ملګري ملتونه وايي چې وسله والو طالبانو په زابل ولایت کې له تېرو دوو میاشتو راهیسي په لسګونو ښوونځي بند کړي دي.
طالبانو دا کار د دې لپاره کړی چې امنیتي ځواکونو پر موټرسایکلو بندیز لګولی دی.
د طالبانو له لوري د ښوونځیو د بندېدو له کبله له یوې خوا په لسګونو زره زده کوونکي له زده کړې محروم شوي او له بلې خوا د هغوی کورنۍ د خوراکي موادو له هغو مرستو بې برخې شوي چې په ښوونځیو کې به د زده کوونکیو په کورنیو وېشل کېدې.
د ملګروملتو په راپور کې د طالبانو له لوري د ښوونځیو بندېدو او دعه راز د ملکي تلفاتو زیاتېدو ته په اشارې ویل شوي چې د افغانستان جګړه لا پېچلې شوې ده.
د زابل د والي مرستیال شریف الله ناصري وايي پر موټرسایکلونو د دې لپاره بندیز لګول شوی چې د دولت وسله وال مخالفانو له هغو څخه په تروریستي حملو کې کار اخلي.
د بشري وضعیت په اړه د ملګروملتو په میاشتني راپور کې ویل شوي چې سخت دریځي او نورې وسله والې ډلې خلک بېروي، لوټي، ځوروي او وژني یې.
دې ته ورته خبرې تر دې مخکې د سره صلیب د نړیوالې کمېټې په راپور کې هم د وسله والو سخت دریځو د اعمالو په اړه شوې وې.
تېره میاشت د زابل په شاه جوۍ ولسوالي کې طالبانو د قومي مشرانو په غوښتنه ومنله چې ښوونځي به پرانستلو ته پرېږدي. خو د طالبانو له موافقې سره سره د زابل د پوهنې ريیس رحم الله لودین وویل چې باور یې نه کېږي چې طالبان دې له تعلیم سره له دښمنۍ لاس واخلي:
د شاه جوۍ ولسوالي ښوونځي د روان تعلیمي کال له پیله تړل شوي دي.
د ملګروملتو په راپور کې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په وجه د نیم ملیون افغانانو د بې ځایه کېدو یادونه هم شوې. او د زابل د ښوونځیو بندېدا د تهدید افراطي بڼه بلل شوې چې په نتیجه کې یې ډېر خلک مجبوره شوي چې نورو سیمو ته مخه کړي.
sac louis vuitton…
I believe now I have a strong maintain in excess of the subject soon after going via the put up. I will absolutely arrive back again for a lot more data. I have bookmark this report…..