تاند- ملګروملتو د سولې د خبرو د ملاتړ په باب د طالبانو د مشر ملا محمد عمر د وروستي پیغام هرکلی وکړ.

ملا عمر د کوچني اختر په مناسبت په خپل پیغام کې، چې پرون /چهارشنبه/ یې خپور کړ، د سولې خبرې تایید کړي او ویلي دي«د مسلح جهاد تر څنګ سیاسي فعالیت او له سوله ییزو لارو خپل مقدس هدف ته رسېدل یو مشروع امر او د نبوي سیاست اهمه برخه ده، »

ملګروملتو ویلي چې دا اداره د طالبانو د مشر له لوري د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سولې د مخامخ خبرو تایید یو مثبت پرمختګ بولي او نړیواله ټولنه حاضره ده چې د سولې د دې بهیر بشپړ ملاتړ وکړي.

دا لومړی ځل دی چې ملګري ملتونه د طالبانو د مشر د یوه پیغام هرکلی کوي.

له بلې خوا طالبانو نن وویل چې د کوچني اختر په ویاړ یې شپږ افغان پولیس، چې دې دلې په بدخشان ولایت کې نیولي و، خوشي کړي دي.

دا هم لومړی ځل دی چې طالبان په یوه مناسبت اسیر کړي پولیس خوشي کوي.

تر دې پخوا طالبانو عموماً افغان امنیتي ځواکونه له نیولو سره سم وژل.

One thought on “ملګروملتو د سولې د خبرو د تایید په اړه د ملاعمر د پیغام هرکلی وکړ”
  1. هر شخصیت ، هره ډله ، هره ټولنه ، هرهیواد او بلاخره هر قدرت چی په ۴۰ کاله جنګ زپلی افغانستان کی د سولی او ثبات د راتلو د پاره کار کوی ، ګام اخلی او په یقین سره سوله د دی وطن د پاره یو ضرورت بولی زما په نظر د قدر وړ دی . ملا محمد عمر په
    موجوده افغانی ټولنه کی له بل هر چا نه زیات د دی امکانات لری چی جکړه ودروی ، سوله راولی او د دی وطن د مظلومو انسانانو په ژوند کی نوی باب پرانزی او د ښیرا په ځای د خلکو دغاوی وګټی . مونږ دوعا کوو چی دا خبری دی خدای (ج) رښتیا کړی او دا اوږد ناورین دی نور الله ختم کړ ی . آمین

ځواب ورکول انجنیر کلیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *