تاند- ملګري ملتونو د رایو د شمېرلو د درولو په اړه د عبدالله عبدالله غوښتنه د خواشینۍ وړ وبلله.

له نیویارک څخه د ډي پي اې خبري اژانس د راپور له مخې ملګروملتو د انتخاباتو له کمیسیون سره د اړیکو د ځنډولو او د رای شمېرلو د بهیر د درولو په اړه د افغانستان د ولسمشرۍ د کاندید عبدالله عبدالله پر پرېکړې افسوس څرګند کړ.

د ملګروملتو ویندوی فرحان حق د چهارشنبې په ورځ ناوخته وویل:«ملګري ملتونه باور لري چې باید لازمه پروسه دوام وکړي.»

ده همداراز وویل چې په افغانستان کې به د ملګروملتو دفتر د افغانستان د بهرنیو چارو له پخواني وزیر عبدالله عبدالله او د هغه له سیال اشرف غني احمدزي، د انتخاباتي کمپاینونو له ټیمونو او همداراز د انتخاباتو له کمیسیونونو سره کار ته دوام ورکړي او مشورې به جاري وساتي.

د ملګروملتو ویندوی ټینګار وکړ:«ملګري ملتونه له کاندیدانو او د هغوی له پلویانو په کلکه غواړي چې مسوولانه عمل وکړي او له داسي څرګندونو او اعمالو ډډه وکړي چې حقوقي پروسه او سیاسي حل لاره زیانمنولی شي.»

له بلې خوا په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي دفتر وویل چې د انتخاباتو له خپلواک کمیسیون سره د همکارۍ د ځنډولو په اړه د عبدالله عبدالله اعلان حیرانه کړي دي.

په افغانستان کې د ملګروملتو د خاص استازي د دفتر ویندوی نظیف الله سالارزي وویل چې د ښاغلي عبدالله پرېکړې د دوی د تعجب شبب شوې ده.

0 thoughts on “ملګروملتو د عبدالله عبدالله پرېکړه د افسوس وړ وبلله”
  1. که عبدالله جنګ غواړی او فه فنجشیر یی زړه نه خوږیږی موږ جنګ ته تیار یو او ملاوی مو ورته تړلی ده ۱۰ ملیونه احمد زیان او ۲ ملیونه ازبک به سره معلومه کړو چی جنګ کی څوک بری وړی ۰۰۰ فه بوسکشی کی ورسره مقابله کوو فه منډه کی ورسره کوو چی فه هرڅه کی مقابله غواړی موږ ورته تیار یو۰۰۰

  2. ملګری ملتونه د د غلو په غیر قانونی کړنو خواشینی او تعجب نه څرګنده وی ځکه چه دا ملګری ملتونه وو چه د بُن په کنفرانس که یی د غلو او قاتلانو نه راته وزیران جوړ کړل، او داسی احمق کسان یی د ولسونو استازی وټاکل چه اوس د ماشومانو په شان ښه پوهیږی چه په غلطه راوان دی خو به د خاطر چه ناز یی منل کیږی نو په ژاړه هرڅه غواړی، لیکن نازونه یی بس نور نه چلیږی ځکه چه داعوه یی د ځوانی کړی وه

  3. هیڅ د حیرانتیا ځای نه ده ځکه چی له دوی څخه د نور څه طمع هم نشی کیدای. دوی تل د زور څخه په کار اخیستلو خپل ځان په نورو تحمیل کړی خو زه فکر کوم چی اوس نور هغه وخت تللی

  4. ملامت ته ملامت ووایاست ! داوضاع ګډوډول داذهانو مغسوشول خلکوته درد سر جوړول ډیر اسانه کار ده چه هیڅوک دغه ک ر با ید ونکړی اوس دخلکو دزخمونو تداوی پکار ده دخلکو دتشویش ورکیده پکار ده دخلکونه ددرد شر ورکیده پکار ده لهذا سالم قضاوت وکړی وطن او دوطن خلکو ته ضرر ونه رسیږی .

ځواب ورکول Shamshad Zadran ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *