تاند- په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر(یوناما) د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو له کاندیدانو وغوښتل چې بېرته له انتخاباتي بهیر سره یوځای شي، له انتخاباتي اورګانونو سره همکاري وکړي او د انتخاباتو پایلې ومني.

د یوناما اشاره عبدالله عبدالله ته ده چې انتخاباتي بهیر یې بایکاټ کړی دی.

یوناما په خپله ویبپاڼه کې په یوه خبر کې ویلي چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته د ضیاالحق امرخېل استعفا د افغانستان د سیاسي انتقال د بهیر د ساتنې لپاره یو ګام دی چې د قانون له چوکاټ او د انتخاباتي اورګانونو له منل شویو اصولو سره مرسته کولی شي.

یوناما ضیاالحق امرخېل ستایلی او ویلي یې دي چې د ده تخصص او مهارت سبب شو چې د ریاست په موده کې یې د افغانستان انتخاباتو ته تر تېرو دورو ښه تیاري ونیول شي او انتخابات لا ښه اداره شي.

یوناما وايي:«په افغانستان کې د ملګروملتو مرستندوی دفتر د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا ریيس په دې ستايي چې ملي ګټې یې پر شخصي هغو غوره وګڼلې او په انتخاباتي پروسه کې یې د هر ډول بې اعتمادۍ د له منځه وړلو هڅه وکړه.»

عبدالله عبدالله ویلي چې د انتخابات د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته د امرخېل لېري کېدا د انتخاباتو له کمیسیون سره د ده د نه همکارۍ یو شرط و. خو نوموړي نه دي ویلي چې اوس تیار دی او که نه دی چې د انتخاباتو کمیسیون ته خپل استازي او څارونکي ولېږي.

عبدالله د دوهم ځلي انتخاباتو د ورځې په مازدیګر په دې سخت اعتراض وکړ چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون ريیس ولي ویلي چې تر ۷ ملیونو زیاتو خلکو په انتخاباتو کې ګډون کړی دی. وروسته یې د امرخېل د استعفا غوښتنه وکړه او په درېم ګام کې یې ادعا وکړه چې په ځینو پښتني ولایتونو کې د هغوی د نفوسو تر شمېر زیاتې رایې اچول شوي او دا ده ته د منلو نه دي.

د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام ټیم ویلي چې ضیاالحق امرخېل د دې لپاره استعفا ورکړه چې د انتخاباتو پروسه خرابه نه شي.

د بدلون او دوام د انتخاباتي ټیم غړي حمید الله فاروقي وویل چې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا له ریاسته د ضیاالحق امرخېل استعفا یو زړه ور عمل او د افغانستان د ملي ګټو لپاره و.

ضیا الحق امرخېل د عبداله عبداله د پلویانو تورونه رد کړي او هغه اډیو یې جعلي بللې چې ده ته یې منسوب کړې ده.

0 thoughts on “ملګروملتو د امرخېل تخصص او لیاقت وستایه”
  1. Salam Alikum:
    Mr. Amarkhel has great leadership qualities. I admire his professionalism in management, communication and public relations. He is part of our modern history. I really appreciate his great service for our nation. As a young man, he can come back after the election as a hero. These hooligans from the Northern Alliance are temporary phenomena of circumstances.
    Many thanks for great work, Sir!

    Wa-salam,
    Mullah Habibullah

  2. ملګري ملتونه تل د خپل عادت له مخې غله ته وایي دا ځای وهه ، او څښتن ته وایي غل درغۍ . یعنی غل او مل یې یوه سترګه دي او د کور څښتن یې بله سترګه . ځکه خو یې په ټوله نړۍ کې اغتشاشونه او اړدوړ جوړ کړی تر څو سیمې او هېوادونه د خپلو شومو اهدافو تر لاسه کولو له پاره سره ولړي . د اصیلو ملتونو تر ټولو ارذال د ملت پر اوږو ور بار او خاموش اکثریت په کې قرباني کړي ، ملي امنیت هم په خپله لکې پورې په دې اړه خلکي تړلي ، خپله په معامله کې اخته دي او خلکو ته وایي چې دا چا کړي ، دا خو یو ملي خیانت دﺉ ، اوس که چېرې ریښتیا ملي امنیت په صداقت کې وي نو ورته مناسبه خو داده چې په دغه ډول ملي اداره کې ددغه ډول ملي خیانتونو د افشأ کولو عاملین چې د امانت ساتلو پر خزانه پیره دار ولاړ دﺉ باید ونیول شي ، او ترې وپوښتل شي چې په څه ډول دا خبرې افشأ شوې او ولې افشأ شوې دي ؟ آیا دا د امر خېل خپلې اصلي خبرې دي او که جعل شوي دﺉ ؟ که جېرته اصلي وي نو باید چې امر خېل سزأ وویني ، او که جعلي د کوم پروګرام له مخې جوړې شوې او امر خېل ته منسوبې شوې وي ، نو باید تحقیق او تفکیک یې کړي او ملت ته اعلان کړي چې د ملت سترګو ته څوک په درغلیو خاورې ور شیندي ؟ چې په هغه صورت کې باید جعل کاران او لارښوونکي یې د ملي خاینانو په کتار کې ملت ته ور و پېژندل شي ، تر څو ملت یې د ملي پرېکړې پر اساس پر ضد تصمیم ونیسي . همدغه د حل لاره ده . نه په لویو واټونو او څلور لارو کې د کراکري خیمو وهل او څو څو تنه په کې د اعتراض په توګه کښېنول او هدفي وژنې . که یو ځل بیا د ملت د سر کاسه ډکه شوه ، نو بیا خو د خلکو زور د خدای زور دﺉ او هېڅوک یې بیا مخه نه شي نیولی . راځۍ چې نور د ملي ناورین او بحران مخه ونیسو .

  3. ملګري ملتونه تل د خپل عادت له مخې غله ته وایي دا ځای وهه ، او څښتن ته وایي غل درغۍ . یعنی غل او مل یې یوه سترګه دي او د کور څښتن یې بله سترګه . ځکه خو یې په ټوله نړۍ کې اغتشاشونه او اړدوړ جوړ کړی تر څو سیمې او هېوادونه د خپلو شومو اهدافو تر لاسه کولو له پاره سره ولړي . د اصیلو ملتونو تر ټولو ارذال د ملت پر اوږو ور بار او خاموش اکثریت په کې قرباني کړي ، ملي امنیت هم په خپله لکې پورې په دې اړه خلکي تړلي ، خپله په معامله کې اخته دي او خلکو ته وایي چې دا چا کړي ، دا خو یو ملي خیانت دﺉ ، اوس که چېرې ریښتیا ملي امنیت په صداقت کې وي نو ورته مناسبه خو داده چې په دغه ډول ملي اداره کې ددغه ډول ملي خیانتونو د افشأ کولو عاملین چې د امانت ساتلو پر خزانه پیره دار ولاړ دﺉ باید ونیول شي ، او ترې وپوښتل شي چې په څه ډول دا خبرې افشأ شوې او ولې افشأ شوې دي ؟ آیا دا د امر خېل خپلې اصلي خبرې دي او که جعل شوي دﺉ ؟ که جېرته اصلي وي نو باید چې امر خېل سزأ وویني ، او که جعلي د کوم پروګرام له مخې جوړې شوې او امر خېل ته منسوبې شوې وي ، نو باید تحقیق او تفکیک یې کړي او ملت ته اعلان کړي چې د ملت سترګو ته څوک په درغلیو خاورې ور شیندي ؟ چې په هغه صورت کې باید جعل کاران او لارښوونکي یې د ملي خاینانو په کتار کې ملت ته ور و پېژندل شي ، تر څو ملت یې د ملي پرېکړې پر اساس پر ضد تصمیم ونیسي . همدغه د حل لاره ده . نه په لویو واټونو او څلور لارو کې د کراکري خیمو وهل او څو څو تنه په کې د اعتراض په توګه کښېنول او هدفي وژنې . که یو ځل بیا د ملت د سر کاسه ډکه شوه ، نو بیا خو د خلکو زور د خدای زور دﺉ او هېڅوک یې بیا مخه نه شي نیولی . راځۍ چې نور د ملي ناورین او بحران مخه ونیسو .تر څو سیمه او نړۍ مو قانونیت ، قاطعیت او خود ارادیت ومني

ځواب ورکول Mullah Haibull ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *