تاند- ملګروملتو د افغانستان د ولسمشرۍ له کاندید عبدالله عبدالله څخه په کلکه وغوښتل چې بېرته انتخاباتي پروسې ته وګرځي او له اعتراضونو ډډه وکړي.
عبدالله عبدالله پرون سره په کابل کې د انتخاباتو په بهیر کې د درغلیو د ادعا او د خپلو شرطونو په اړه د ملګروملتو له خاص استازي یان کوبیش خبرې وکړې.
د استرالیا د راډیو د راپور له مخې ملګروملتو خبرداری ورکړ، په هغه صورت کې چې د ولسمشرۍ کاندیدان له انتخاباتي پروسې لاس واخلي په انتخاباتو کې د درغلیو پر تورونو اعتراضونه په تاوتریخوالي اوښتی شي.
د عبدالله عبدالله پلویان پرون د کابل کوڅو ته راووتل او د انتخاباتو د کمیسیون او په انتخاباتو کې د درغلیو پرضد یې شعارونه ورکړل.
ښاغلي عبدالله د انتخاباتو په کمیسیون کې د رای شمېرلو د بهیر څارل ځنډولي او ویلي یې دي چې د کمیسیون له لوري به د نتیجو اعلان ونه مني.
ښاغلي عبدالله وروسته له دې دا پرېکړه وکړه چې څرګنده شوه د جوزا د څلرویشتمې نېټې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې اشرف غني احمدزي تر ده د پام وړ شمېر زیاتې رایې ګټلي دي.
عبدالله د ملګروملتو د یوه پلاوي له لوري د انتخاباتي درغلیو د څېړلو غوښتنه کړې ده. د ده غوښتنه ولسمشر کرزي، د انتخاباتو کمیسیون او ملګروملتو تایید کړې او د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم ویلي چې مخالفت ورسره نه لري.
د اشرف غني احمدزي انتخاباتي ټیم وايي چې که هره معتبره اداره د افغانانو د رایو په اړه څېړنه وکړي دوی پرې اعتراض نه لري ځکه چې د انتخاباتو په نتیجه کې بدلون نه شي راتلای.
نن ده که سبا ده داملک د اشرف بابا ده هرڅومره چه څارنی دقیقی شی اوملګری ملتونه د ټاکنو له پروسی څخه څارنه زیاته کړی په هماغه کچه دډاکټراشرف غنی احمدزی رایی زیاتیږی اوعبدالله نورهم هم ملت ته اوهم بین المللی ټولنی ته مخ تورن کیږی اوهغه مظاهری چه تیره ورځ په کابل کی دډبل عبدالله په ملاتړ ترسره شوی په مجموعی ډول له ۵۰۰ کسانونه زیاد نه وو داسی وحشی منډی یی وهلی اوشعارونه یی ورکول ته به وایی چه دی خلکو په خپل ژوند کی نه ښارلیدلی اونه هم له تمدن سره څه اشنایی لری په دی وحشی مظاهرو اوشعارونوسره افغان ولس ته ددی ډلی هغه وحشی ظلمونه چه په اویایمه لسیزه کی یی ددی ولس په خلاف سرته رسولی وو بیا هم ورپه یادکړل اوداوحشی ډله نوره هم دخلکو په زړونو کی منفوره شوه
عبدالله سره نوره خبره نشته دوی که اوس ماتی وخوړه نور به په ژوند کی افغانان به په دوی باور ونکړی نو ځکه او س غواړی چی ځانته د اوړو پوزه کیږدی او دولت کی ځان ته یو ځآی پیدا کړی
وایی: غل په غره کی نه ځایږی
عبدالله ته باید وویل شی چی پس از ګوز زدن چهارزانو؟؟؟
اوس ډیره ناوخته شوه، په استخاری هم عقیده نه لری ، ملت هم تاته رایه درنکړه، مرستیالان دی هم بی مزی وو ، نو کرزی او احمدزی څه ملامت دی. ملګری ملتونه به څه مرسته له تاسره ونکړی او برعکس دهغوی منځګړیتوب به هم د احمدزی په ګټه تمام شی. که د مامنی راځه له سیاست نه لاس واخله او بیرته خپل مقدس مسلک ته وروګرځه . خدای مهربان دی ژوند به دښه شی . دا دومره ډیر تشویش هم سړی زړوی.
bayed che tool milat di ta pa hara lahza ki mutawaji pate she tar so khudai maka haq mo sook paimal na krree .