOT ONLY MALEK NAZEER,
    THEY USED SOME OF THAT AFGHANS TO DESTROIED
    AFGHANISTAN/
    IF GENRAL ZIAA DIDNOT SUPPORT EKHWANYAAN ,
    FORMER SWEETUNION NOT NESESSARY COME TO AFGHANISTAN,

    PAKISTAN DONOT WANT A STRONG AFGHANISTAN,
    BIG PROBLEM IS THAT,OUR PEOPLES ARE POOR FROM POLITICAL KNOWLEG,
    THEY BELIVE PAKISTAN IS OUR MUSLIM BROTHER,
    BUT NEVER,
    ,PAKISTAN IS OUR ENEMY,
    ALL MUSLIM ARE BROTHER EXCEPT PAKISTANI,
    I LOVE INDIA MORE THEN FUCKISTAN,
    INDIA ALWAYS HONESTLY HELP FOR REBUILD AFGHANISTAN,
    THANKS FROM TAAND

  2. ملک نذیرغوندی دپاکستان تالی څټی ددولت په لیکو کې هم شته – همدالامل دی چې نن دکونړ -ننګرهاراوقندهار سیاسرې او ماشومان دپاکستانی راکټ په وسیله شهیدانیږی – خو ملک غوندې وطن پلورونکی پټه خوله ناست دی

  3. جنرال ضیاء الحق شهید!
    عرب به چې مسلمان شول او بوت به یې ماتلو نو په خپله پخوا به یې خندل. هر افغان بچي ته جنرال ضیاء د افغان جهاد اتل معرفي کیده. خو هیڅ افغان رهبر نه ویل چې همدې جنرال ۲۵ زره فلسطینیان په ۱۱ ورځو کې شهیدان کړل. د همدې پوځ مشرانو ۳ میلیونه بنګالي مسلمانان شهیدان کړل. بیا طالب په کومو سترګو کوټه او پیښور کې د همدې پوځ تر سیوري لاندې د اسلام د ګټلو نعرې وهي؟
    انتحاري ته به الله پاک څنګه جنت او حورې ورکوي چې د هغه جنرال تر امر لاندې جنګ کوي کوم چې لاسونه یې د فلسطینیانو په وینو سره دي؟
    « د پاکستان له جوړېدلو یو څو کاله وروسته د دې هېواد په وسیله په تاریخ کې د مسلمانانو تر ټولو لوی قتل عام ترسره شو. دې هېواد په بنګلادېش کې دوه نیم ملیونه مسلمانان، ښځې، نر او ماشومان قتل عام او په یوه نیمه میاشت کې یې دوه نیم سوه زره مسلمانې ښځې بې عفته کړې.
    د دې هېواد پوځ تر دې لږ وروسته په اردن کې د فلسطینیانو په قتل عام لاس پورې کړ او د بلاک سپټمبر په پېښه کې یې تر ۲۶ زره زیات فلسطیني کډوال قتل عام کړ.»
    تاند
    جنرال ضیا الحق چی په اسلامی تاریخ کی په ضیا الباطل هم مشهور دی د فلسطین د مظلومو او مجاهد ولس قاتل هم دی
    د 1969 کال په جریان کی په میلیونونو فلسطینی مجاهدینو چی د اردن له خاوری یی داسراییلو پر ضد مبارزه کوله ، د اردن د وخت پادشاه شاه حسین په تشویش کی اچلولی و چی مبادا فلسطینی ځواکونه د اردن هیواد تر خپل تسلط لاندی راولی . نو شاه حسین هڅه کوله چی د هغوی موقف ضعیف او فلسطینیان له خپل هیواده وشړي. اما دا کار ساده هم نه و او فلسطینیانو هم د عمان په ښار کی قوی سنګرونه درلودل.
    د فلسطینیانو د مبارزینو تعداد هم د یاسر عرفات تر مشری لاندی دیرشو ، څلویښت زرو ته رسیده . یاسرعرفات خپلو مبارزینوته امر وکړ ترڅو چی ستاسو په سنګرونو برید نه وی شوی ، جنګ اعلان نه کړی.
    د اردن پوځ چې شمېر یې 55300 تنو ته رسیده او ښه مجهز ، تجربه لرونکی اوښې زده کړې يې کړې وی ، تصمیم ونیو چې د مدرنو ټانکونو په حمایت د څو ساعتونو په جریان کې ټول فلسطیني مبارزین ختم کړي.
    . دوی د 1970 کال دسپتمبر په 17 د فلسطینیانو پر ضد جنګ شروع کړ اوتر 6 اکتوبر دی جنګ دوام وکړ چی په نتیجه کی لسګونه زره فلسطینی مبارزین او د هغوی کورنی قتل عام او په لسګونو زرو نور ټپیان شول .
    . د دی جنګونو د یوه بخش قومانده د پاکستان پخوانی دیکتاتور جنرال ضیاالحق چی په هغه وخت کی د پاکستان له خوا اردن ته داجیرو قواو په راس کی لیږل شوی و ، په غاړه درلوده . نوموړی جنرال د فلسطینی مبارزینو په قتل عام کی مهمه ونډه درلودله چی په نتیجه کی د هغو مبارزینو جنبش چی د خپلی خاوری د دفاع لپاره یی د اردن له خاوری جهاد کاوو ، ضعیفه کړل شو. نوموړی جګړه د عربی هیوادونو د مشرانو په فشار سره ختم او د دواړو خواوو ترمنځ اوربند ټینګ شو.
    http://portal.anhar.ir/node/10218/?ref=sbttl#gsc.tab=0
    http://www.taand.com/archives/29413
    http://www.taand.com/archives/86179

  4. شهادت یوه شرعی مشُله ده چی د شرعی علومو پوهان پدی باره کي د نظر او رایی ورکولوحق لری، په لنډوکی په شریعت اوزموږپه عرف کی شهید هغه مسلمان یا مسلمانی ته ویل کیږی چی::۱-د اسلام اوحق په لاره کی ووژل شی.۲- په ظلم سره ووژل شی. په دواړو پورته ذکرشویو حالاتو کی مسلمانی بنسټیز شرط دۍ، دا چی مسلمانی څه شۍ ده؟! ځانګړۍ بحث دۍ چی بیا هم د اسلامی علومو سکالرانوته درایی څرګندولوکریدیت ورکول کیږی.که په یوه ټکی کی دغه شرعی مسًله را غوټه کړو نوداسی ده: آیت شریف:ان المُومنون اخوه فاصلحو بین اخویکم.ط ژباړه : په تحقیق مسلمانان سره وروڼه دی ،نو د وروڼو په منځ کی سوله وکړۍ ،حال داچی د خرس تلک د کتاب پحواله چی ضیاُالحق د آی اس آی رییس (جنرال اختر عبدالرحمن) ته امرکړۍ وو چی کابل باید ورو ورو وسوځي! اود مسلمان ملت د تباهۍ حکم د مسلمان پوسیله د اسلامی احکامو اوروحیی مخالف دی. اودغسی حاکم ته مسلمان نشی ویل کیدای،لکه چی حدیث شریف فرمایی: انمل ا عمال باالنیات.ژباړه: د یوه کس ټول کړه وړه د هغی په نیت پوری تړلی دی. نو د جنرال ضیاِالحق نیت د افغانستان په اړ دو ښمنانه اود یوه مسلمان د نیت نه لیری وو . اوملک نذیر پخپلو څرګندونو باندی خپل ایمان په خطر کی اچولۍ دۍ ،او د اسلامی افغانستان د دوښمنانو په ټولی شامل شویدۍ چی دافغان اواسلام دوښمن دۍ!.

ځواب ورکول حسن ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *